جمعه, دسمبر 5, 2025
Home+د جګړې اروایي ناروغان!! | نعمت‌الله صدیقي

د جګړې اروایي ناروغان!! | نعمت‌الله صدیقي

که مې له سوړ جنګ وروسته تود میرۍ نه بولئ او پر ملي او عقلاني استدلال یې راسره وایاست؛ نو نن یې لږه خشنه او جدي هم وایم، دا کومه ملي، انساني او بشري روحیه، مورال، ګټه، غچ یا انتقام اخیستنه او احساس ورکول او افاده کول وو؟ چې حتی د هیڅ جګړیزې بڼې، وژنې او ویشتنې لوری او لودن یې بېخي انساني نه و؛ بلکې د وینې رنګ د غږ بدرګې او ان د تکبیرونو اوزاونه او ازانګې یې هم سره یو او شریک وو.
ښه دا خو یې ممکن هغه خوا او اړخ وي، چې دواړه لوري یې د جغرافیوي حریم د نقض او د خپلواکۍ د تقدس او وطني ننګ په اساس توجیه کړي او په دې کې هم هیڅ شک نشته، چې دا ننګ و غیرت رښتیا هم د یوه ملي او ناموسي ارزښت غوندې پاک او سپېڅلی ارزښت دی.
خبره دا ده، چې له دې څوک منکر او منحرف و؟ خو ایا په دغسې ملي او بشري ناورینونو کې هم یو څوک د یوه خودغرضه سیاست، فکر او حتی د خپلو فردي نظریاتو، عقدو او دوښمنیو او پر یو بل د اوراچولو یا انتقام اخیستنې خوا نېولی او سړولی شي؟ زه خو وایم، که یو څوک دوښمني او عقده د خلکو او وطن په قیمت لنډوي، تر دې نو بیا لوی منکر، خاین او مفسد په بله هیڅ مانا او هیڅ ځای کې نشته او دا خو یې بېخي بل ډول سپین سترګي او تپنه وه، چې ولې د جګړې په حق کې نه یې؟ ولې ښکنځل نشې کولای؟ ولې دوښمن ته نه بړېږې؟ ولې دې احساس او وجدان نه رالړزېږي!!
وروره!! عزیزه او وطنواله!! خبره دا ده، چې کله د ملي ولولو، انګازو او انګیزو ماحول جوړ شي؛ بیا یو څوک ګرمول او یا په همغه وخت د اسونو پر چاغښت او ډنګرۍ یې خبره ممکن نه وي او میړه همغه وي، چې د ترپ او خرپ زیري یې راشي؛ خو دا یاد ساتل پکار دي، چې اوسنۍ دغه جګړې د ټوپکونو، بمونو او هغسې د ترپ و خرپ د جګړو غوندې د معاصرو ګټو وټو په حساب کې نه دې شاملې؛ لکه دا موږ چې یې توجیه او کوو یا په بله مانا ګرد سره دا جګړې زموږ نه دي د ټوپکونو او بمونو سوداګري یې زموږ نه ده؛ ځکه خو په همغه مشهوره مقوله؛ چې جګړه ګټوونکی او اتل نلري؛ نو په دا زوړ طرز او بڼه خو یې بېخي نلري.
فرض کړه جګړه دې ګټلې راوړه، ایا معاصره سیالي هم ورسره ده، که ستا دوښمن په یوه وخت د میلیونونو انسانانو د معاصرو ښونیزو او پوهنیزو سستمونو خاوند وي، ټکنالوژیک بصیرت او بصارت ته یې مخه وي، پوهنتونونه او د عامه شعور بټۍ یې په پراخېدو وي، ملي او نړېوال اعتبار یې نسبتاً ستا له اړیکو بهتر وي، په نامه د سترګو د تورولو یو جمهوري نظام او د منظمې او مسلکي اردو تمایل ته ژمن وي، اقتصاد یې د ورځې پر مخ چلېږي څه فکر کوې؟ جګړه تا ګټلې؟ او که ته ګټونکی یې!! بیا نو دغه سیالي چیرې ده؟
دې څو ورځنۍ جګړې د همداسې یوه متضاده فکر په اساس یو څو نور مهم لرلېدونه هم لرل، چې که په ګوته او سره ونه شاربل شي، د بل وخت کرښه او مغالطه یې هم بوله.
اول: هغوی چې د پولې دواړو غاړو ته د پرتو قومونو او ولسونو په منځ کې نه وو او د جګړې د ګرمولو او په اور کې یې د خپلو ګټو او دوښمنیو پالنو ته مخه وه، په جنګ کې یې د دواړو غاړو نابودې لېدله.
دویم: هغه چې د جنګ او دوښمنۍ په ایجاد یې د اتلولۍ او ملي وحدت او رسمیت کریډیټ ته سترګې وې.
درېیم: هغه چې دا ډول جګړې سناریو بولي او ځانونه یې چپ نېولي وو.
څلورم: هغه چې دا یې خورا کم اکثریته هم دي، چې د هیڅ خوا د جنګ په طرف نه وو؛ اما په وطنونو یې زړه درد کاوه او بې طرفي یې بې شرفي نه وه.
بغیر له حاکمو او دولتي یا نظامي ښېکلیو خواو چې احساسات او عکسل العمل یې یو څه طبعي ګڼلای شي؛ په دې نورو واړه او دواړه مواردو کې مصنوعیت، احساسات، ښکنځل او سپکاوي یې هغه څه وو، چې نه یوازې د سوشل رسنیو او عامه نفرتونو خوارک او شومه ګرځېدلي وو؛ بلکې ملي، ریاستي او بشري داعیې یې وشرمولې؛ ځکه په تمرکز کې یې دوه ډېر مهم او مبارز ارزښتونه ورک او نهام وو، چې یو خلک او بل وطنونه وو او زه فکر کوم دا زموږ او د دوی دواړو لوریو لویه بد اخلاقي وه
هغوی، چې د دغه جګړې او اور لمبو ته د تودېدنې او یا د جنګونې مخه لري، د دومره لویو کتلو خلکو میندې، خویندې، زامن او لوڼې یې ولې مخې ته نه درېږي، د پکتیکا د هغه کرکټ والو او د بولدک د عسکرو میندې، لوڼه او زامن د کومې ګنا په سوب ژاړي، نورې ټولې بڼې یې یوې خوا ته کړه، همدا انساني او مسلماني مراسم او درد به یې یو او مشترک نه و؟ هغوی ته چې وطنونه ګران دي، پر بل د ماشې د وراړولو مخکې سل و زر واره په دې فکر کوي، چې د هغه د ماشې او ډز خوا که د ده د وطن او خلکو په خوا شوه څه به کېږي؟
زه ټولې هغه توجیې، مخونې، تبصرې او دلایل هم منم، چې د دې وحشي جګړو په انګیزه کې د خامو موادو په توګه کارنده ونډه لري؛ خو له هغه نړېوال تکون او تناظر هم خبر یم، چې څنګه یې د یو او بل لپاره د یوه مینه ناک او ارام ژوند پر ځای یې سره تورې بلاوې او دوښمنان ګرځولي یو. درویش د همداسې انساني او وطني جنګونو د مخنیوي په اړه ویلي وو:
چې بیا نه توره پورته شي نه سر په وینو رنګ
باداره دغه جنګ دې د وطن اخري جنګ شي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب