دوشنبه, جون 24, 2024
Home+ګلابي / لنډه کیسه / هیله پسرلی

ګلابي / لنډه کیسه / هیله پسرلی

دا پارک مې خوښ دی، دلته سمندر او ځنګل سره یوځای کېږي. پارک ته د ننوتلو له وره سره یوه کفې ده چې هر ځلې دلته راغلې یم له همدې ځایه مې کافي اخیستې ده او د پارک له سره تر پایه ګرځیدلې یم. کله کله د سمندر اوبو ته درېږم د سیګل مارغه اواز ته بد بد ګورم، کله بیا د سپینو پخته اي هیلیو ناز ته مسکېږم خو ډېر کله د خاموشه ځنګل په مینځ کې ګرځم.

په پارک کې څو نورې کفې هم شته خو زه تل همدا د سر والا ته دریږم. کفې کې تل د متوسط عمر یوه چیني نژاده ښځه وي. کېم نومېږي. نه پوهېږم چې کفې د دې ده که نه خو تل پکې دا ولاړه وي. جالبه نارویژي وايي او چې نرۍ شونډې موسکې کړي سترګې یې په ګردي مخ کې ورکې شي، جګ غاښونه یې ښکاره شي.

دا کفې “رنګونه” نومېږي، دلته د سیمې انځورګران خپلې نقاشۍ د نندارې لپاره بندوي. چې هر ځلې دلته راغلې یم پر دیوالونو د ځوړندو نقاشیو سیل ته تم شوې یم. نن چې کوم انځورونه بند دي، د  “ګلابي” په نوم لاس لیک شوي دي. چې دا ګلابي به څوک وي؟ نه پوهېږم خو ما هیڅ وخت په انځورونو کې دومره ډیر ګلابي رنګ نه و لیدلی. په یوې تابلو کې یوه ښځه ده چې په ګلابي سمندر کې ډوبیږي. په بلې تابلو کې یوه ښځه او یوه ماشومه یو بل ته مخامخ ناستې دي، تر مینځ یې ګلابي میز دی.

 د انځورونو په مانا ونه پوهېدم،  یعنې څه چې ښځه په ګلابي رنګه سمندر کې ډوبېږي؟ میز ولې ګلابي دی؟ یو احساس راته ویل که تم شم او انځورونو ته په غور وګورم په کیسه به یې پوهه شم. نن  د دې “ګلابي” نومي هنرمندې یا هنرمند د نندرتون لومړۍ ورځ ده، په کفې کې بیروبار دی. د نندارتون په لومړۍ ورځ معمولا هنرمند ځینې خلک دعوتوي، په کفې کې راټولیږي او پر انځورونو غږیږي. زه دې پارک ته د دې لپاره راځم چې له انسانانو لرې له سمندر او ځنګل سره ساه واخلم. بیروبار خوند رانکړ، له کفې ووتم د سمندر په خوا رهي شوم.

– – – –

ګلابي رنګ تل د ماشومتوب پرپرکي کمیس رایادوي. موبایل مې راواخیست، په ګوګل کې مې ولیکل: ګلابي رنګ د څه شي سیمبول وي؟ و مې لوستل چې ګلابي د ځوانۍ او مستۍ په مانا وي. هغه انځورونه چې ما لیدلي ول په یوه کې هم ځواني او مستي نه ښکارېده. انځورونو ته مې سودا شوه، په زړه کې راتېره شوه چې که ټولو ته له سره وګورم ممکن په مانا یې پوهه شم. هنر او طبیعت مې دواړه خوښ دي ځکه تل فکر کوم چې یوه لویه مانا پکې شته چې باید کشف یې کړو. بیرته د کفې په خوا وګرځیدم.

 له کېم نه مې یو بوتل اوبه وپېرلې او د کفې پر دیوالونو ځوړندې نقاشۍ مې وشمیرلې. لوی او کوچیني ټول د غوړ رنګ دیارلس انځورونه وو.

په یوه انځور کې څنګ په څنګ ولاړ انسانان دي، خپلو سیورو ته ګوري خو د ګلابي رنګ انسان سیوری نه لري.‌ په بل انځور کې یوه ښځه ده چې خاندي، شونډې یې ګلابي رنګه دي، د پزې میخکی یې ګلابي دی خو په سترګو کې یې هیڅ احساس نه لیدل کېږي، نه د غم، نه د خوشحالي.

هغه انځور ته ودرېدم چې یوه ښځه په ګلابي سمندر کې ډوبېده. ګوګل ویل ګلابي رنګ مستي ده، ځواني ده خو انځور شوې ښځه خوشحاله نه وه، غمجنه هم نه وه، داسې وه لکه یوه مړه روح چې په ګلابي سمندر کې ډوبږي. یعنې څه؟ معنا ته یې ونه رسېدم خو انځور مې خوښ شو.

«چې دا “ګلابي” به څوک وي؟  د نندارتون د پرانیستو  اوله ورځ ده  انځورګره به یې همدلته چیرته وي.»

شاوخوا ښځو ته مې وکتل. په یو کنج کې، یوه جګه ښځه، د یو انځور په هکله، یو سړي ته توضیح ورکوي. د ښځې په لاس کې د شمپاین نری ګیلاس دی. د ویښتانو رنګ یې د شمپاینو غوندې ژیړ بخونه دی او ملا یې لکه د شمپاینو د ګیلاس نرۍ. لکه چې همدا “ګلابي” ده.

په ګلابي سمندر کې د ډوبیدونکې ښځې د انځور قیمت ته مې وکتل: ۳۰۰۰ کرونه، ګرانه و خو انځور مې خوښ و. ما ویل راځه کېم وپوښتم چې قیمت یې کمېدای شي که نه، په دې بهانه به له هنرمندې سره هم خبرې وکړم.

کېم ته مې وویل: د نهمې شمیرې انځور مې خوښ شو خو ګرانه دی، د تخفیف امکان یې شته؟

      په انځورونو موږ بیه نه ږدو، یوازې یې هنرمند بدلولی شي.

      که یې هنرمند لا هم دلته وي، خبرې ورسره کولی شم.

      ولې نه، بخت دې وازمایه، انځورګر هلته له پنځم نمبر میز سره د کړکۍ څنګ ته ولاړ دی.

 پنځم نمبر میز ته مې وکتل. د یو غنم رنګي سړي د واینو ګیلاس په لاس کې و. ظاهرا  یې له کړکۍ بهر کتل.

کېم ته مې وویل: ما فکر کاوه “ګلابي”به ښځه وي.

      نه همدا له کړکۍ سره ولاړ ښاغلی دی.

په انځورونو یې نه  پوهیدم او د اخیستلو نیت مې هم چندانې جدي نه و، ولې باید ورشم او خبرې ورسره وکړم خو ورغلم.

      د کفې مسولې، کېم راته ویل چې تاسو د انځورونو هنرمند یاست.. ښاغلی.. ګلابي..

      ههه، انځورونه مې ګلابي دي، زه کبیر یم. څه مرسته کولی شم؟ 

      د نهمې شمیرې انځور زما خوښ شو. غوښتل مې د قیمت په هکله یې خبرې وکړو.

      قیمتونه زما د میرمنې، د انا کار دی. ولې دې نهم نمبر انځور خوښ شوی دی؟

      اممم رښتیا ووایم نه پوهېږم یوازې پوهېږم چې خوښ مې شو. فکر کوم د هنر کمال همدا وي، پرته له دې چې پوهه شې اثر درباندې کوي. لکه له رازه ډکه کیسه، لکه ژوند، لکه انسان، نیمه پټه نیمه، ښکاره کیسه…

      نیمه پټه، نیمه ښکاره کیسه.. ما د خپلو انځورونو تر دې ښه تشریح نه وه اوریدلې.

زه پخپله حیرانه وم چې دا تشریح مې د ذهن له کوم ځایه راووته.‌

کبیر مې وپوښت، ستا لپاره د ګلابي معنا څه ده ؟ ګوګل خو ویل، ګلابي د ځواني او مستي سیمبول دی.

کبیر د واینو له ګیلاسه یو شړپ وکړ، ویې ویل:  یوه هندۍ مور .. مور مې درې کاله مخکې مړه شوه…انځور ګري مې د هغې له وفاته وروسته پیل کړه، په دې انځورونو کې مې غوښتل خپله مور ګیتا پیدا کړم خو پیدا مې نه کړه. چې د مور په هکله مې فکر کوم یوه مور وینم، یوه میرمن وینم، یوه لور وینم، یوه هندۍ وینم خو دا نه شم موندلی. ګلابي زما لپاره پټه کیسه ده. هغه ستا خبره مرموزه کیسه..

      لکه په دریم نمبر انځور کې چې ګلابي رنګی انسان سیوری نه لري.. اممم یو ډول موږ ټول همداسې یو..

هغه دنګه ښځه چې ما فکر کاوه، انځورګره به وي د کبیر څنګ ته ودریده، ده یې تر ملا لاس راتاو کړ ورته ویې ویل: دا اغلې په انځورونو ښه پوهېږي د نهمې شمیرې د انځور د قیمت په هکله یې پوښتل.

انا ته مې وویل: دا خبره به دقیقه نه وي چې زه په انځور پوهېږم خو د نهمې شمیرې انځور مې واقعا خوښ شو.

انا وویل: اه، هغه انځور زما د خوښې دی. زما لپاره ګلابي سمندر د ټولنې د نورو وګړو رنګ دی. انځور ته چې ګورم داسې احساس کوم لکه  دنیا چې مې ورو ورو په خپل رنګ کې ډوبوي.. دا انځور موږ ته وايي چې د نورو خلکو د فکر او قضاوتونو په سمندر کې له ډوبېدو باید ځان وساتو.

      ښکلې تشریح

      ډیر عالي انتخاب مو کړی دی. مطمینه یم چې کور به مو پرې ښایسته وي. زه به کېم ته ووایم چې تاسو ته انځور په کاغذ کې تاوو کړي‌ چې خراب نشي.

انا د کېم په خوا رهي شوه. کبیر لاس را اوږد کړ، ویې ویل: په لیدو مو خوشحال شوم په دې هیله چې د نورو په رنګونو کې خپل رنګ ورک نه کړو.‌

– – – – –

له کفې ووتم، له غټې نقاشي سره طبعا پلی تګ نه کیده. د مترو په خوا رهي شوم. په هغه څه مې پیسې ورکړې وې چې اصلا مې ورته اړتیا نه وه، پښیمانه وم.

 لا مې د انځور په مانا فکر کاوه او لا هم پرې نه پوهېدم خو په دې پوهېدم چې وروسته له دې به ګلابي یوازې د ماشوم توب پرپرکي کمیس نه بلکې یو انځور  رایادوي چې پیسې مې پرې ورکړې خو په مانا یې پوهه نه شوم. نور نو ګلابي راته خوشحاله رنګ نه ښکارېده.

که ګلابي سمندر د ټولنې رنګ وي مګر ممکنه ده چې انسان دې د ټولنې په رنګ کې ډوب نه شي؟ 

پای،

Jul 8, 2022

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب