پنجشنبه, مې 9, 2024
Home+ظالم لوېشتکی | محمود مرهون

ظالم لوېشتکی | محمود مرهون

پخوا یو پاچا وو یوه لور یې درلودله باچا زوی نه درلودى دغه یوه لور یې وه ډېره پر ګرانه وه پاچا دا ارمان درلود چي خدای یو زوی ورکړی وای چي تر مرګ وروسته یې د پلار نوم ژوندی ساتلی وای. پاچا د زوی نه درلودلو په وجه ډېر خواشینی وو د ډېري خواشینۍ د وجي ناروغه سو پاچا د خپل ولس سره مینه درلودله غوښتل یې چي د ده تر مرګ وروسته په ولس کي اختلاف پیدا نه سي او په خپلو کي جنګونه سره شروع نه کړي ځکه یې د یوه داسي ځوان تلاښ شروع کړی چي دی یې د خپل مرګ وروسته د پاچا په توګه وټاکي.

یوه ورځ پاچا ګاونډي وطن ته تلی خپلي لور شاهزادګۍ ته یې ویل چي ته به د شاهي ماڼۍ څخه بهر نه وزې شاهزادګۍ ورته ویل بابا ته بې غمه اوسه زه به په شاهي ماڼۍ کي اوسم. وروسته پاچا ګاونډي وطن ته روان سو. ماښام شاهزادګۍ د خپلو همزولو سره په شاهي باغ کي د سات تيري لپاره ولاړه یوه کمپنۍ یې ولیدله شاهزادګۍ ته یې ډېر خوند ورکړی په کمپنۍ پسې سوه پسي ځغستل یې آخر یوه حوض ته ورسېدله. دا ډېر يو پخوانی حوض وو وچ سوی وو اوبه نه وي پکښي ولاړي کمپنۍ د حوض سره ګرځېدله شاهزادګۍ د حوض پر غاړه ورته ودرېدله. په دې وخت کي د حوض څخه یو لوېشتکی را پورته سو د شاهزادګۍ خوا ته نژدې سو.

 لوېشتکی تر یوه لوېشت نه وو غټ شاهزادګۍ ځني وبېرېدله لوېشتکي پر ږغ کړه چي مه را څخه بېرېږه هیڅ تاوان نه در رسوم مګر دا درته وایم که دي زما په خوله ونه کړه بیا به نو په غضب اخته سې.

 شاهزادګۍ ورته ویل ته زما څخه څه غواړې؟ لوېشتکي ورته ویل ته به زما سره ځې زه دا ډېر عمر کیږی ستا په تلاښ کي وم نن دا یې خدای په لاس راکړې. وروسته لوېشتکي شاهزادګۍ ته ویل ما یوه ورځ په دغه شاهي باغ کي ولیدلې در باندي مین سوم اوس زه غواړم ستا سره واده وکړم. شاهزادګۍ ورته ویل مګر زه ستا سره واده کول نه غواړم ځه ورک سه دا مردار مخ دي خاوري سه خیرنه لوېشتکیه.

لوېشتکی خوابدی سو د شاهزادګۍ خبري خوند ورنه کی وروسته یې ورته ویل په سمه راسره راځه زه څه پالتو لوېشتکی نه یم ډېر لوی جادوګر یم په زوره دي هم راسره بېولای سم. شاهزادګۍ ته خښم ورغی چیغې یې کړې ویل ځغله ملا دي ماته سه کنې زه اوس خپل ساتونکي خبروم چي سم دي  و ټکوي. په دې وخت کي لوېشتکي یو منتر پر ځان ووایه بیا یې شاهزادګۍ تر لاس ونیوله په هوا یې کړه د شاهزادګۍ ساتونکي هم راورسېدل پر لوېشتکي يې غشي وچلول مګر لوېشتکی ډېر پورته سوی وو د ساتونکو غشي و نه رسېدل. ساتونکي وزیر ته ورغله چي داسي کیسه پېښه سوه شاهزادګۍ یې راڅخه بوتله وزیر پرېشانه سو فکر یې وکړی چي پاچا ته به څه جواب وایم دستي یې دوه درې عسکر راوغښتل خط یې د پاچا په نامه ولیکی چي شاهزادګۍ یوه لوېشتکي جادوګر وتښتوله ژر راځه.

وروسته یې خط عسکرو ته په لاس ورکړی چي دا به ژر تر ژره پاچا ته رسوئ او په خوله هم ورته و وایاست چي ژر راځه چاره یې کوه. لوېشتکی ډېر زوره ور وو شاهزادګۍ تر ده لس چنده غټه وه مګر داسي یې تر لاس نیولې وه لکه یوه د پروړو خاشه. تر ښه ډېره وخته پورې په هوا وو اخير راکښته سو شاهزادګۍ د وهمه سترګي پټي کړي وې کله چي یې پښې مځکي ته ورسېدلې سترګي یې روڼي کړې. لوېشتکي ورته ویل زه هم ستا د پلار په رقم د خپل قوم پاچا یم د لوېشتکیانو د ښار باچهي لرم واده نه لرم اوس به ته زما ملکه یې خورا به دي سات تېر وي. شاهزادګۍ ورته ویل مرګ مي قبول دی مګر ستا سره به واده ونه کړم. لوېشتکي شاهزادګۍ ته ویل ته زما بې عزتي مه کوه او دې ته مي مجبوره کوه چي زه سختي درباندي وکړم ما تا ته  مخ کي هم وویل چي زه څه معمولي لوېشتکی نه یم ډېر لوی جادوګر یم.

 شاهزادګۍ پوه سوه چي لوېشتکی رښتیا هم په خښم دی او د خبرو څخه يې معلوميږي چي ډېر ظالم لوېشتکی دی. لوېشتکی په حقیقت کی ډېر زیات ظالم و پر خپل ولس یې رقم په رقم ظلمونه کول بې ځایه محصولونه یې پر لګولي وه څوک چي به مسکین وو محصول ورکول یې د وسه نه وه پوره هغه به یې بندیان کړه په کلو کلو به په زندان کي پراته وه ټول لوېشتکیان د خپل ظالم پاچا څخه ډېر په تنګ سوي وه مسکینان او کمزوري خلک وه وس یې نه په رسېدی. شاهزادګۍ لوېشتکی سره روان وه یو ګړی بعد د لوېشتکي ماڼۍ راورسېدله شاهزادګۍ چي ورته وکتل ډېره زبردسته ماڼۍ وه د دروازې مخ ته یې پیره داران ولاړ وه لوېشتکي ته یې سلام وکړی وروسته لوېشتکي او شاهزادګۍ په ماڼۍ ننوتل کله چي خوني ته ورسېدل د لوېشتکي ماینه پر پلنګ ناسته وه.

 لوشتکۍ چي خپل مېړه ته وکتل ویل چیري تللی وې دا ښځه څوک ده چي درسره رارهي کړې دي ده؟ شاهزادګۍ چي لوېشتکۍ ته وکتل فکر یې وکړی چي دا د لوېشتکي ماینه ده. لوېشتکي ماینې ته په خښم سره ویل ډېري پوښتني مه کوه کنې اوس به دي خوله در ماته کم. لوېشتکۍ ورته ویل ته خو خوابدی سوې ته دا راته ووایه چي دا څوک ده چي درسره رارهي کړې دي ده؟ لوېشتکي چیغې کړې ویل دا ستا بن ده اوس زه د دې سره واده کوم.

 لوېشتکۍ بغاري کړې ویل مه کوه داسي ظلم مه راسره کوه زه چي ژوندۍ یم ته هیڅ کله بل واده نه سې کولای. لوېشتکي ته خښم ورغى نژدې یوه لښته پرته وه هغه یې راواخیستله خپله ماینه یې داسي په ووهله چي تر پزه یې ویني راغلې ماینې یې وژړل د شاهزادګۍ زړه پر وسو ور دمخه سو لوېشتکي ته ویل مه یې وهه ظالمه خو مړه دي کړه.

لوېشتکي پر شاهزادګۍ راواچوله بېسده یې ووهله آخر شاهزادګۍ بې هوښه سوه. لویشتکی د خښمه سور وشین کیدی هر څوک چي به په مخه ورغی پر هغه به یې لښته راوګرځوله یو ګړی بعد چي ستړی سو د خوني څخه ووتی. هلته د وزیر استازی ګاونډي وطن ته ورسېدی پاچا ته حال ورکړی چي شاهزادګۍ یوه لوېشتکي بوتله پاچا چي د شاهزادګۍ د تښتولو خبره واورېدله بې طاقته سو په دې وخت کي د ګاونډي وطن د پاچا زوی شاهزاده احمد هم ناست وو پرېشانه سو دستي یې دا پرېکړه وکړه چي زه به ضرور د شاهزادګۍ سره مرسته کوم. شاهزاده احمد په دې پوهېدی چي پلار مي هیڅ کله اجازه نه راکوي چي زه د لوېشتکي پاچا سره مقابله وکړم. وروسته شاهزاده احمد دا پرېکړه وکړه چي زه باید پلار په پټه شاهزادګۍ سره مرسته وکړم اول یې د وزیر سره صلاح وکړه چي په دې هکله زه باید څه وکړم.

وزیر په ټوله معامله خبر وو شاهزاده ته یې ویل شاهزادګۍ لوېشتکي تښتولې ده هغه ډېر ظالم جادوګر دی شاهزاګۍ یې ځکه تښتولې ده چي واده ورسره وکړي وروسته وزیر شاهزاده ته د لوېشتکي جاودګر د باچهي پته په لاس ورکړه. شاهزاده احمد پته د ځانه سره ولیکله د سفر توښه یې د ځانه سره واخیست د پلار په پټه پر آس سپور سو په سفر روان سو. د لوېشتکي باچهي ډېره ليري وه شاهزاده احمد په ورځو ورځو مزل وکی یوه ورځ په ځنګله کي روان وو د غرمې خواته وږی سو د آسه څخه راکښته سو هغه یې په یوه درخته پوري وتړى خپله تر درخته لاندي کښېنستی د ډوډۍ په خوړلو یې پیل وکړی. په دې وخت کي یوې هوسۍ راځغستل تر شا ځنګلي غويی پسي را ایله سوی وو هوسۍ راغله د شاهزاده احمد په پښو کي غوځاره سوه شاهزاده احمد ژر توره د پوښه راوکښله د غويي په مخ کي ودرېدی. غويي شاهزاده ته خورا بد بد وکتل وروسته یې حمله پر وکړه لېکن تر دې دمخه چي غويی یې په سر ووهي شاهزاده د خپله ځایه ایسته سو لږ ليري ودرېدی ټک سو غویى په درخته کي و موښتی د ډېره زوره یې دواړه ښکرونه مات سوه. شاهزاده احمد د شا د خوا پر غويي حمله وکړه توره تر نیمايي پوري د غويي په ملا ننوتله د وینو شور سو غويى سخت ټپي سو.

غويی نور هم په غضب سو پر شاهزاده یې بله حمله وکړه د توري لاستی د شاهزاده د لاسه څخه ولوېدی توره د غويي په ملا کي ښخه پاته سوه په دې وخت کي غويي پر شاهزاده احمد بله حمله وکړه شاهزاده څو ګامه ليري ومښتى پر سترګو یې توره شپه سوه سر یې پر له وګرځېدی درب سو غوځار سو پر ملا ومښتی. غويي یوه پښه د شاهزاده احمد پر ځیګر کښېښووله زور يې پر وکړی کړپ سو د شاهزاده د ځيګر هډوکي او پښتۍ ماتي سوې. د شاهزاده د تکلیف په حال کي نور څه په وس نه وه پوره په ډېر تکلیف یې د جېبه څخه چاقو راوکښی خلاص یې کړی د غويي په خوله یې چخ کړی خوله یې ورڅيري کړه. د غويي خوله تر غوږو پوري څيري سوه تر پزه او خوله یې هم ډېره وینه ولاړه یو ګړی لا ژوندی وو آخر مړ سو. نور نو شاهزاده هم هوښ دلاسه ورکړی بې هوښه سو. د بې هوښۍ په وخت کي شاهزاده احمد یو خوب ولیدی په خوب کي یې هغه هوسۍ ولیده کمه چي ده د غويي د وژلو څخه بچ کړه. هوسۍ د انسانانو په ژبه ورته ویل شاهزاده ځوانه تا زما سره څونه ښه وکړه زه خو یې وژلې وم ستا ښه به زه هیڅ کله هېر نه کړم ته به حیرانېږې چي دا خو هوسۍ ده د انسانانو په رقم څنګه خبري کولای سي نو شاهزاده زه باید دا درته ووایم چي زه هوسۍ نه یم په حقیقت کي د شاپېریانو د ملکې لور یم زما نوم سپینه شاپېرۍ دى، یوه ډېره لویه جادوګره ده د ټولو شاپېریانو دښمنه ده یوه ورځ زه پرستان څخه په سیل را وتلې وم پر دې ظالمي پېښه سولم دستي یې جادو راباندي ووایه زه یې د هوسۍ په بڼه کړم او دلته یې په ځنګله کي پرېښوولم.

وروسته شاپېرۍ ویل شاهزاده زه د هغې ورځي راهیسي د هوسۍ په بڼه یم دلته په دې ځنګله کي د درندګانو او نورو ځنګلي حیوانانو څخه پټه پټه ګرځم اوس نو دا دی ته خدای راباندي پېښ کړې. وروسته شاپېرۍ ویل شاهزاده زه یوه هنداره لرم دې ته د جادو هنداره ویل کيږي دغه هنداره چي د هر چا مخ ته ونیسې هغه ځای پر ځای اور اخلي سوځي دغه هنداره په ځنګله کي یو وخت د يوې جادوګري څخه د رود پر غاړه پاته سوې وه ما دستي ځني راواخیستله شاپېرۍ ویل دغه هنداره زه تا ته درکوم ځکه چي زما د ښې نه ده لېکن ما ته یوه فایده را رسولای سي هغه دا چي دغه هنداره زما مخ ته ونیسې زه به په هغه ګړي بیرته د شاپېرۍ په بڼه سم. وروسته هوسۍ شاهزاده احمد ته یوه کوچنۍ هنداره ورکړه. شاهزاده هنداره ځني واخیستله دستي یې د تجربې لپاره د هوسۍ مخ ته ونیوله یو دم هوسۍ د یوې ښایستې نجلۍ په بڼه سوه شاهزاده چي ورته وکتل ښکلا ته یې حیرانۍ واخیستى د شاپېرۍ مخ داسي ځلېدی لکه د څورلسمي سپوږمۍ شاهزاده د خوبه را ویښ سو مخامخ یې وکتل یوه ښایسته شاپېرۍ یې مخ ته ولاړه ده تک سپین وزرونه یې درلودل.

 شاپېرۍ شاهزاده احمد ته ویل ځوانه خدای دي د نېکۍ عیوضونه درکړي زه به ستا ښه هیڅ کله هېر نه کړم اوس امر کوه څه خدمت دي وکړم. شاهزاده ورته ویل ما ستا سره د خدای په لحاظ مرسته کړې ده خیر اوس که ته کولای سې چي یو آس را پیدا کړې خورا ليري ځای ته مي نیت دی. شاپېرۍ ورته ویل په غبرګو لېمو بس لاسونه یې پورته کړه یو ګړی بعد یو ښایسته د لرګي آس د شاهزاده په مخ کی ولاړ وو شاپیرۍ شاهزاده ته ویل دغه د لرګي آس ستا په خدمت کي دی هر ځای ته چي دي زړه وي بیايي دي.

 شاهزاده له شاپېرۍ یو جهان مننه وکړه وروسته د لرګي پر آس سپور سو امر یې ورته وکړی چي ما د لوېشتکیانو ښار ته بوزه. آس په هوا سو په یوه ګړي کي یې د لوېشتکیانو په ښار کي کښته کړی. شاهزاده د آسه څخه کښته سو د لوېشتکي پاچا د ماڼۍ پر خوا روان سو پر لاري یوه لوېشتکۍ ناسته وه ژړل یې. دا لوېشتکۍ د ظالم لوېشتکي پاچا ماینه وه. شاهزاده پوښتنه ځني وکړه چي ولي ژاړې؟ دې ټوله کیسه ورته وکړه شاهزاده تسلي ورکړه ورته ویل ته بې غمه اوسه. شاهزاده لوېشتکۍ د ځان سره ملګرې کړه ویل راځه چي ماڼۍ ته ولاړ سو دواړه ماڼۍ ته ورغله د ماڼۍ په دروازه کی چوکیدارانو راوګرځول لوېشتکۍ یو څه خبري ورته وکړې چوکیدارانو دروازه ورته خلاصه کړه.

 تر ډېرو خونو تېر سوه آخر د لوېشتکي پاچا خوني ته ورسېدل که ګوري لوېشکى په کټ کي پروت دی شاهزاده هنداره را وکښله د لوېشتکي مخ ته یې ونیوله. سړپ سو پر لوېشتکي د اور لمبې راوګرځېدلې په یوه ګړي کي مکوټ سو. کله چي لوېشتکی ایره سوه نو شاهزاده احمد ډېر خوشاله سو د لوېشتکۍ په لارښوونه د شاهزادګۍ خوني ته ورغی شاهزادګۍ په خونه کي په پولادي زندان کي بنده وه راخلاصه یې کړه وروسته یې په تفصیل سره ټوله کیسه ورته وکړه. شاهزاده خوشاله سوه بیا یې لوېشتکي باچا وزیر راوغوښتى د باچهي پر تخت یې کښېنوی وروسته یې لوېشتکۍ د هغه په نکاح ورکړه. شاهزاده او شاهزادګۍ د لرګي پر آس سره سپاره سوه د خپل وطن پر خوا روان سوه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب