جمعه, مې 10, 2024
Home+د ازادو بلوڅانو په نښه کول/ د پاکستان او ایران تر منځ...

د ازادو بلوڅانو په نښه کول/ د پاکستان او ایران تر منځ ګډ تړون

ذبیح الله خورشیدی

اسلام اباد د درې ورځو لپاره د ایران د ولسمشر ابراهیم رئیسي کوربه و. پاکستان ته د ایران د ولسمشر د سفر هدف د دواړو هیوادونو د دوه اړخیزو اړیکو پراختیا او د هغو مشکلاتو د حل لپاره دی چې د تهران او اسلام آباد په اړیکو کښې د پوځی مداخلې سبب شوی دی.

پاکستان په داسې حال کې د ایران د هوايي برید ځواب ورکړی وه، چې سیاسي او اقتصادي وضعیت یې له کړکېچ سره مخ وه. خو وروسته پاکستان په دې پوه شو چې په اوسنیو حالاتو کې باید په سیمه کې له خپلو ګاونډیانو سره په جګړه کې ښکېل نه شي.

ټي ټي پي او بلوڅ غورځنګ هغه ګواښونه دي، چې په پاکستان کې يې وېره رامنځته کړې او فعاليتونو يې له ګاونډيانو سره د دغه هېواد اړيکې بې باوره کړې دي.

دغه هېواد غواړي له خپلو ګاونډیانو سره تر جګړې مخکې دغه ګواښ راکم کړي.

پاکستان له هند، افغانستان او ایران سره ښې اړیکې نه لري ځکه دغه هېواد په خپله خاوره کې ترهګرې ډلې ساتي چې په سیمه کې د دغو هېوادونو د پرمختګ مخه نیسي. له افغانستان سره له جګړې او کړکېچ وروسته بله مهمه قضیه له ایران سره ده.
د ایران او پاکستان پر پوله وخت په وخت شخړې رامنځ ته کېږي، خو سږ کال د دواړو هېوادونو ترمنځ هوايي بمبارۍ یوه بې سابقه شخړه وه.

د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي اسلام اباد ته د خپل سفر مهم هدف دا ښودلی  وو،چې له پاکستان سره مخامخ خبرې وکړي چې په خپله خاوره کې د ترهګرۍ مخه ونیسي او له پاکستان سره همکارۍ ته چمتو دي.

په تازه راپورونو کې ویل شوي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ترهګرۍ پر وړاندې پر ګډې مبارزې هوکړه شوې ده. خو تر اوسه د دې هوکړې جزیات نه دي ورکړل شوي، نو ګومان کېږي چې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې به د دواړو هېوادونو ترمنځ استخباراتي همکاري وي. اسلام اباد او تهران په مستقیمه جګړه کې له ښکېلېدو ځان ساتي، خو  یو او بل سره به  استخباراتي معلومات شریکوي.

د دوی تر منځ ګډه همکاري د بېلتون غوښتونکو بلوڅو پر ضد ده چې پاکستان او ایران دواړه د خپلواکو بلوڅانو له راپورته کیدو ویره لري.

په دې وروستیو کې د ایران او پاکستان له خوا د یو بل په خاوره کې د ترسره شویو بریدونو هدف ازاد بلوچان وو، چې له پرله پسې تاوتریخوالي سره مخ دي.

داسې ښکاري چې اوسنی تړون به د همدې باور پر بنسټ وي. د دې ترڅنګ په سیمه کې بل لوی ګواښ د داعش وسله واله ډله ده چې په ایران او پاکستان کې یې د ځینو بریدونو مسوولیت منلی دی.

ایران پر پاکستان ځکه شک لري چې د جیش العدل په څېر وسله والې ډلې شته چې کله ناکله په ایران کې د بریدونو مسوولیت په غاړه اخلي.

خو نن ورځ پاکستان د خپلې خاورې د امنیت په ساتلو کې پاتې راغلی او په سیمه کې د تاوتریخوالي پړه پر افغانستان اچوي چې پخپله د ترهګرۍ قرباني ده.

دواړه هېوادونه غواړي  په سیمه کې داسې ګډې همکارۍ رامنځته کړي چې نه بېلتون غوښتونکې جریانونه د دوی لپاره ګواښ شي او نه هم سیمه ییز او نړیوال استخبارات له دوی څخه ناوړه استفاده وکړاى شي چې د تهران او اسلام اباد لپاره تاوان واړوي.

بلوڅان د ایران په سیستان کې له سخت اقتصادي بحران سره مخ دي او د ایران حکومت له پامه غورځولي دي. پاکستان هم بلوڅ بېلتون غوښتونکي وژني او په زندانونو کې یې شکنجه کوي. د پاکستان بلوڅان د خپلې مبارزې لپاره پر پاکستاني پوځيانو د ځينو بريدونو مسووليت پر غاړه اخلي، خو په ايران کې بلوڅان تر اوسه د ايراني ځواکونو په نښه کولو له داسې ګواښ سره نه دي مخامخ شوي، خو ښايي په راتلونکي کې يو ګواښ شي چې ايران يې جدي اندېښمن کړى.

پاکستان او ایران تر دې وړاندې هم پر داسې یوې هوکړې کار پیل کړی و، چې اوس د ابراهیم رييسي په ورتګ سره دا موافقه نهايي شوه.

د ۲۰۲۳ کال په جولای میاشت کې د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر تهران ته تللی و او هلته یې له ترهګرۍ سره پر ګډې مبارزې خبرې کړې وې.

په دې مبارزه کې دفاعي او امنیتي همکاري شامله وه, چې د دواړو هیوادونو ترمنځ پولو ته امنیت راولي.
د ترهگرۍ پر ضد په دغه دوه اړخیزه تړون کې چې ایران او پاکستان پرې موافقه کړې، هڅه کوي چې د بلوڅ بېلتون غوښتونکو د ښو اړیکو مخه ونیسي.

1 COMMENT

  1. د دوو اسلامی ملکونو مشران توافق کوی چي بلوڅان به ځپی او ظلم ته به دوام او پراختیا ورکوی ؛ چي دا کاملا ظالمانه او غیر انسانی فیصله ده .
    بلوڅانو ته باید حقوق یی ورکړ شی ،ظلم باید متوقف او عدالت قایم شی ورنه آیت الله او میا دواړه ظالمان دی ؛ د حل لاره حقوق ورکول دی ،نه نور ظلم او توافقات.
    دا ده د ایران بزرګ او پاکستان اتومی د کبارو فیصله ؟؟؟؟؟
    حال دا چي الله ج فرمایی : اعدلوا هو اقرب للتقوی
    پهپاد او هستوی وسلی باید د امت د ساتنی او عزت لپاره وکارول شی ، نه د امت د تباهی او ظلم لپاره.
    د دواړو مشرانو توافق او فیصله د بماانزل الله خلاف او اطاعت یی جایز ندی .
    هل هذا هوالاسلام ؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب