جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهپاکستان وايي، د افغانستان له لارې یې منځنۍ اسیا ته د ۲.۴۱...

پاکستان وايي، د افغانستان له لارې یې منځنۍ اسیا ته د ۲.۴۱ میلیارد ډالرو صادرات کړي

تاند(یکشنبه. د تلې/میزان ۶مه) د ۲۰۲۵ مالي کال په ترڅ کې د منځنۍ آسیا له هېوادونو، افغانستان او آذربایجان سره د پاکستان دوه اړخیزه سوداګري ۲.۴۱  میلیارده ډالرو ته لوړه شوې ده، چې دا د تېر مالي کال (۱.۹۲ میلیارده ډالر) پرتله د پام وړ زیاتوالی ښيي.

د ایکسيریس تریبیون د راپور له مخې، دغو هېوادونو ته د پاکستان د صادراتو کچه ۱.۷۷ میلیارد ډالرو ته رسېدلې، په داسې حال کې چې واردات ۶۴۱ میلیون ډالره ثبت شوي دي. دا د ۲۰۲۴ مالي کال پرتله څرګند زیاتوالی دی، ځکه چې هغه مهال صادرات یوازې ۱.۳۴ میلیارده او واردات ۵۸۱ میلیون ډالر و.

افغانستان لا هم د پاکستان تر ټولو لوی سوداګریز شریک پاتې شوی، چې صادرات یې ۱.۳۹ میلیارده ډالرو ته او واردات یې ۶۱۲.۵ میلیون ډالرو ته رسېدلي دي.

قزاقستان هم د پاکستان لپاره د پام وړ شریک په توګه څرګند شوی، چې د پاکستان صادرات دې هېواد ته ۲۵۰.۸ میلیون ډالرو ته رسېدلي.

ازبکستان ته بیا د پاکستان صادرات د ۹۱.۴ میلیون ډالره او له دې هیواده واردات ۲۰.۳ میلیون ډالره وو.

نورو هېوادونو لکه قرغیزستان، تاجکستان، ترکمنستان او آذربایجان ته د پاکستان د سوداګرۍ اندازه کوچنۍ خو ثابته وه.

د منځنۍ اسیا هیوادونو ته د پاکستان راکړه ورکړه د افغانستان له لارې شوې ده. پاکستان په داسي حال کې د منځنۍ اسیا هیوادونو ته د افغانستان له لارې په خپلو صادراتو کې د زیاتوالي راپور ورکوي چې په یاده موده کې یې په ځلونو د افغانستان د صادراتو او ترانزیت مخه نیولې او افغانستان ته د ملیونونو ډالرو زیان اړولی دی.

د تاند یوټیوب چاینل سبسکرایب او ویدیوګانې لایک کړئ

1 COMMENT

  1. د افغانستان سړکونه د پنجابیانو موټرو ټول خرابه کړی او بیغمه تر منځنی آسیا پوری ځی حال دا چی د افغانانو موټر هر وخت له سبزو او میوو بار تورخم او سپین بولدک د پاکستانی خرکُسو له طرفه بند پاتې وی. پاکستان نغواړی چی افغان موټر د واګې بندر ته درست و سلامت ورسی. طالب دی بالمثل عمل وکړی کچیری واقعآ د پنجاب غلام نوی ـ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب