پنجشنبه, مې 9, 2024
Home+د افلاطون د قبر او مرییتوب په اړه نوی کشف

د افلاطون د قبر او مرییتوب په اړه نوی کشف

تاند- د یوه لرغوني پاپیروس (کاغذ) طومار پاته شوني، چې په هرکولانیوم ښار کې کشف شوي، لرغونپوهانو ته د افلاطون په اړه مهم معلومات په لاس ورکړي دي.

د دغه طومار، چې په کاربون بدل شوی، په پاته ټوټو کې د افلاطون د قبر او د هغه د مرییتوب د څرنګوالي په اړه کره معلومات شته.

هرکولانیوم ښار د ایټالیا د جنوب پمپۍ لرغوني ښار ته نژدې دی. دا ښار په ۷۹ م کال کې د وزوویس غره د آتش فشان له فورانه وروسته ت رایرو لاندې شو. د دغه ښار له کشف کېدو وروسته هلته د پاپیروس ستر کتابتون وموندل شو. دا ښار او کتابتون زرګونه کاله تر ایرو لاندې و.

تر ایرو لاندې د پاپیروس ډېر طومارونه موندل شوي چې اکثره په ښه حالت کې دي، یوازې یو څه تور شوي خو عملاً د لوستو وړ دي. د پاپیروس په موندل شویو ټوټو کې د افلاطون د ژوند او مړینې په اړه معلومات ترلاسه شوي دي.

په دې پاپیروس کې د اپیکوریست فیلسوف او شاعر فیلوداموس ګادارا د اکاډیمۍ د تاریخ یوه برخه هم شته.

فیلوداموس ګادارا له (شاوخوا) ۱۱۰ تر ۴۰ میلادمخکې کلونو کې یو اپیکوري فیلسوف و. دی یوه موده په هرکولانیوم ښار کې اوسیده.

د پاپیروس په هغه برخه کې چې د افلاطون د ژوند په اړه معلومات لیکل شوي، لرغونپوهان وتوانېدل د ټکنالوژۍ په مرسته تر ۱۰۰۰ زیاتې کلمې تشخیص کړي چې د ټول متن په سلو کې ۳۰ کېږي.

دوی وايي، دا معلومات د افلاطون او د بیلابیلو فیلسفوانو د مکتیونو په اړه نوي حقایق دي.

په دې معلوماتو کې دا هم څرګنده شوې چې افلاطون احتمالاً تر میلاد ۴۰۴ کاله مخکې د سپارتانو له حملې وروسته یا تر میلاد ۳۹۹ کاله وړاندې د سقراط له مړینې وروسته په اګینا ټاپو کې د مريي په توګه پلورل شوی و.

دې نوي کشف د افلاطون په اړه مخکیني باورونه چې ویل کېدل د افلاطون مرییتوب له ۳۸۷ میلادمخکې څخه په سیسلي ټاپو کې پیل شو، ناسم ثابتوي.

افلاطون تر میلاد ۳۴۸ کاله مخکې په اتن کې مړ شو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب