چهارشنبه, مې 8, 2024
Homeخبرونهیوه افغان ډاکټر د جرمني معتبره طبي جایزه وګټله

یوه افغان ډاکټر د جرمني معتبره طبي جایزه وګټله

تاند (شنبه، د ثور ۸ مه) د بسم الله شیوامل په نوم یوه افغان ډاکټر په جرمني کې د لیوناردو شوایبرر په نوم مهمه طبي جایزه ګټلې ده.

د جرمني رسنیو ویلي، چې دغه جایزه ښاغلي شیوامل ته د علمي او څېړنیزو خدمتونو په درناوي یې ورکړل شوې ده.

یاده جایزه د جرمني د جراحانو د ټولنې لخوا هر کال وېشل کیږي.

دغه افغان ډاکټر ویلي، چې دا جایزه افغان ډاکټرانو او په خاص ډول جراحانو ته ډالۍ کوي.

افغان ډاکټران په خاص ډول په جراحۍ برخه کې وخت په وخت ستایل کیږي.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو له بیا واک ته رسېدو سره په افغانستان کې د نورو برخو تر څنګ روغتیایي برخه هم متضرره شوې او ویل کیږي، چې یوه د پام وړ برخه افغان ډاکټران د ناسازو شرایطو له امله هېواد پرېښودو ته اړ شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب