پنجشنبه, مې 9, 2024
Homeخبرونهپه افغانستان کې د ترهګرو ډلو د موجودیت په اړه د روسیې...

په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د موجودیت په اړه د روسیې ادعا او اندېښنه

تاند (شنبه، د ثور ۸ مه) د روسیې دفاع وزیر سیرګي شویګو ادعا او اندېښنه لري، چې ګواکې په افغانستان کې لا هم ترهګرې ډلې موجودې دي او د سیمې ثبات ګواښي.

شویګو پرون د اپریل په ۲۶مه په قزاقستان کې د شانګهای د همکارۍ د سازمان د بهرنیوچارو د وزیرانو په غونډه کې د وینا پرمهال په دې اړه خبرې وکړې.

که څه هم د روسیې دفاع وزیر د دې ډلو نومونه یاد نه کړل خو په افغانستان کې د څو وروستیو حملو پړه د داعش ډلې خراسان څانګې منلې ده.

تېره اوونۍ پاکستان ته د ایران د ولسمشر ابراهیم رییسي د سفر پر مهال، د دواړو هېوادونو په ګډه اعلامیه کې هم اندېښنه ښودل شوې وه چې ګواکې افغانستان کې ترهګرې ډلې فعال حضور لري.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر ملا امیرخان متقي بیا د کوم ځانګړي هېواد له نوم اخیستو پرته وویل، چې د افغانستان درې ګاونډیان د داعش ډله پالي.

د طالبانو ځینو پلویانو او مطبوعاتي ادرسونو بیا پاکستان، ایران او تاجکستان هغه هېوادونه ګڼلي چې طالبان یې د داعش ډلې سیمه ییزې سرچینې بولي.

تېره اوونۍ، د طالبانو د رئیس الوزرا د سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر دفتر ادعا وکړه چې د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف له ښاغلي کبیر سره په لیدنه کې ویلي، چې روسیه طالبانو ته په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د څوکۍ سپارلو غوښتنه لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب