لیکوال: H. G. Wells
ما دغه کیسه ځکه ولیکله چې نور خلک هم دغه وژونکې تېروتنه ونه کړي، لکه ما. زما خپل وضعیت، چې ما ته معلوم دی نو له تمې وتلې دی. زما نوم دی ایډوارډ جورج ایډن.
درې کلن وم چې مور مې مړه شوه او په پنځه کلنۍ کې مې پلار ومړ. بیا خپل تره جورج ایډن په زویولۍ ونیوم. د هغه په برکت مې د لنډن کالج پوهنتون کې طب ولوست.
یو جوړ بوټان مې د جوړولو لپاره وړل چې هغه په ونه ټیټ بوډا سړی مې په لومړي ځل ولید. هغه زما د کور د وره مخې ته ولاړ و او سترګې یې زما د کور په نمبر پورې ښخې کړې وې. څنګه چې ما ور پرانیست، ویې ویل: بېخي په سم وخت کې راغلې. ما نه دې د کور نمبر هېر شوی و. څنګه یې ښاغلی ایډن؟
حیران شوم چې دی مې څنګه پېژني ځکه چې هغه مې په ټول ژوند کې چېرې نه و لیدلی.
بیا یې وویل: چېرته بنډار سره نه کوو؟
ځنډ وروسته مې وویل: ولله څه ووایم.
ویې ویل: ته به وایې چې دا به نو څوک وي. یو ملګری، دغه ډاډ درکولی شم. ښاغلی ایډن، د غرمې ډوډۍ را سره خورې؟
زه هاغه مهال ډېر ځوان وم، بې تجربې او خوشباوره وم. ځکه خو بې له فکره مې د هغه مېلمستیا قبوله کړه.
د ډوډۍ پر مهال مې په ځیر ور وکتل. مخ یې ګونځې ګونځې و، شونډې یې پر مصنوعي غاښونو ځړېدې. ویښتان یې نري او د ایرو په رنګ وو او شا یې کړوپه.
ما چې ور کتل، پام مې شو چې دی هم را ګوري. او دغه شېبه یې وویل: اصلي خبره به در ته وکړم چې کیسه څه ده. زه زوړ سړی یم، ډېر زوړ. د قسمت کارونه دي، څه ثروت او شته یې راکړي دي. خو اولاد نه لرم چې دغه میراث یوسي.
نېغ یې را وکتل، ویې ویل: له ځانه سره مې غوټه کړې چې یو ځوان سړی به پيدا کوم چې په بدني او په روحي لحاظ رک روغ وي چې زه یې خپل وارث کړم او هر څه چې لرم، هغه ته یې ورکړم.
خپله خبره یې غبرګه کړه: هر څه چې لرم، هغه ته به یې ورکړم.
ځان مې په ټګۍ وواهه، په موسکا مې وویل: ښه، ښه، نو له ما غواړئ چې داسې کس در ته پیدا کړم؟
هغه موسکی شو او را ویې کتل، لکه زما په دې لباسي خاکسارۍ چې پوه شوی وي.
ویې ویل: خو شرط به لري. زما وارث به مثلاً زما نوم ور خپلوي. خبره دا ده چې چا ته خو هسې څه نه ورکول کېږي، څه به اخلې، څه به ورکوې.
پوښتنه مې وکړه: زه سم پوهېدلی یم؟ زه؟
سم له واره یې وویل: هو، ته.
خو ولې زه؟
ده تصادفاً زما د استاد له خولې اورېدلي وو چې زه روغ او هوښیار ځوان یم.
هغه خپل شته باید داسې چا ته ور پرې ایښي وای چې روغ جوړ وي. خو ده غوښتل چې ما دې هغه مشهور ډاکټر هنډرسن خامخا معاینه کړي. بیا به دی وروستۍ پرېکړه کوي. دا د جمعې ورځ وه چې هغه دا خبره غوټه کړه.
د شپې نه بجې وې چې هغه زما د کور زنګ وکړنګاوه. ویې ویل: ښاغلی ایډن! د معاینې نتیجو ته خوشحاله یم. نن به خامخا له ما سره ډوډۍ ته ځې چې سره ویې لمانځو، ته به زما وارث کېږې.
ښه مې یادېږي چې د شپې ډوډۍ مو څومره پرېمانه وه، د رستوران پر مېز باندې رنګ رنګ خوراکونه ایښي وو. هلته هغه بوډا را ته خپل نوم واخیست: ایکبرټ ایلویشم، لوی فیلوسوف. هغه چې ان د مکتب له وختونو یې له نامه سره آشنا وم.
ما چې خوراک څښاک کول، ده به یو رقم را ته کتل چې ته وا رخه یې را سره کېږي. ویې ویل: ته رښتیا په دې پوهېږې چې سړی له ژونده څرنګه خوند اخلي.
بیا یې اسویلی وکیښ او پسې ویې ویل: خو دا به ډېر نه پايي.
ومې ویل: اوه، دغسې ده. زما راتلونکی به ډېر ښه او هیله بخښوونکی وي او دا هر څه ستاسو د سخاوت او لوریېنې برکت دی. زه به سر له اوسه دغه ویاړ او دغه بخت لرم چې ستاسو نوم را خپل کړم.
بیا مې وویل: تاسې زما د راتلونکي په بدل کې داسې ماضي لرئ چې زما د ټول راتلونکي بدله به وي.
- ستا راتلونکی؟ رښیتا یې راسره بدلوې؟ ته رښتیا زما د تېر عمر کلونه په خپله خوښه در خپلوې؟
- له هغو ټولو خدمتونو او کارونو سره چې تاسو ترسره کړي دي؟ بالکل یې غواړم.
هغه وخندل. ګارسون ته یې کړه: دوه ګېلاسه د لمانځلو لپاره.
له جېب نه یې یو وړوکی پاکټ را وایست. په منځ کې یې ګلابي رنګه پوډر و.
ویې ویل: ښه نو، اټکل وکړه چې دا پوډر به څه شی وي. دا چې له شرابو سره ګډ کړې نو بیا عجیب اثر کوي.
په مرموز ډول یې را وکتل او پوډر یې په دواړو ګېلاسونو کې ووېشه. بیا ودرېد او لاس یې زما خوا ته را وغځاوه.
ما هم دغسې وکړل.
لاسونه مو سره ورکړل.
هغه ګېلاس خولې ته ور پورته کړ او ویې ویل: د راتلونکي میراث په سلامتۍ!
په بېړه مې وویل: نه، نه. د اوږده عمر په هیله!
په ناڅاپي خندا سره یې زما خبره غبرګه کړه: د اوږده عمر په هیله!
او جامونه مو په سر واړول.
هغه دا ټوله موده ما ته کتل.
څنګه چې هغه شی مې وڅښه، ناڅاپه یو عجیب شدید احساس را ته پیدا شو. ته وا کوم شی مې په سر کې ګرځي. داسې ښکارېده چې دا حالت به ډېر وپايي. تېرې هېرې خاطرې را په زړه کېدې او بېرته ورکېدې.
ویې ویل: نو!
سره له دې چې د شرابو خوند ته مې بېخي پام نه و کړی خو ومې ویل: عالي دي!
ساعت ته یې وکتل. ویې ویل: اوه! اوه باندې یوولس بجې دي. زه باید سم له لاسه ولاړ شم.
بل یې ور وغوښت او خدای پاماني مو سره وکړه.
په تلو کې یې را ته وویل: دغه شی مې باید نه وای درکړی. سهار به سخت سرخوږی ولرې.
بیا یې د یوه پوډر وړوکی پاکټ راکړ. ویې ویل: تر څملاستو مخکې، دا له اوبو سره وخوره. خو ګوره، کله چې څملې. دا به دې ذهن بېرته در تازه کړي.
سر راباندې ګرځېده او زه کور ته ولاړم.
کوڅې ته چې ورننوتم، پته را ته ولګېده چې د کور نمبر مې هېر کړی دی. په سختۍ سره مې ایله 11A را په زړه شو او داسې را ته وایسېده چې دا به داسې چا را ته ویلي وي چې ډېر پخوا را نه هېر شوی دی. هڅه مې وکړه چې د شپې ډوډۍ په مهال چې څه تېر شوي وو، هغه را یاد کړم، ګوندې سر مې په کیسه خلاص شي. خو چې هر څه مې وکړل، د کوربه څېره مې رایاده نه شوه. سترګو ته مې د هغه داسې تت غوندې تصویر درېده.
خو د هغه پر ځای مې په خپلو دروني سترګو ځان ولید. ځان مې داسې ولید چې یوه مېز ته ناست یم. رنګ مې سور اوښتی، هیجان اخیستی یم او ډېر غږېږم.
ځان سره مې وویل: دغه بل پوډر باید وخورم ګنې هر څه لا پسې عجیب و غریب کېږي.
په لومړي نظر خپله کوټه را ته ډېره نا بلده ښکاره شوه. پر کټ کېناسم او د موزو په را ایستلو مې پیل وکړ. بیا مې پوډر به یو ګېلاس اوبو کې حل کړ. ګېلاس مې په سر واړاوه.
له دې سره به خوب وړی وم. د شپې ناڅاپه راویښ شوم. په خوله کې مې یو عجیب خوند و. ټوک ټوک وم او په ټوله څرمن کې مې یو نه خوښېدونکی حس درلود. داسې را و برېښېده لکه په پردۍ کوټه کې چې یم. داسې یو تت غوندې شی مې احساس کړ چې و یې ډار کړم.
را پاڅېدم او سوکه سوکه په دې تت شي پسې ولاړم. کړکۍ وه. څه مې چې ولید، بیخي راته پردی و ایسېد. وروسته داسې څه وشول چې ظاهراً عادي برېښېده خو داسې ټکان یې راکړ چې لا اوس هم چې ورته فکر کوم، غوني مې ځیږېږي.
په لوړ غږ مې وویل: دلته څه کوم؟
او غږ مې خپل نه و. پر خپل لاس مې لاس تېر کړ چې وګورم ویښ یم که هسې خوب وینم. لاس مې ګونځې ګونځې، زوړ او بې سېکه و.
په ډاروونکي غږ مې وویل: بې له شکه، بې له شکه چې دا خوب دی.
ګوته مې په خوله کې ومنډه. غاښونه مې نه وو. له وېرې ولړزېدم.
بېرته چې کټ ته ختلم، په ژړغوني غږ مې وویل: دا به خامخا خوب وي. سهار به دا خوب تللی وي او زه به بېرته د نور کله غوندې قوي او روغ رمټ را پاڅم.
خو دغه هیله مې پوره نه شوه. خدای زده چې ژوند څنګه را نه وښوېده او څنګه داسې بوډا شوم. زه غولېدلی وم، زما د ژوند بهترین شیان، زما مینه، زما ځواني، زما هیلې یې را نه لوټلي وو.
بیا لړزنده تر هېندارې پورې ولاړم او هلته مې د ایلویشم څېره ولیده: ځړېدلې غومبرې، د ایرو په رنګ ویښتان، ستومانې سترګې، رپېدونکې ګونځې ګونځې شونډې او تر لاندې یې تورې ورۍ. یو په صورت روغ بني آدم چې لا یې هیلې ارمانونه لرل، تصور نه شي کولی چې په داسې زاړه وراسته جسم کې به ایسار وي. ښايي د دې را پېښ شوي بدلانه په وجه به څه موده کرخت او بې سده شوی وم.
په دا سبا یې ذهن مې کار وکړ او وار له واره وپوهېدم چې ایلویشم څومره هوښیار او په عین حال کې څومره بد سړی و. څنګه چې زه د ده په جسم کې یم، کټ مټ همداسې دی زما په جسم کې ور ننوتلی او دغسې یې زما قوت او زما راتلونکی ور خپل کړي دي. خو په دې خبرې مطمین څنګه وم؟ ښايي ټول ژوند یو وهم و، خیال و.
هسې خو به نه وي چې زه به پخپله ایلویشم وم او دا به مې هسې په خوب کې لیدلي وي چې زه ایډن یم؟
چې رښتیا به کوم ایډن هم وي، که نه؟
خو که زه ایلویشم وم، نو دا مې هم باید په زړه وي چې چېرې وم، په هغه ښار کې چې اوسېدم، هغه څه نومېده. هېڅ شی مې نه یادېده، غیر له هغه ژونده چې زه په کې ایډن وم.
سر مې د نل تر یخو اوبو لاندې کړ. کله مې چې ځان وچاوه، بیا مې هڅه وکړه چې را یاد یې کړم خو نه کېده.
بیخي یقین مې و چې زه ایډن وم خو د ایلویشم په جسم کې پټ شوی وم.
هېڅوک به زما د دې بدلانه کیسه نه باوروي. دغه دوې ورځې وړاندې لا یو روغ ځوان وم چې ټول ژوند یې په مخ کې و. خو اوس بد غونی بوډا سړی یم، ژړاند، ناهیلی، له ټولو نه بېل شوی.
خو ایلویشم بیا زما په ځوان جسم کې خپل نوی ژوند پیلوي. هغه زما ژوند لوټلی.
دقیقاً څه را پېښ شوي وو، نه پوهېږم.
د مطالعې په خونه کې مې د حافظې د ارواپوهنې په اړه نوټونه وموندل. په غالب ګومان به خبره داسې وه چې هغه خپلې ټولې خاطرې او خپل شخصیت له خپل زاړه ماغزه نه زما ماغزو ته ور لېږدولي دي. زما خاطرې او یادونه یې بیا خپل زاړه بدن ته را جذب کړي دي.
یعنې هغه زموږ جسمونه سره بدل کړي دي. خو داسې کار نو څنګه کېدای شو. سړی څنګه څوک له خپل جسمه بېلولی شي؟ هېڅ مې سر نه خلاصېده.
وروستۍ هڅه مې وکړه. په چاړه مې د مېز مخفي روک خلاص کړ. هلته یو وړوکی بوتل و او په بوتل کې سپين پوډر. پر بوتل لیکلي وو: «خلاصون». دا به خامخا زهر و. خامخا به ایلویشم دا زما لپاره په مېز کې ایښی وي. په دې کار به هغه دا یوازینی کس چې په محکمه کې به د هغه په ضد خبرې کولی شي، له مخې پورته کوي.
دغه سړي د تلپاتې عمر مسله حل کړې ده. هغه به زما په کالبد کې ژوند وکړي، تر هغه پورې چې زوړ شي او بیا به یو نوی قرباني لټوي. خدای زده چې تر اوسه پورې به یې څو کالبدونه بدل را بدل کړي وي؟
پوډر داسې برېښېده چې په اوبو کې به حل کېږي. خوند یې بد نه و.
د ښاغلي ایلویشم د مېز له سره موندل شوې کیسه په همدې ځای کې ختمېږي.
د هغه مړ بدن د مېز او چوکۍ تر منځ پروت و.
یوازې دوه عجیب واقعیتونه پاتې شول چې درته ویې وایم. وړاندې تر دې چې ایلویشم ځان ووژني، ایډن په عجیب ډول مړ شوی و. ۲۴ ساعته وړاندې هغه یوه ټکسي لاندې کړی او هغه ځای پر ځای مړ شوی و.