پنجشنبه, مې 9, 2024
Homeخبرونهد ثور د ۷ مې او ۸ مې بدلونونو د کلیزو په...

د ثور د ۷ مې او ۸ مې بدلونونو د کلیزو په اړه د کابل رژیم دریځ

تاند (شنبه، د ثور ۸ مه) په کابل کې د طالبانو واکمن رژیم د ثور د اوومې یانې د داوود خان پر جمهوري نظام د کمونیست پلوي خلق دیموکراتیک ګوند د کودتا او د ثور د اتمې، یانې د ډاکټر نجیب الله د حکومت له سقوط وروسته واک ته د جهادي ډلو د رسېدو کلیزې ته غبرګون ښودلی.

د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې دوی د کمونیستانو کودتا غندي او د مجاهدینو د بریالیتوب کلیزه نمانځي.

هغه زیاتوي: د افغانستان اسلامي امارت د ثور د ۷ مې نیټې کمونیستي کودتا او توره ورځ غندي او ورپسې د ثور د ۸مې تاریخ لمانځي او د هېواد د آزادۍ ورځ يې بولي.

طالب ویاند ادعا کړې، چې اوس دوی د ده په وینا« اسلامي نظام» حاکم کړی او هڅه کوي چې د ټولو جهاد پالو ډلو ارمانونه پوره کړي.

د طالبانو منتقدان بیا وایي، چې د دوی د تحریک د رامنځته کېدو اصلی دلیل ظاهراً د پخوانیو جهادي ډلو لخوا په هېواد کې پراخه ګډوډي وه.

طالبانو له دوی مخکې د مجاهدینو د واکمنۍ دوره » د شر و فساد» دوره ګڼله او مخالفت یې ورسره کړی.

د یادې واکمنۍ یوه لویه برخه مهم لوري د طالبانو د لومړي رژیم په نسکورولو کې ښکېل وو، چې اوس د دوی له بیا واکمنیدو وروسته بهرنیو هېوادونو ته تللي او د طالبانو د نسکورولو خبرې کوي.

پښتون ملتپال سیاستوال افراسیاب خټک بیا باور لري، چې د جهاد په نوم نږدې ټولې افغاني ډلې پاکستان د خپلو نیابتي موخو لپاره رامنځته کړې دي.

د هغه په وینا، دا عجیبه ده چې پاکستان په افغانستان کې د اسلامي نظام په نوم د هرې هڅې تر شا دی، په داسې حال کې چې خپله ځانته داسې نظام نه غواړي.

4 COMMENTS

  1. عجیبه ده چی ۷ دثور توره ورځ او ۸ د ثور د جهار بریالیتوب بلل کیږی نو دا شل کاله وړاندی ددی جهادیانو پر وړاندی وسله واله مبارزه د څه لپاره وه او ولی یې د جهادی ډلو د بریا پر ورځ عمومی رخصتی ورنکړه که تنها په مجازی نړۍ کی د هغوی خوشالوم دی ؟؟

  2. ذبیح الله منافق د دې لپاره د اتم د ثور پلوی دی ، چې د نورو اشرارو په څېر هغه هم په پنجاب او د هغوي په اشغالي سیمو کې زېږېدلی ، لوی شوی او د هغوی په آخور کې یې واښه خوړلي دي .
    هغه به د مسعود او ګلبدین په څېر د نصرالله بابر ، جنرال حمیدګل ، جنرال اختر او یا حمید فیض له وفادارو شاګردانو څخه وي .
    جنګ افغانستان = دفاع پاکستان شعار به لا د مجاهدینو نه وي هېر شوی.
    مونږ نه شرق غواړو ، نه غرب غواړو . مونږ په افغانستان اسلامي جمهوریت غواړو.

  3. د ثور اتمه سي ته طالبه خبیثه لمانځې نو د ټولو جنتریو له حسابه د اورته وغیم. خامخا به یې لمانځۍ ځکه تاسي د هغو مردارو سویو اشرار حرامي د شمشتو په کمپ کې زیږیدلي چیچیان یاست.

  4. د ثور د اوومي او آتمي اړوند وردګي لنډۍ. نه عايشه ښه وه نه ګله، د دوى د وخوري يو له بله.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب