پنجشنبه, مې 2, 2024
Homeخبرونهد مولوي کبير نوې دندې ته بېلابېل غبرګونونه

د مولوي کبير نوې دندې ته بېلابېل غبرګونونه

تاند: ( چار شنبه، د غويي ۲۷ ) ‏‏ ‏د طالبانو د سرپرست رئيس الوزرا په توګه د طالبانو د يوه مشر مولوي عبدالکبير ټاکل کيدل له بېلابېلو غبرګونونو سره مخ شوی دی.

طالبانو پرون وويل، چې کندهار مېشتي نا لیدل شوي مشر ېې ملا هبت الله اخندزاده د خپل رژيم سياسي مرستيال مولوي عبدالکبير په موقت ډول د رياست الوزرا سرپرست ټاکلی.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد ويلي، چې د دوی رئيس الوزرا ملا محمد حسن اخوند له تېر اختر راهيسې کندهار ته تللی او د ناروغۍ له امله یې له دندې رخصت اخيستی.

يو شمېر شنونکي باور لري، چې د ملا حسن اخوند څنډې ته کیدل، کندهار ته د قطر د صدراعظم له وروستي سفر سره اړیکه لري.

دوی دا هم وايي، چې ملا حسن اخوند که ريښتيا ناروغ و، له اختر وروسته په دومره موده کې ېې د دندې سرپرستي چا کوله؟

ژورنالیست او شنونکی سمیع یوسفزی د طالبانو د کابينې د يوه غړي له قوله ویلي، چې ۱۰ ورځې مخکې ېې ملا حسن اخوند په کندهار کې لیدلی، چې ډېر ناروغ نه ښکاريده.

يوسفزی زياتوي:« د ملا حسن اخند په غیاب کي د ملا محمد حسن اخند لومړې معاون ملا برادر او دویم معاون ملا سلام حنفی نظر اندازه کول او مشاور وزیر مولوي کبیر په موقت ډول د ملا حسن اخند په چوکۍ کینول عجیب بریښي خو دا یو حقیقت دي ملا هبت الله اخند مکمل واک په لاس کي لرې او ددی امکان لیدل کیږې چي سراج حقاني ، ملا برادر او ملا یعقوب هم له مهمو وزارتونو غیر معروف وزارتونو ته تبدیل کړي.»

د پکتيا پخوانی والي محمد حليم فدايي بیا ويلي:«‏د سرپرست له پاسه سرپرست ـ حکومتداري د ملا کار نه دی! »

ورځپاڼه لیکونکی جمشید يما اميري وايي د طالبانو مشر په خپله ډله کې تر هر چا له ملا برادر څخه ډېره وېره لري، له همدې امله یې د هغه پر ځای چې د رئيس الوزرا لومړی مرستیال و، درېيم مرستيال سرپرست کړی دی.

د اميري په باور، د طالبانو د واکمنۍ په لومړي سر کې د دوی د رئيس الوزرا په توګه د ملا برادر د ټاکل کیدو چانس او وړاندوینه زياته وه، خو پاکستان سره د نوموړي ترينګلې اړيکې سبب شوې، چې د پاکستاني استخباراتو د هغه مهال مشر کابل ته راشي او ملا حسن اخوند د نوموړي پر ځای وټاکي.

اميري دې ته په اشارې سره، چې مولوي کبير د طالبانو په منځ کې پیاوړی ملا او ډله نه لري خو پاکستان سره ډېر نيږدې پاتې شوی، د هغه د لومړنۍ او بيا ګومارنې تر شا هم د پاکستان د لاس لرلو نښې ويني.

د طالبانو د رژيم وياند ذبيح الله مجاهد بیا ویلي:«دا کار په حکومتولۍ کې یوه عادي چاره ده، څوک دې په دې اړه د تشویش اچونې او تبلیغاتو هڅه نه کوي او نه دې هم هیوادوال کومه اندیښنه لري.»

د طالبانو د رژيم له پیله د دوی مشرانو خپل اعلان کړی رژيم سرپرست وباله، خو لا نه ده معلومه، چې دغه سرپرست رژيم د څومره وخت لپاره دی، دوی اساسي قانون کله جوړوي او د افغانستان د نظام جوړولو په اړ

ه طالبان څه دريځ لري.

2 COMMENTS

  1. څو خبری چی باید له یاده ونه ایستل شی
    ولسمشر غنی واک بل چاته ندی سپارلی او شته حکومت چا په رسمیت ندی پیژندلی.
    له امریکا سره شوی تړونونه لا ندی ملغا سوی.
    د دوحی د مذاکراتو سره هم مهاله د طالبانو رهبری دوحی ته منتقل سوه تر څو د پاکستان هیڅ ډول اثر ورباندی نه وی.

  2. که چا ماته دا ثابته کړه چې د هیبت الله په نامه څوک سته، نو زه په هغه ورځ له مطبوعاتو څخه لاس په سر کیږم. زه په افغانستان کې کوچنې را لوى سوم او د پښتنو له مختلفو قومونو سره په تماس کې وم، خو تر اوسه د هیبت الله په نامه ما څوک ندي لیدلي.
    خبره دا دي چې د بلوچستان د قچلاغ سیمې د یو جومات ملا نوم هیبت الله وو. په یو انفجار کې جهنم ته ولیږدول سو. وروسته د کوټه شورا ځناورو ادعا وکړه چې هغه هیبت الله خنزیر نه بلکې د هغه ورو ر د هغه جومات په انفجار کې د دوزخ اور لړوني انتخاب سو.
    په افغانستان کې د ای آیس ای دوه ګروپه کار کوي یو یې په جنوب او جنوب غرب حوزه کې او بله یې د ختیځ یعنی شرق او جنوب شرق ولایتونو کې فعالیت درلود. اوس د جنوب غرب حوزه د ای آیس ای ګروپ په کندهار کې عام او تام واک او صلاحیت لري او دوهمه ډله یې د کورنیو چارو په وزارت کې د حقاني ځناورو څخه ملاتړ کوي.
    هیواد د پنجاب په لاس کې اشغال دي او دا خبره تر لمر روښانه دي.
    ملت باید په دې واقعیت وپوهول سي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب