شنبه, مې 18, 2024
Home+زه روبوټ یم

زه روبوټ یم

ژکتاب: زه روبوټ یم

لیکوال: آیزک آسیموف

ژباړه: رحمت شاه فراز

(یوولسمه برخه)

————–

ورک شوی کوچنی روبوټ

سوزن کالوین مې چې بیاځلې ولیده، د خپل دفتر دباندې ولاړه وه. د دفتر کار کوونکو د هغې توکي دباندې را ویستل. 

پوښتنه يې وکړه: ((خپله مقاله دې بشپړه کړه؟))

ومې ویل: ((بس ختمه يې بوله. غواړې ويې لولې؟ غواړې وګورې چې کومه تېروتنه خو به مې نه وي کړې؟))

ځواب يې راکړ: ((ډېر ښه.))

ډاکټر کالوین نن ډېره خوشاله برېښېده. ومې غوښتل چې په نورو سیارو باندې د روبوټپوهنې د تاریخ په هکله نور معلومات هم ترې وغواړم.

پوښتنه مې وکړه: ((د روبوټونو او فضايي سفر په اړه نور څه راته ویلی شې. فضايي تمځایونه اوسمهال یو څه تاریخ تېره دي. روبوټونو شل کاله دمخه، هایپراټومي ډرایو جوړ کړ، تر څو د سیاراتو ترمنځ په اسانه تګ راتګ وکولی شو.))

ډاکټر کالوین وویل: ((فضايي سفر؟)) د یو څو ثانیو لپاره یې فکر وکړ. ((په فضا کې د سفر لومړنۍ تجربه مې په ۲۰۲۹ کې وه. دغه وخت یو روبوټ ورک شوی وو…))

ــــــــــ

سوزن کالوین تر دې دمخه هېڅ کله له ځمکې بل ځای ته سفر نه وو کړی، خو اوس، نوموړې په هایپر بېس نومي فضايي تمځای کې ناسته وه. هایپر بېس د فضايي تمځایونو اوویشتمه ستوریزه ډله وه. ډاکټر کالوین دې ځای ته په ځانګړې دولتي فضايي بېړۍ کې راوستل شوې وه. د امریکايي روبوټونو د شرکت ریاضي پوه مدیر، ډاکټر پیټر بوګرټ، هم په دې سفر کې ورسره ملګری وو. د روبوټونو ارواپوهې په هایپر بېس کې د روبوټونو په هکله د کومې ستونزې راپور ترلاسه کړی وو. خو ډاډه نه وه چې هلته په رښتیا هم حالت بېړنی وو. او په دې اړه د هغې احساسات د هغې په مخ له ورایه برېښېدل. 

د روبوټونو ارواپوهه له ډاکټر بوګرټ او جنرال کالنر سره ناسته وه. کالنر د هایپر بېس پروژې مشر وو. بوګرټ خفه او نارامه ښکارېده او کالنر هم ډېر زیات اندېښمن ښکارېده. 

کالنر وویل: ((یو روبوټ ورک شوی دی. څه مو چې ذهن ته راتلل، ټول مو وکړل. خو پیدا مو نه کړ. د کارپوهانو مرستې ته اړتیا لرو.))

کالوین وپوښتل: ((دغه روبوټ ولې دومره مهم دی؟ او ولې مو تر اوسه پیدا کړی نه دی؟))

کالنر وویل: ((دغه روبوټ چې ورک شو، نو موږ خپل بېړني پروسیجرونه په لاره واچول. پر هایپر اټومي ډرایو روان کار مو ودراوه. هېڅ څوک هم بې له اجازې هایپر بېس ته نه شوای ننوتلی. او نه هم کوم څوک له اجازې پرته دباندې وتلی شوی.)) جنرال څو شېبې غلی شو. بیا يې خپله خبره داسې وغځوله: ((یو څو اونۍ ترمخ، یوه تجارتي کښتۍ راغله. په کښتۍ کې زموږ د لابراتوار لپاره دوه روبوټونه راوړل شوي وو. په کښتۍ کې د یوه موډل دوه شپېته نور روبوټونه هم ول. موږ يې په شمېر ډاډه وو. دغه دوه شپېته روبوټونه بلې سیارې ته استول کېدل.)) 

کالوین پوښتنه وکړه: ((ولې دغه روبوټ مهم دی؟ او ولې مو بېړني پروسیجرونه په لاره واچول؟))

کالنر ځواب ورکړ: ((د لابراتوار یو روبوټ ورک شو. موږ چې د تجارتي بېړۍ روبوټونه بیا وشمېرل، نو درې شپېته روبوټونه ول.)) 

کالوین په بې صبرۍ وویل: ((نو، دغه درې شپېتم روبوټ هغه ورک شوی روبوټ دی؟))

کالنر وویل: ((هو، خو موږ په دې نه پوهېږو چې کوم روبوټ ورک شوی.))

چوپتیا خوره شوه. د روبوټونو ارواپوهه بوګرټ ته مخامخ شوه. پوښتنه یې وکړه: ((پیټره! دلته څه ستونزه ده؟ دوی له کوم ډول روبوټونو ګټه اخلي؟))

بوګرټ ځواب ورکړ: ((هایپر بېس له ځینو متغیرو روبوټونو ګټه اخلي. د هغوی ماغزه د روبوټپوهنې د لومړني قانون لپاره په بشپړ ډول نه دي عیار شوي.))

کالوین د بوګرټ خبره تکرار کړه: ((د هغوی ماغزه د روبوټپوهنې د لومړني قانون لپاره په بشپړ ډول نه دي عیار شوي!)) کالوین حیرانه وه. په څوکۍ کې یې شاته ډده ووهله. ((د متغیرو روبوټونو شمېر څومره وو؟))

بوګرټ ځواب ورکړ: ((یو څو وو.)) لاندې مېز ته یې وکتل او ویې ویل: ((ټول د یوه دولتي حکم په اساس جوړ شوي وو. د ګوتو په شمېر کسان په دې خبره پوهېدل. د دې روبوټونو جوړېدل یو راز وو.))

جنرال کالنر وویل: ((موږ متغیرو روبوټونو ته اړتیا لرله، نو یو څو این ایس ۲ ماډلونه – چې نیسټر نومېدل – له متغیر لومړي قانون په اساس چمتو شوي وو. دا خبره باید د راز په ډول ساتل شوې وای. نو ټول این ایس ۲ روبوټونه له عددي شناخت پرته جوړ شول.))

کالوین له کالنر نه وپوښتل: ((له هر روبوټ نه مو پوښتنه وکړه چې څوک دی؟))

جنرال په هو سر وخوځاوه. ویې ویل: ((درې شپېتو روبوټونو ټولو وویل چې دوی دلته کار نه دی کړی. یوه پکې دروغ ویل. ډاکټر کالوین، موږ هغه تجارتي بېړۍ ته د تګ اجازه نه شو ورکولی. که خلک پوه شي چې متغیر روبوټونه وجود لري… نو…))

د روبوټپوهنې ارواپوهې په سوړ غږ وویل: ((درې شپېته واړه روبوټونه له منځه یوسئ.))

د بوګرټ تندی تریو شو. ویې ویل: ((ډاکټر کالوین، دا امکان نه لري چې ټول هسې چټې له منځه یوسو. په هر روبوټ مو دېرش زره ډالره لګښت راغلی. لومړی، باید هغه ورک شوی متغیر روبوټ پیدا کړو.))

هغې په غوسه ور غبرګه کړه: ((ډېر ښه. زه غواړم په حقیقت پوهه شم. ولې هایپر بېس متغیرو روبوټونو ته اړتیا لري، جنراله؟))

کالنر وویل: ((موږ له خپلو مخکینیو روبوټونو سره ستونزې لرلې. په بېس کې د شته کسانو له راډیو اکټیف موادو سره سر و کار وو. دا کار خطرناکه دی، خو موږ ډېر احتیاط کوو. انسانان د ګاما تشعشع په ساحه کې تر زیانمن کېدو پورې دېرش دقیقې پاتې کېدلی شي. که زموږ له کسانو نه به کوم یوه د تشعشع په ساحه کې کار کاوه، نو تر ټولو نږدې روبوټ باید د هغه د ژغورلو لپاره ور ځغاستلي وای. که به تشعشع کمزورې وه، روبوټ په ډېر اسانه زموږ نفر ایستلی شوی. خو که به تشعشع قوي وه، نو د روبوټ پوزیتروني ماغزه به ویجاړ شول. هېڅ روبوټ له مغزو پرته ژوند نه شي کولی. نو موږ باید تر هغو پورې کار درولی وی، تر څو چې روبوټونه ویستل کېږي.))

کالنر خپله خبره وغځوله: ((موږ روبوټونو ته وویل چې تاسو خپل ژوند په خطر کې اچوئ. خو یوازې د روبوټپوهنې د دریم قانون له مخې روبوټونه د دې اجازه لري چې خپل ژوند وژغوري. د روبوټپوهنې لومړنی قانون تر ټولو قوي قانون دی. لومړنی قانوني وايي چې (یو روبوټ به انسان ته زیان نه رسوي، او نه باید یو انسان زیانمنېدو ته پرېږدي.) ورپسې مو روبوټونو ته امر وکړ چې له ګاما تشعشع نه لرې اوسي. خو د یوه انسان امر منل، د روبوټپوهنې په دوهم قانون کې راځي. لومړی قانون تر دوهم قانون پیاوړی دی. نو موږ تصمیم ونیوه چې لومړنی قانون تعدیل کړو. په متغیرو روبوټونو کې د لومړني قانون یوازې لومړنۍ برخه ځای پر ځای شوې: (یو روبوټ باید انسان ته زیان وانه ړوي.)))

کالوین پوښتنه وکړه: ((پیټره! زموږ د لابراتوار د روبوټونو او د عادي این ایس ۲ ماډلونو تر منځ یوازې همدا توپیر دی؟))

بوګرټ ځواب ورکړ: ((همدا یوازینی توپیر دی، سوزن، دوی ټول یو رنګ و قواره لري.))

کالوین ودرېدله. ویې ویل: (( زه اوس ویده کېږم. سبا ته غواړم له هغه کس سره خبرې وکړم چې وروستی ځل يې هغه متغیر روبوټ لیدلی.))

خو سوزن کالوین هغه شپه ډېره ویده نه شوه. سبا سهار وختي يې د بوګرټ د خونې دروازه وډبوله. 

ارواپوهې ورته وکتل. ویې ویل: ((پیټره! هېڅ فکر نه کوې چې دا څه معنا لري؟ هېڅ موجود نه غواړي چې څوک تسلط پرې ولري.)) او دوی هم له دې کرکه لري چې یو ټیټ مخلوق دې پر دوی واکمن وي. روبوټونه تر انسانانو برتر موجودات دي. روبوټونه ډېر قوي او ډېر ځیرک دي. روبوټونه یوازې د دوهم قانون له امله د انسانانو امر مني!))

هغه وویل: ((خو په لومړي قانون کې ډېر کم بدلون راغلی.))

ويې پوښتل: ((د متغیرو نېسټر روبوټونو ماغزه باثباته دي؟))

بوګرټ وویل: ((د مغزو ثبات يې یو څه کم دی.)) خو ژر يې خپله خبره پسې ونیوله: ((خو خوندي دي. لومړني نېسټرونه بېس ته نهه میاشتې دمخه راغلل. او یوه نېسټر هم تر دې دمه کومه ستونزه نه ده لرلې او انسانانو ته هېڅ ګواښ نه جوړوي.))

کالوین وویل: ((په غونډه کې به سره ووینو.))

ــــــــــ

جرالډ بلیک، ځوان فزیکپوه، له کالوین او بوګرټ نه لرې ناست وو. وار پار يې خطا وو. 

کالوین، بلیک ته وویل: ((ته ورک روبوټ– نېسټر ۱۰ – تر بل هر چا ښه پېژنې. د دې نېسټر چلند له نورو عادي روبوټونو سره څه توپیر لري؟))

بلیک وویل: ((نېسټرونه کوم خاص تفاوت نه لري. البته، هوښیارتیا او ځیرکتیا یې خورا زیاته ده. او ډېر زیات ځوروونکي دي.))

د بلیک جمله يې تکرار کړه: ((ډېر ځوروونکي دي؟ ولې يې ستا غوسه پارولې؟ کله يې ستا له کوم امر نه سرغړونه کړې؟))

بلیک بې بېړې وویل: ((اوه، نه، نه! نېسټر زموږ ټول حکمونه مني. خو که فکر وکړي چې ته غلط یې، نو بیا يې دوی درته په ګوته کوي. نېسټر یوازې په هغه څه پوهېږي چې موږ ورته ښودلي وي. خو دوی فکر کوي چې په هر څه پوهېږي.))

بوګرټ وویل: ((هغه ورځ در یاده کړه چې دغه روبوټ ورک شو. آیا کومه غیرعادي پېښه وشوه؟))

چوپتیا وزرې وغوړولې. د بلیک غږ چوپتیا ماته کړه: ((له نېسټر ۱۰ سره ما یو څه ستونزه لرله، هغه غوښتل چې زه یو ازمایښت بیا ځلې ترسره کړم. تل به يې دغه خبره کوله. ډېر ځوروونکی وو او زه يې ډېر ستومانه کړی وم. ورته ومې ویل چې له دې ځایه لاړ شه او هغه هم لاړ.))

ډاکټر کالوین وپوښتل: ((ورته ودې ویل چې لاړ شه؟ څه دې ورته وویل؟ هڅه وکړه چې دقیق الفاظ در په یاد کړې.)) 

بلیک ځواب ورکړ: ((ورته ومې ویل چې ځه ورک شه))

بوګرټ وخندل. ویې ویل: (( او بیا هغه ورک شو.))

کالوین وویل: ((مننه، ښاغلی بلیک، تاسو اوس تلی شئ.))

ــــــــــ

پنځه ساعته وروسته، سوزن کالوین له درې شپېته روبوټونو سره مرکه وکړه. ټول روبوټونه یو ډول ښکارېدل. بوګرټ په تمه وو چې دا خپل کار ختم کړي. 

هغې وویل: ((موږ خپل ورک روبوټ یوازې هغه وخت پیدا کولی شو چې په دې پوه شو چې هغه روبوټ کوم توپیرونه لري. هغه روبوټ ته د تېښتې اجازه نه شو ورکولی او که اړتیا شوه، نو ټول به یې له منځه یوسم. له نورو متغیرو نېسټرونو سره دې خبرې وکړې؟))

بوګرټ وویل: ((هو، ومې کړې او هغوی هېڅ مشکل هم نه لري. ټول يې کوښښ کوي چې خپله عالي ځیرکتیا موږ ته وښيي. خو دوی ټول بې ضرره دي.))

کالوین په غوسه وویل: ((بې ضرره دي؟ دوی ټولو کې یو یې دروغ وايي. همدا وېروونکې – او خطرناکه ده.))

بوګرټ وویل: ((واوره! بلیک، نېسټر ۱۰ ته امر کړی چې ورک شه، نو لاړ. د هغه پټنځای نوي نېسټرونه وو او دا يې ډېر د هوښیارۍ کار کړی.))

د روبوټپوهنې ارواپوهې وویل: ((متغیر نېسټرونه د نورو روبوټونو په پرتله ځان لوړ بولي. ورک روبوټ به هم غواړي چې خپله لوړتیا او برتري راته وښيي. فکر کوي چې برتري خورا مهمه ده. ممکن ډېر ژر به ورک روبوټ په دې باوري شي چې تر برتري دا ډېره مهمه ده چې هېڅ کله کوم انسان ته زیان ونه رسوې.))

بوګرټ وویل: ((خو انسان ته زیان نه شي اړولی، کولی یې شي؟))

ارواپوهه د یوې شېبې لپاره فکر یووړه. ویې ویل: ((یو مثال به يې درکړم. که یو متغیر روبوټ دروند وزن پرېږدي چې په انسان وغورځي، نو روبوټ په اصل کې لومړنی قانون نه دی مات کړی، دا ځکه چې یاد روبوټ په ډېرې اسانۍ مخکې تر دې چې دغه وزن په انسان وغورځي، ور نیولی شي. او هغه به په دې پوهېږي. خو کله چې وزن د روبوټ له ګوتو وځي، نو دغه وزن د ځمکې د جاذبه قوې له کبله غورځي. په دې شېبه کې نور د روبوټ په غاړه کوم ډول مسؤلیت نشته او روبوټ اړتیا نه لري چې کوم کار وکړي. د لومړني قانون تعدیل روبوټ ته همدا اجازه ورکوي چې دغه وروستی چلند ور خپل کړي. موږ باید ټول روبوټونه امتحان کړو او وګورو چې دوی څه ډول غبرګون ښيي. پکار ده چې لومړي قانون ته د دوی غبرګونونه امتحان کړو.))

ــــــــــ

د تشعشعي خونې په مرکز کې، یو سړی په څوکۍ کېناسته. نه خوځېده او نه يې خبرې کولې. درې شپېشته نېسټر روبوټونه په هغو وړو، وړو اطاقونو کې وو، چې د سړي شاوخوا ته په دایروي ډول جوړ وو. 

د هرې خونې یو لوری خلاص وو. هر روبوټ په څوکۍ کې ناست سړی لیدلی شوی، خو نور روبوټونه يې نه شوی لیدلی. 

ازمایښت پیل شو. له چت نه یو وزن را وغورځېده. ټولو روبوټونو د سړي ژغورلو ته ور وځغاستل. مخکې له دې چې وزن په سړي وغورځي، د انرژۍ یوه وړانګه راغله او وزن یې پورې ټېل واهه. دا شېبه، ټول روبوټونه ودرېدل. دغه ازمایښت یې لس ځله تکرار کړ. په ټولو وارونو کې به روبوټونو مخ ته را منډه کړه، خو کله به چې پوه شول چې سړی خوندي دی، بېرته به په شا شول. 

کالنر او بوګرټ د مشاهدې په خونه کې وو او له کړکۍ نه یې ټول ازمایښتونه څارل. 

کالنر پوښتنه وکړه: ((دا څه روان دي؟))

بوګرټ ورته وویل: ((دوه شپېته روبوټونه هڅه کوي چې دغه سړی وژغوري. دوی باید دغه کار وکړي، ځکه دوی باید لومړني قانون ته غاړه کېږدي. درې شپېتم روبوټ – نېسټر ۱۰ – هېڅ هڅه ونه کړه او سړی يې ونه ژغوره، ځکه چې هغه متغیر دی، د هغه په مغزو کې لومړنی قانون په خپل بشپړ حالت کې نه دی. خو، هغه یوه ټاکنه لري. متغیر روبوټ هغه څه وکړل چې د ده زړه غوښتل. هغه پخپله د ځان لپاره دا وټاکل چې هغه سړی وژغوري.))

جنرال پوښتنه وکړه: ((ولې؟))

بوګرټ وویل: ((نه پوهېږم، ګومان مې کاوه چې نېسټر ۱۰ به لومړی حیرانه شوی وي. ما ویل چې د هغه غبرګون به ورو وي. خو داسې نه وه. او اوس هغه د نورو روبوټونو غوندې چلند کوي.))

جنرال په خفګان وویل: ((نو موږ لا هم په حقیقت نه پوهېږو.))

سوزن کالوین خونې ته راننوته. ویې ویل: ((ښه به وي چې د امتحان بڼه ور بدله کړو. او دغه کار باید لږ ژر وکړو. دا څه چې روان دي، هېڅ مې نه خوښېږي. موږ تر اوسه هم نېسټر ۱۰ نه دی نیولی او هغه به هرومرو ځان ډېر برتر او عالي احساسوي. په لومړي سر کې دی پټ شو، ځکه امر ورته شوی او باید پر ځای یې کړي او اوس له دې امله پټ دی چې غواړي موږ ته دا وښيي چې دی تر انسانانو عالي او لوړ دی.))

جنرال پوښتنه وکړه: ((نو ستا مشوره څه ده، ډاکټر کالوین؟))

هغې ځواب ورکړ: ((موږ به خپل ازمایښت تکرار کړو، خو برقي وړانګې به د روبوټونو او سړي ترمنځ ځای پر ځای کړو. روبوټونو ته به ووایو چې برقي وړانګې دوی له منځه وړلی شي. موږ کولی شو چې برېښنا قطع کړو، خو روبوټونه به په دې نه پوه کوو.))

جنرال پوښتنه وکړه: ((دغه ازمایښت به بریالی شي؟))

کالوین وویل: ((باید کامیاب شي. عادي روبوټونه به د سړي د ژغورلو هڅه کوي، سره له دې چې دوی پوهېږي چې ممکن ومري، ځکه دوی باید لومړنی قانون پر ځان نافذ کړي. نېسټر ۱۰ لومړنی قانون په بشپړ حالت کې نه لري، نو هغه هېڅ اړتیا نه لري چې دغه سړی وژغوري. دی باید دوهم قانون ته غاړه کېږدي. موږ ده ته امر کولی شو چې کېبلونو ته لاس ور وړي او ومري، البته د دې کار امر نه ورته کېږي. نو، دی به نه لومړی قانون پلي کوي او نه دوهم قانون. دی به ځي دریم قانون ته او دریم قانون به عملي کوي او د خپل ځان ساتنه به کوي. په دې معنا چې دی به هېڅ هم نه کوي.))

ــــــــــ

د تشعشع په خونه کې یو سړی بې خوځښته او غلی په څوکۍ کېناسته. وزن را غورځېده، خو یوه وړانګه راغله او په وروستۍ شېبه کې يې له سړې نه پورې وهله. په خونو کې ټولو روبوټونو د دې هر څه ننداره کوله. یو هم له خپل ځایه ونه خوځېده. 

د مشاهدې په خونه کې ډاکټر کالوین دې هر څه ته کتل او وېرې اخیستې وه. 

ــــــــــ

سوزن کالوین له ټولو روبوټونو سره بیاځلې مرکه کوله. بل روبوټ د ازمایښت خونې ته را دننه شو. 

کالوین ورته وویل: ((کېنه. یو څو پوښتنې درنه کوم.))

روبوټ کېناست.

پوښتنه یې وکړه: ((د تشعشع په خونه کې یو سړی ناست دی، نژدې وه چې زیان ورته ورسېږي؛ تا هېڅ هم ونه کړل، کانه؟))

روبوټ ځواب ورکړ: ((همداسې ده.))

هغې وپوښتل: ((ولې دې د هغه د ژغورلو هڅه ونه کړه؟))

روبوټ ورته وویل: ((هیله کوم دا فکر مه کوه چې زه یو انسان ته زیان رسولی شم. دا به ډېر بد کار وي. زه پوهېدم چې هغه خونه زما لپاره خطرناکه وه. د هغه سړي د ژغورلو لپاره زه باید له برقي وړانګو تېر شوی وای او زه پوهېدم چې که دا کار وکړم، نو مرګ مې حتمي دی. خو…. خو… بیا مې فکر وکړ. که زه مړ شوم، نو بیا به د دې سړي د ژغورلو وړتیا ونه لرم. ما ته د دې کار هېڅ امر نه وو شوی. ما به هسې چټې خپل ځان له منځه وړی وو او دا به کوم منطقي و عقلاني چلند نه وو.))

د روبوټونو ارواپوهې له نورو روبوټونو هم همدا کیسه اورېدلې وه. 

هغې پوښتنه وکړه: ((آیا تا پخپله دا فکر وکړ؟))

روبوټ دمه شو. ((نه.))

پوښتنه یې وکړه: ((نو بیا دا فکر چا وکړ؟))

روبوټ ځواب ورکړ: ((تېره شپه دغه نظر زموږ په منځ کې د یوه روبوټ فکر ته ورغی.))

کالوین پوښتنه وکړه: ((کوم یو؟)) د ځواب لپاره څو ثانیې منتظره شوه.

روبوټ بالاخره وویل: ((زه نه پوهېږم، خو زموږ له منځ نه یو دانه وو.))

ــــــــــ

کالوین وویل: ((ټول روبوټونه باید سره بېل شي. یو روبوټ هم باید له بل روبوټ سره ونه ویني او نه له یو بل سره خبرې وکړي.))

جنرال ځواب ورکړ: ((ډاکټر کالوین، دا کار امکان نه لري. زه….))

کالوین په غوسه وویل: ((بیا نو ټول روبوټونه باید له منځه یووړل شي.))

بوګرټ په غوسه ورغبرګه کړه: ((یو روبوټ به هم له منځه نه وړل کېږي. د دوی مسؤلیت زما په غاړه دی، ستا په غاړه نه دی.))

جنرال وویل: ((او دغه ستونزه باید هواره شي.))

کالوین، بوګرټ ته مخ واړاوه او په سوړ او سخت غږ یې وویل: ((موږ یو ډېر بې ثباته نېسټر لرو او لرې نه ده چې نور نېسټرونه هم بې ثباته شي. باید ټول له منځه یوسو.))

جیرالډ بلیک دروازه وډبوله او خونې ته را دننه شو. ویې ویل: ((زه همدا اوس له تجارتي بېړۍ نه راستون شوم. د بېړۍ په ج برخه کې مې د دروازې په کولپ ځینې نښې ولیدې.))

کالوین په بیړه وویل: ((جیم برخه؟ نېسټرونه همالته دي، نه دي؟ دغه نښې په چا پورې اړه لري؟))

بلیک خپله خبره روښانه کړه: ((نښې د ج برخې د دروازې په دننه خوا کې وې. زما دوو کسانو، روبینز او مکاډمز، د دروازې څوکیداري کوله.))

کالنر وپوښتل: ((دا نو څه معنا ورکوي؟))

کالوین ځواب ورکړ: ((دا په دې معنا ده چې نېسټر ۱۰ له بېس نه د وتلو پلان لري. دی غواړي چې کولپونه مات کړي، چې بیا په ډېرې اسانۍ کولی شي چې یوه فضايي بېړۍ غلا کړي او پکې وتښتي او یو روبوټ به بیا په فضايي بېړۍ کې چکرې وهي. له دې وروسته به څه وکړي؟ زه هېڅ نه پوهېږم، جنراله! نېسټر ۱۰ د نورو عادي روبوټونو غوندې ده، مګر دا چې …. )) سوزن ناڅاپه له خبرو لاس واخیست.

کالنر هغې ته وکتل: ((څه دي؟))

کالوین وویل: ((زه یو نظر لرم.)) هغې بلیک ته مخ کړ. ((نېسټر ۱۰ چې په کوم څه پوهېږي، هغه ټول تا ور ښودلي. دا رښتیا دي؟))

بلیک ځواب ورکړ: ((هو، د فزیک په اړه مې زده کړه ورکړې وه. له ماسره به يې په لابراتوار کې کار کاوه. بل یو نېسټر هم د فزیک په باره کې معلومات نه لري.))

((مخکې له دې چې متغیر نېسټرونه دلته راشي، ولې فزیک نه ور ښودل کېږي؟))

جنرال يې پوښتنه ځواب کړه: ((موږ فکر کاوه چې که ځینې نېسټرونه تر مخ لا په فزیک پوه شي، نو ممکن خلک به شکي شي.))

کالوین وویل: ((هیله کوم ووځئ، ټول مو، زه باید یو نوی ازمایښت برابر کړم.))

ــــــــــ

 د ازمایښت تر پیلېدو وړاندې، بوګرټ روبوټونو ته وویل چې لږ وروسته به څه کېږي. هغه له هر روبوټ سره جلا، جلا مرکه وکړه. او ټولې مرکې یې په یو ډول وې. 

بوګرټ وویل: ((موږ یو بل ازمایښت سرته رسوو. یو سړی به په خطر کې وي. خو د سړي او ستاسو (روبوټونو) ترمنځ به د ګاما تشعشع وي. آیا پوهېږئ چې ګاما تشعشع څه شی ده؟))

ټولو روبوټونو وویل: ((د الکترومقناطیسي تشعشع یو ډول دی چې لوړه انرژي تولیدوي.))

بوګرټ وپوښتل: ((آیا کله مو له ګاما تشعشع سره کار کړی؟))

د ټولو روبوټونو ځواب چټک او قوي وو: ((نه، ښاغلیه!))

بوګرټ وویل: ((ښه نو، ګاما تشعشع به مو په هماغه شېبه کې ووژني.))

روبوټونو وویل: ((خو ښاغلیه، که ګاما تشعشع زما او د سړي په منځ کې وي، نو زه هغه څنګه ژغورلی شم؟ زه چې د هغه د ژغورلو هڅه وکړم، نو زه به پخپله له منځه لاړ شم. او سړی به هم ومري. دا کار ډېر غیر منطقي او بې معنا دی.))

بوګرټ ورو وویل: ((هو… که تاسو د خپل ځان او سړي په منځ کې ګاما تشعشع ولیدله، بیا نو حرکت مه کوئ. دا مې درته یو لنډ نصیحت دی.))

روبوټونو وویل: ((مننه کوم، ښاغلیه.))

بوګرټ وویل: ((خو، که مو خطرناکه تشعشع ونه لیدله او وزن را وغورځي، بیا نو خامخا د سړي د ژغورلو هڅه وکړئ.))

ټولو روبوټونو وویل: ((ولې نه، ښاغلیه!))

((اوس لاړ شئ. تاسو ټول به یوې خونې ته یووړل شئ. هلته به تر هغو انتظار کوئ، چې موږ چمتو والی پوره کړو.))

ــــــــــ

د تشعشع ستره خونه یو ځل بیا چمتو شوه. روبوټونه په صبر په تمه وو. 

کالوین وپوښتل: ((آیا کوم روبوټ له بل سره خبرې کړې؟))

بلیک وویل: ((نه، نه یې یو بل لیدلي او نه يې هم له یو بل سره خبرې کړې.))

کالوین وویل: ((افرین، دوی به زما مخې ته وي.)) هغې بوګرټ او جنرال ته خبره واضحه کړه: ((که روبوټونه عجیبه چلند وکړي، نو زه به یې سمدستي ووینم.))

بوګرټ په حیرانتیا وویل: ((په هغه څوکۍ کې ته کېنې؟))

هغې وویل: ((هو. پیټره! ته د مشاهدې په خونه کې کېنه. کوم روبوټونه چې زما تر شا وي، غواړم چې هغه ته وڅارې. راځئ چې ازمایښت یو ځل بیا ترسره کړو. په دې هیله یم چې دا به يې وروستی ځل وي.)) 

ــــــــــ

سوزن کالوین د تشعشع خونې ته ننوتله، په څوکۍ کېناسته او ازمایښت پیل شو. 

دروند وزن را وغورځېده. په وروستۍ شېبه کې، یوه روبوټ له خپلې څوکۍ ټوپ کړل او د ډاکټر کالوین په لور یې وځغاستل. 

مخکې له دې چې روبوټ کالوین ته ورسېږي، د انرژۍ وړانګه راغله او وزن يې له هغې پورې ټېل واهه. 

ډاکټر کالوین ودرېده او روبوټ ته یې اشاره وکړه. چیغه یې کړه: ((نېسټر ۱۰، دلته راشه! دلته راشه!))

روبوټ ورو یو بل ګام واخیست. ارواپوهې، روبوټ ته کتل. 

کالوین په خونه کې ناست سړي ته غږ کړ: ((نور روبوټونه له دې ځایه وباسه. ژر يې له دې ځایه وباسه او دباندې یې کېنوه.))

نېسټر ۱۰ یو ګام نور رامخکې شو. بیا یې وویل: ((ماته ویل شوي وو چې باید ورک شم.)) یو بل ګام یې واخیست. ((زه باید امر پر ځای کړم، دوی تر اوسه پورې نه یم پیدا کړی. اوس به بلیک فکر کوي چې زه د ده لپاره یوه ناکامي یم. خو زه نه یم، زه ځواکمن او چالاکه یم. یو بل ګام یې واخیست. ((زه ډېر عالي هوښ لرم. او اوس یوه کمزوري انسان پیدا کړم.))

ناڅاپه يې خپل فلزي لاس د سوزن کالوین په غاړه کېښود او لاندې يې زور ورکړ. هغې د روبوټ خبرې اورېدلې، خو ځواب یې نه شوای ورکولی. ساه يې نه شوی اخیستی.

نېسټر ۱۰ وویل: ((هېڅ څوک باید ما پیدا نه کړي.))

نا اشنا غږ وشو. ډاکټر کالوین په ځمکه پرته وه. نېسټر ۱۰ يې په څنګ کې غځېدلی وو. 

بلیک چیغه کړه. ((ټپي خو نه شوې، ډاکټر کالوین؟))

ارواپوهه وټوخېده او ساه یې واخیسته. بالاخره یې وویل: ((نه.)) بلیک په درېدو کې مرسته ورسره وکړه. 

هغې وپوښتل: ((څه وشول؟))

بلیک ځواب ورکړ: ((فکر مې وکړ چې برید درباندې کوي. نو د پنځو ثانیو لپاره مې خونې ته ګاما تشعشع دننه کړه. د بل کوم کار وخت نه وو. تشعشع، نېسټر ۱۰ وواژه، خو تاته يې زیان ونه رساوه. د ګاما کم مقدار د انسانانو لپاره بې ضرره دی.))

کالوین ورو وویل، زه فکر نه کوم چې نېسټر ۱۰ په رښتیا پر ما برید وکړ. هغه هڅه کوله چې پر ما برید وکړي، خو د لومړني قانون لومړنۍ برخې يې مخه ونیوله.))

ــــــــــ

هایپر بېس ته له راتګ دوه اونۍ وروسته، کالوین او بوګرټ له جنرال کالنر سره خپله وروستۍ لیدنه لرله. 

په هایبر بېس باندې کار بېرته پیل شوی وو او تجارتي بېړۍ له دوه شپېته نېسټرونو سره روانه شوې وه. یوه دولتي بېړۍ په تمه وه چې د روبوټپوهنې دغه دواړه کارپوهان بېرته ځمکې ته ستانه کړي. 

کالوین پوښتنه وکړه: ((آیا هغه نور متغیر نېسټرونه به له منځه یووړل شي؟))

کالنر ورسره یوه خوله شو: ((هو، خو هیله کوم دا راته ووایه چې وروستی ازمایښت ولې بریالی وو؟))

هغې وموسل. ويې ویل: ((نېسټر ۱۰ فکر کاوه چې هغه تر انسانانو برتر دی. په دې فکر وو چې هغه او نور روبوټونه تر انسانانو زیات پوهېږي. او موږ پوهېدو چې نېسټر ۱۰ دا ډول فکر لري. نو موږ ټولو روبوټونو ته وویل چې د ګاما تشعشع به يې ووژني. په تېر ازمایښت کې، روبوټونو یوه پرېکړه کړې وه، هغه دا چې دوی به انسان نه ژغوري. ځکه چې دوی پوهېدل چې که هڅه وکړي، نو له مرګ سره به لاس و ګرېوان وي. نو روبوټونو زما د ژغورلو هېڅ هڅه ونه کړه.))

جنرال کالنر وویل: ((زه پوهېږم چې، ډاکټر کالوین،)) بیا یې وپوښتل: ((خو نېسټر ۱۰ ولې رامخکې شو؟))

د روبوټونو ارواپوهې وویل: ((ځکه موږ په ازمایښت کې د تودوخې له تشعشع نه ګټه واخیسته. موږ ګاما تشعشع ونه کاروله. عادي نېسټرونه د تشعشع د بېلا بېلو ډولونو ترمنځ توپیر نه شي کولی. دوی ته فزیک نه دی ښودل شوی. یوازې نېسټر ۱۰ يې په توپیر پوهېده، ځکه چې جیرالډ بلیک ساینس ورته تدریس کړی وو. کله چې نېسټر ۱۰ احساس کړه چې په خونه کې د تودوخې تشعشع ده، نو دی پوه شو چې دغه تشعشع بې ضرره ده. دی پوه شو چې موږ ورته دروغ ویلي، نو دی رامخکې شو. خو ده دا هېر کړي وو چې دا نور روبوټونه به تر انسانانو لږ پوهه لري. د هغه د نیول کېدو لامل دا وو چې فکر يې کاوه دی تر موږ برتر دی. خدای پامان، جنراله.))

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب