چهارشنبه, مې 8, 2024
Homeخبرونهشهباز شریف د ثبت شویو افغان کډوالو د استوګنې موده تمدید کړه

شهباز شریف د ثبت شویو افغان کډوالو د استوګنې موده تمدید کړه

تاند (شنبه، د ثور ۸ مه) د پاکستان صدراعظم شهباز شریف په دغه هېواد کې د راجسټر شویو افغان کډوالو د اوسیدو موده د جون میاشتې تر دېرشمې تمدید کړه.

د هغه دفتر په یوه اعلامیه کې ویلي، چې دا پرېکړه د پاکستان د شهباز شریف په مشرۍ نن د مرکزي کابینې په غونډه کې وشوه.

د ملګرو ملتونو د کډوالو د چارو د ادارې په وینا، په پاکستان کې یو میلیون او څلور لکه راجستر شوي افغان کډوال ژوند کوي.

د ملګرو ملتونو د پروسږکال د احصایې له مخې، په پاکستان کې د ټولو افغان کډوالو شمېر نژدې درې میلیونه او اوو لکو ته رسیږي.

د پاکستان حکومت پروسږکال د اکتوبر په میاشت کې له خپلې خاورې د هغو افغانانو د ایستلو پریکړه اعلان کړه چې په پاکستان کې د اوسیدو قانوني اسناد نه لري.

دا لړۍ چې په ژمي کې لږ ورو شوې وه لاهم روانه ده.

دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان کې بشري او اقتصادي وضعیت د اندېښنې وړ دی او ورته د دغو کډوالو ستنول د وضعیت د لا خرابیدو لامل ګڼل کیږي.
پاکستان له نږدې یوه کال راهیسې لسګونه زره افغان کډوال خپل هېواد ته شړلي، چې په دې کار توندو نړیوالو او افغان نیوکو سره مخ شوی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب