جمعه, نوومبر 22, 2024
Home+په بيت الله شريف كې استعمال شوي مرمر 

په بيت الله شريف كې استعمال شوي مرمر 

Zabih Safi
لیکنه: ذبیح الله صافی، رياض، سعودي عربستان.

د بیت الله شریف په مطاف او مسجد نبوي شریف کې چې کوم مرمر “رخام” استعمال شوې دي، دغه مرمر د” تاسوس” په نامه یادیږي، او د یونان هیواد په اثینا ولایت کې له یو غره څخه بیت الله شریف ته راوړل شوې دي.

دغه مرمر کوم عادي رخام نه دي، بلکې ډیر نادر او مهم خواص لري، په شدید لمر کې هم ډیر نه ګرمیږی، د شپي لخوا رطوبت جذبوي، او هر کله چې پرې د لمر وړانګې ولګیږي، د شپي لخوا یې چې کوم رطوبت جذب کړی وي بېرته یې خارجوي، له همدې امله په شديد لمر کې هم يخ وي، ډیر خلک داسې ګومان کوي چې ممکن د دې مرمرو لاندی به اوبه وي.

اصلي او هغه عجیبه کیسه خو دا لاندي ده، په دې هیله چې زړه مو ورته تنګ نه شي، او تر پایه یی ولولئ، چې زه یې په لیکلو تنګ نه شوم، تاسو خو یې باید په لوستلو هیڅ تنګ نه شئ.

د سعودي پاچا ملک فهد بن عبدالعزیز آل سعود، د وخت له مشهور مصري مهندس دوكتور محمد کمال اسماعیل څخه غوښتنه وکړه چې د بیت الله شریف، او مسجد نبوي شریف د پراخولو نقشه جوړه کړي، چې اوس د ” توسعة ملک فهد په نامه یادیږي”.

مصري مهندس محمد کمال وایی: کله چې مي د بیت الله شریف نقشه چمتو کړه، ما وغوښتل چې د بیت الله شریف پر ځمکه “مطاف” کې تر ټولو قیمته او ډیر أعلی د یونان هېواد ” تاسوس” رخام ولګوم.

پنځلس کلونه وروسته چې ملک فهد رحمه الله د یادو مرمرو د عجیبو ځانګړتیاوو، کمالاتو او اهمیت څخه خبر شو، راته یی امر وکړ چې دغه مرمر مدینه منوره کې مسجد نبوي ته هم ضرور راوړه، مصري مهندس وایی: په ډیره عجله مې د الوتکې ټکټ واخیست او یونان ته لاړم.

د “تاسوس” مرمرو شرکت رئیس ته ورغلم، او ورته مې وویل: تاسوس مرمر مې ډیر ضرور په کار دي، ځواب کې یې راته وویل: دغه مرمر په لږه اندازه وه، او پخوا خرڅ شوي دي.

مصري عالم وایی، ما ورته وویل: موږ چې څو کاله مخکې د بیت الله شریف لپاره سودا وکړه، د هغې نه وروسته یوه اندازه مرمر پاتې و، هغه کوم سوداګر اخیستي دي.

ځواب کې د شرکت رئیس وویل: کلونه تېر شوي دي، آرشیف ته ورشه که امکان و، د مرمرو اخیستونکي په اړه به درته مالومات درکړي.

مصري مهندس زیاتوي: ارشیف ته چې ورغلم یوه نحلۍ ناسته وه، ورته مې وویل: «کلونه وړاندې ستاسو څخه کوم سوداګر د تاسوس مرمرو سودا کړې ده، دا سوداګر به څوک وي، مالومات یی راکړه.»

د ارشیف مسؤولې نجلۍ په ځواب کې راته وویل: «دا ډیره زړه معامله ده، موبایل شمیره دې راته پریږده، که چیرته مې ارشیف کې د مرمرو اخیستونکيې سوداګر مالومات پيدا کړه، بیا به درسره اړیکه ونیسم.»

مصري مهندس وایی: «په ډیر خپګان او مایوسه له شرکت څخه راووتلم، هوټل ته راغلم، سبا ماښام راته د ارشیف مسؤولې زنګ ووهه، چې راشه تاسوس مرمر چې کوم سوداګر اخیستي دي، د هغه په اړه مې درته مالومات پیداکړل.»

مصري مهندس وایی: «چې ورغلم مالومات یی راکړل، یاد تاسوس مرمر د سعودي عربستان د یو سوداګر وه، هغه اخیستي وه، ټکټ مې واخیست او سېده سعودي ته راغلم، او له هوایي ډګر څخه مستقیماً د هغه سوداګر خوا ته ورغلم.»

ورته مې وویل: «څو کاله مخکې تا له یونانه د مرمرو سودا کړې ده، هغه مرمر څه شول؟»
سعودي سوداګر راته وویل: وخت ډیر تېر شوی دی، زما سوچ کې نه راځي، نو د خپل ګودام مسؤول ته یې غږ کړه، ورته یې وویل: دغه مرمر وګوره چې خرڅ شوي دي او که شته دي؟

وایی د ګودام مسؤول راغی ځواب کې یې وویل: دغه مرمر ټول شته هماغسي سلامت موجود دي.

مصري مهندس وایی: «ډیر خوشحاله شوم او سعودي سوداګر ته مې سپین چک ورکړه، ورته مې وویل: چې څومره روپۍ غواړې په دغه سپین چیک یی ځان ته ولیکه، دغه مرمر، نبوي مسجد کې استعمالوو، او د ملک فهد امر دی.»

مصري مهندس وایی: سعودي سوداګر راته وویل: «چې د مسجد نبوي لپاره یې غواړئ په رب مې دې قسم وي که یو ټنګه هم واخلم، او دا زه خپل افتخار ګڼم،» وایی دغه مرمر یې ټول وړیا راکړل.

د يادونې وړ ده چې، مصري مهندس دوکتور محمد کمال اسماعیل د خپل کار په مقابل کې چې اجوره یې میلیونونه ریال کېدل د ابن لادن له شرکت څخه وانخېستل، خپل ټول عمر یې د حرمینو شریفینو خدمت ته وقف کړی و، او په کال ۲۰۰۸ مېلادي کې د ۹۹ کلونو په عمر وفات شو.

مآخذونه:
① د حرمینو شریفینو لوی ریاست.
② د العربیة تلوزیون ویب پاڼه.
③ د عکاظ جریده.

لېکوال: ذبیح الله صافی، سه شنبه د ۲۰۲۲ مېلادي کال د جولای ۱۲ مه، رياض، سعودي عربستان.

2 COMMENTS

  1. دی ته وایی اخلاص او مسلمانی که دکرزی د حکومت غله لکه فاروق وردک، خلیلی، بسم الله پشقل، محقق، ظاهر قدیر، یونس قانونی، ضیامسعود، او دا نور مردار خواره وای ټول یی غلا کول

  2. سلامونه،
    ..او د پوکسټین اضلام ،ګاوڼډیتوب وګورئ چې د افغانستان مرمر تيږې، چارتراش لرګي، زغال سنګ، قالینې، پسته، زعفران، جنغوځي او شوکاڼی (تالک) او……. په مردارو کلدارو ناچیزه ارزښت قاچاقي اخلی او بیا خپله ټاپه پې وهي او چاینا او نورو هیوادونو ته ېې صادروي ؛او همهاغه سعودی شیخان د انګریز او امریګونیانو په امر نسبت افغان ته پنجابي ته ترجیح ورکوي ؛او۰آی .سي .همداسې…

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب