پنجشنبه, مې 9, 2024
Homeخبرونهد امریکا د بهرنیو چارو مرستیال وزیر پاکستان او قطر ته په...

د امریکا د بهرنیو چارو مرستیال وزیر پاکستان او قطر ته په سفر ځي

تاند (شنبه، د ثور ۸ مه) ټاکل شوې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت موقت مرستیال وزیر جان بس روانه اوونۍ قطر او پاکستان ته په سفر کې د افغانستان په اړه له بېلابېلو چارواکو سره خبرې وکړي.

د دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې راغلي، ښاغلی بس به د اپریل له ۲۶مې تر ۳۰مې د قطر او پاکستان په سفر وي.
خبرپاڼه کې زیاته شوې، مرستیال وزیر به د قطر په پلازمېنه دوحه کې د دې هېواد له لوړپوړو چارواکو او د نورو هېوادونو له ډیپلوماټیکو ماموریتونو سره د افغانستان د ملاتړ او په سیمه کې د ګډو امنیتي ګټو په اړه خبرې وکړي.
په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر بیا وايي، تر اوسه دوی سره د جان بس د لیدنې کتنې او خبرو په اړه کوم څه نه دي شریک شوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې دا هم راغلي، چې دغه امریکایي چارواکی به د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې له لوړپوړو پاکستاني چارواکو سره«د امریکا او پاکستان د ملګرتیا د یوې برخې په توګه په یو لړ سیمه ییزو او دوه اړخیزو مسایلو هم خبرې وکړي.»
د راپورونو په اساس، جان بس مخکې په کابل کې د امریکا سفیر هم پاتې شوی.
دا په داسې حال کې ده، چې ځینې نا تایید شوي راپورونه په نږدې راتلونکي کې قطر ته د طالبانو د استخباراتو د یوه پلاوي او هلته امریکایي لوري سره د مذاکراتو خبر ورکوي.
طالبانو په دې اړه هم خبرونه رد یا تایید کړي نه دي.

1 COMMENT

  1. دا د ابلیس اولاد خو چې ځي بې له شره او وژلو بل پلان نلري. بیا به کومه د افغانانو د وژلو او افغانستان ورانولو نوې طرحه د ځان سره وړي او بې دینه، منافق او د فرعون اولاد پنجابیان به یې تدبیقوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب