شنبه, اپریل 20, 2024
Homeادبطنزونهپه ارګ کي ځانمرګی/ لیکوال: عبدالنافع همت

په ارګ کي ځانمرګی/ لیکوال: عبدالنافع همت

د ټلويزيون پر پرده وليکل سوه: عاجل خبر. ورسره سم  يو خبريال راښکاره سو، ويل اوس ستاسي پام يوه تازه خبر ته را اړوو: د افغانستان ولسمشر د دولت ټول مهم غړي ارګ ته وربللي او وايي غواړي چي هغوی ته خپله يوه مهمه او تاريخي فيصله واوروي.  دا غونډه همدا اوس له ټلويزيون څخه په ژوندۍ بڼه خپرېږي:

په ټلويزيون کي د غونډي تالار ښکاره سو، يو وزير ککو چاکليټ خوري او پر سپينو غټو برېتو يې د ککو توره ټوټه مښتې ده، داسي ښکاري لکه پر برېتو چي يې يو غټ تور مچ ناست وي. د پارلمان يو وکيل له يوې پنډي ښځي سره خبري کوي او خپل سر يې د هغې له ټټر سره لګولی دی، فضا ډېره عاشقانه معلومېږي، لکه نن چي د عاشقانو ورځ وي.

يوه شېبه وروسته ولسمشر سټيج ته راغی، تندی يې خورا تريو دی او ژر ژر سترګه وهي. د ولسمشر په ليدو د غونډي ټول برخه وال له خندا شنه سول او هر يوه خپلي خېټي ته اشاره وکړه، ځکه نن د ولسمشر خېټه دومره لويه ښکارېده چي له سټيج سره لګېده، ولسمشر لومړی د تالار دروازې ته په ځير وکتل او بيا يې خپلي خبري داسي پيل کړې: درنو حاضرينو! تر هرڅه دمخه غواړم ستاسي څخه يوه پوښتنه کوم:  ايا غواړئ چي نن ملت ته رښتيا وواياست؟

په غونډه کي چوپه چوپتيا خپره سوه. يوازي د موبايل ټينګ و پينګ اورېدل کېده. دا د پارلمان هغه وکيل و چي  د مخ په ليکه کي ناست و او په خپل موبايل کي يې د چينجي ګېم کاوه. ولسمشر پسي زياته کړه: دا دی لومړی يې زه له ځانه پيلوم. زه په ډاګه ملت ته وايم چي موږ په تېرو دوولسو کالو کي يو اساسي کار هم و نه کړ او هر ډول فساد ته مو لاره اواره کړه، خو اوس زه غواړم چي دا فساد ورک کړم او دا کار همدا نن کوم.

د ولسمشر لومړی مرستيال له درده سور او شين واوښت، پر خپله چاغه پزه يې لاس تېر کړ او په ډډ اواز يې وويل: موږ څو کاله جهاد او مقاومت وکړ چي دغسي يو نظام راولو او تاسي يې فاسد بولئ؟

ولسمشر: تاسي ملامت نه ياست، ځکه د ويني فشار مو لوړ دی او غوږونه مو څه نه اوري، ستاسي دا  خو فشار نه، بلکي فيشهار دی فيشهار.

د ولسمشر دوهم مرستيال نسوار خولې ته واچول، خپله ړنګه بنګه لنګوټه يې پر سر سمه کړه او په ډکه خوله يې وويل: دا د راتلونکي ولسمشر کار دی، موږ يې څه کوو؟

ولسمشر:  هو انتخابات راروان دي، په تاسي کي به يو ځوان انتخابات وګټي، خو دا ځوان به نظام چېري جوړوي؟ په افغانستان کي خو ټولي دولتي ځمکي زورواکانو غصب کړې دي، دا يو ارګ پاته دی بس.

يو وزير چي په موبايل کي يې خپلي معشوقې ته مسيجونه استوله، نيکټايي پر خپله لويه خېټه اواره کړه، غاړه يې لوړه کړه او وې ويل: مګر موږ په تېرو دوولسو کالو کي ډېري لاس ته راوړني لرو.

ولسمشر:  بس پوه سوم، ستا لاس ته راوړنه خو دا ده چي ټوله ورځ نجونو ته مسيجونه استوې.

د ستري محکمې رئيس: نو چاره څه ده؟

ولسمشر:  ياره انډيواله دا نظام نور نه جوړېږي، لکه زړه غړکه چي يو ځای يې ورګنډې ګورې چي بل ځای يې څيري دی، زما خو داسي خوښه ه چي يوه نوې غړکه رانيسو خو له امريکايانو څخه يې نه رانيسو  ځکه چي د

( بُن ) غړکه موږ او تاسي ټولو وليده چي څنګه وه؟

د انتخاباتو د کيسيون رئيس:  ايا خوښه مو نه ده چي دا کار نوی حکومت ته پرېږدئ؟

ولسمشر:  وايي چي څنګه ځنګل هغسي يې کربوړی، نوی حکومت به هم د همدې ناولو اوبو يو څاڅکی وي، وکيل صاحب به يې په موبايل کي د چينجي ګېم کوي او وزير به يې له نجونو سره په چټ لګيا وي.

د ولسي جرګې مشر:  که تاسي امنيتي سند لاسليک کړئ، نو ډېري ستونزي به حل سي.

ولسمشر:  د امنيتي سند په لاسليک کولو سره سوله نه راځي، بايد يوه نوې لاره يې ولټوو

د بهرنيو چارو وزير د خپل کميس تڼۍ خلاصي کړې:  نور به خدای خير کړي، تاسي ژر دا امنيتي تړون لاسليک کړئ چي زه خپلو خارجي سفرونو ته ورخلاص سم، پوره درې ورځي کېږي چي زه حتی دغه نژدې تاجکستان ته هم نه يم تللی، ډېر مي زړه تنګ دي.

ولسمشر:  دا تړون ګرد سره نه لاسليک کوم. امريکايان له لومړۍ ورځي راهيسي زما سره صادق نه وو زه اصلاً د دوی له لاسه دې ځای ته راورسېدم چي اوس نه په ملت کي ځای لرم او دوی  باور راباندي کوي، تېره شپه مي دومره چورت خراب و چي آن د (پولاد علمدار) ډرامه مي هم نه ده کتلې

د دفاع وزير:  اوس هم وخت سته، که تاسي د پولاد علمدار غوندي تکړه سئ نو امريکايان ماتولای سئ

ولسمشر اوږې ټيټي ونيولې:  بچه ظالم مه ميفهمم که تو مرا دوست نداری، از مه کده معاون مه زياد دوست داری. پولاد علمداغ خو مثل (ماماتي) و (عبدالحی) معاونين داره، اما تو معاونين مرا سيل کو! مرا در وادی ګرګ ها تنها مانده، به هر  صورت مه کار خوده ميکنم

د دفاع وزير:  استغفرالله بابه، چطول تولا دوست ندالم؟ ايطول نګو، اګه نی خوده دل پيشلوی تو ميکشم.

يو سلا کار وزير چي پلن سنت او خړيته پزه يې درلوده ولاړ سو، سر يې د رکوع په ډول ټيټ کړ او په ټيټ اواز يې وويل:  جناب رئيس صاحب! ستاسي فيصله څه ده؟

ولسمشر په صاف اواز وويل:  دا چي امريکايان مي په مرموز ډول وژني، نو ښه به دا وي چي ملت ته خو هم لږ خدمت وکړم او د عزت مرګ ولرم، د عزت مرګ دا دی چي همدا اوس ستاسي په مخ کي ځان وژنم.

په مجلس کي شور جوړ سو او هري خواته چيغي پورته سوې، د بهرنيو چارو وزير ولاړ سو او په ژړا يې وويل: ای زموږ ګرانه رهبره! ای زموږ ملي مشره! د خدای لپاره دا کار مه کوه!

ولسمشر:  کښېنه منافقه! تاسي ټول ناځوانه ياست، زه مو د امنيتي تړون په برخه کي يوازي پرېښودم.

په تالار کي ناست خلک ټول ودرېدل او چيغي يې کړې: د خدای پر پار دا کار مه کوه! مه کوه…

سټيج ته نژدې يو نری او کمزوری اواز واورېدل سو، ولسمشر وويل: چوپ سئ! يو بوډا په ژيړغوني اواز وويل: دا کار مه کوه، ما خوب ليدلی دی چي امرياکان ستا شرطونه مني او ستا د خوښي کانديد واک ته رسوي.

ولسمشر:  په يوه شرط ځان نه وژنم چي تاسي ټول به هر يو پر خپل جرم اعتراف کوئ.

په مجلس کي چوپه چوپتيا خپره سوه، هيچا هم څه و نه ويل.

ولسمشر:  ښه نو تاسي يو هم پر خپله ګناه اعتراف نه کوئ، زه همدا اوس ستاسي په مخ کي ځان وژنم.

ولسمشر تر خپلي چپني لاندي لاس ننه ايست. له دې سره سم په مجلس کي شور تږ زوږ جوړ سو: اې مه کوه! دا څه کوې؟ د خدای پر پار دا کار مه کوه!

د ولسمشر يو غوړه مال سلاکار وزير چي د غونډي په لومړۍ ليکه کي ناست و او د پتلانه کمربند يې ټينګاوه، له ډاره اوچت پورته سو، پتلون يې تر نيمايي پوري لاندي وښويېده، تور مخ يې لکه بانجڼ په تور رنګ کي شين واوښت: ای زموږ ګرانه بابا! ته چي ځان وژنې موږ و چا ته پرېږدې؟ که ته مړ سې، نو موږ ټول به يتيمان سو.

ولسمشر:  بيغمه اوسه تاسي ټول راسره بيا يم، زه ځانمرګي بريد کوم او تاسي ټول مفسدين هم وژنم. ولسمشر سټيج وډباوه او په جګ اواز يې وويل: ما ته وګورئ! په دې چپنه کي مي شل کيلوګرامه باروت ځای پر ځای کړي دي، زه همدا اوس چاودنه کوم. موږ او تاسي يو ځای د بُن د فيصلې له مخي افغانستان ته راغلي وو او دا دی زما د فيصلې له مخي بيرته  له افغانستان څخه ځو. په دې وخت کي د ولسمشر د مرستيال سا بنده سوه، پزه يې لکه د فيل مرغ شونډک نوره هم وپړسېده، شا و خوا يې وکتل او ورو د دروازې خواته روان سو، خو ولسمشر ناره کړه: ودرېږه چېري ځې؟

د ولسمشر د مرستيال ژبه بنده سوه:  صاحب تشناب، تشناب

ولسمشر:  دروازه مي تړلې ده، هيڅوک هم دباندي نه سي وتلای

د يوه قاضي رنګ لکه کورکمن ژيړ واوښت، لويه خېټه يې څو واره ژر ژر  پورته کښته سوه،  ورو يې خپل بوټونه او کورتۍ وايستل او د کړکۍ خوا ته ولاړ سو، په دې وخت کي يې د اوبو بوتل له لاسه ولوېد، د ولسمشر ورته پام سو: قاضي صاحب څه کوې؟ غواړې د کړکۍ له لاري وتښتې؟ بېغمه اوسه! ټولي کړکۍ مي بندي کړي دي. قاضي پزه کش کړه او سوکه يې وويل: ما ويل دا کړکۍ به خلاصه کړم، په تالار کي يو قسم بد بوی سو.

ولسمشر:  د دې فساد بدبويي پخوا لا ټوله دنيا پر سر اخيستې وه، خو ستا پزي ته يې اوس بوی درغی.  نه وينې چي جنرال صاحب د خپل پتلانه پايڅې داسي کلکي تړلي دي لکه همدا اوس چي بزکشي پيل کوي، بدبخته تا به هم دغسي يو ( ساونډپروف ) پتلون پيدا کړی وای.

ولسمشر چپني ته لاس کړ، له ګرېوان څخه يې د ځانمرګي واسکټ بټن راوايست، سره اشاره يې بله او مړه کېده.

په دې وخت کي د موبايل ټينګ وپينګ واورېدل، ولسمشر په قهر وويل:  وکيل صاحب څه کوې؟ کوم سفارت ته زنګ وهې؟ بېځايه زحمت مه باسه، موبايلونه مو کار نه کوي، تاسي به ټول زما سره وژل کېږئ خو په يوه شرط مو دباندي پرېږدم چي پر خپله ګناه اعتراف وکړئ، ښه څوک تيار دی؟

د ولسمشر مرستيال په بنده بنده ژبه وويل:  صاحب زه يو مليارډ ډالره لرم، څو وسله والي ډلي او شخصي زندانونه لرم، يو ډېر خروړی او جنګي سپی لرم، يو چا له کشميره په تحفه کي رالېږلی دی، ډېر غښتلی سپی دی، يو لک ډالره بيه لري.

ولسمشر په ترخه خندا وايي:  بچه ظالم مه ميفهمم که تو بابی ات زيات دوست داری

د ولسمشرۍ يو کانديد چي پلاستيکي غاښونه يې په خوله کي سموله، په کشړوپه خوله او ګنګوړه ژبه وويل:  صاحب زه اوس هم بهرنی تابعيت لرم، خو په رشوت مي ځان خلاص کړ.

ولسمشر: بې ادبه ولي ناست يې، په ولاړي خبري وکړه! وايي تر اوسه استاد سوی نه يې بيا نېچې غلا کوې؟

کانديد:  صاحب ستا قربان سم، نه سم ولاړېدای، پرتوګاښ مي تښتېدلی دی.

ولسمشر:  ښه پرتوګاښ دي تښتېدلی دي؟ ځه خير په ناستي خبري وکړه!

کانديد:  يوه کانديد د رايو ورکولو يو لک کارډونه په موټر کي اچولي وو چي د انتخاباتو کميسيون ته يې يوسي، کله چي زه خبر سوم نو لاره مي ورته ونيوله او هغه کارډونه مي ځني غلا کړل، که رښتيا ووايم نو ما پخوا په مسجد کي څپلۍ غلا کولې، بيا يو چا په يوناما کي مقرر کړم، هتله مي انګلېسي زده کړه، بيا مي يو خصوصي شرکت جوړ کړ، يوه ورځ يوه خارجي راته وويل چي ځان ولسمشرۍ ته کانديد کړه، پيسې يې موږ درکوو، پنځه مليونه ډالره يې مخکي راکړل.

ولسمشر:  رښتيا هم که د لمانځه پر مهال څپليو ته ګورو نو لمونځ مو فاسدېږي، نو ښه به دا وي چي غل د امام پر ځای ودروو، تر سترګو به مو لاندي وي او څپلۍ به نه سي غلا کولای.

يو سړی چي د تالار په پای کي ناست و، په چټکه ژبه وويل:  نو تا خو موږ په جماعت مصروفه کړي وو، خو وروڼو دي د شا له خوا زموږ څپلۍ غلا کړې

ولسمشر په قهر وويل:  دا څوک و؟

سړي ځان نور هم د خلکو تر شا پټ کړ.

د تالار په پای کي په زوره ژړا واورېدل سوه، ولسمشر په ځير ورته وکتل: وزير صاحب څه خبره ده؟

وزير په داسي حال کي چي له غاړي څخه يې نيکټايي خلاصوله داسي وويل: صاحب زما عمر پنځه ويشت کاله دی، خو جعلي تذکره مي جوړه کړې ده، د يوه مړه سوي ډاکټر تحصيلي اسناد مي خپل په نوم کړي دي، زه اصلاً يو پنچرمېن وم، خو وروسته په يوه سفارت کي مقرر سوم، هلته مي انګليسي زده کړه، بيا مي يوه امنيتي کمپنۍ جوړه کړه، په هغه کي مي شل مليونه ډالره پيدا کړل، کله چي تاسي د اعتماد رايي اخيستلو لپاره پارلمان ته استولم نو يو ميليون ډالره مي د پارلمان وکيلانو ته رشوت ورکړ، بل دا چي سنت سوی هم نه يم

ولسمشر څټ وګراوه او کرار يې وويل:  دا نو د سيمه ييزو ارګانونو ګناه ده چي خلک سم نه ګوري او ماته يې اسناد رالېږي، د عامي روغتيا وزير هم ملامت دی چي دومره لوی تخنيکي مشکل ته يې نه دی پام سوی، ما به هغه جراح ډاکټر ته د سرو زرو ميډال ورکړی وای چي زما وزير يې سنت کړی وای، زه خو تل د اصلاحاتو طرفدار يم، البته د هر ځای اصلاح چي وي.

د تالار په دوهمه ليکه کي د والي صاحب تر خوله يوه لويه چيغه ووته چي ټول تالار اورېده. والي صاحب وويل:

زه اعتراف کوم چي د ولايت ټولي چاري مي د ( پي، ار، ټي )،  امريکايانو او ګاونډيو هيوادونو په خوښه سرته رسولي دي، له طالبانو سره هم پټي اړيکي لرم، د هغوی په نوم مي لس مکتبونه او پنځه شفاخانې سوځولي دي، پنځوس بمونه مي چوولي دي چي دوه سوه بې ګناه خلک پکښي وژل سوي دي، پر دې سربېره مي شل پلونه هم په بمونو الوزولي دي.  دا کارونه مي د دې لپاره کړي چي تاسي اوپراتيفي بوديجه راکړئ او بل نو تاسي خو خبر ياست چي زه همجنس بازه هم يم.

ولسمشر:  خوله دي بنده کړه!  همجنس باز يې که هره بلا يې، دې خواته ودرېږه!

يو قاضي ولاړ سو، خو پښې يې ورېږدېدلې او پر ځمکه ولوېد، په پروتي يې په ژړا وويل:  زه له قاچاق وړونکو سره ښه پخه انډيوالي لرم، په شيرپور کي دوه کورونه او لس مليونه ډالره لرم او بل نو ته خو خبر يې چي چرس هم څکوم، يو ځل خو ما او تا دواړو

ولسمشر يې خبره پرې کوي:  چوپ سه احمقه!

د پارلمان يوه وکيل چي کميس ايستلی و، خولې پر راماتي وې، د معدني اوبو بوتل يې په لاس کي و او پر خپله پړسېدلې خېټه يې اوبه تويولې، خپله لنډه او پنډه غاړه يې اوږده کړه او په تکليف يې وويل:  قسم په خدای که ماته خپلي مېرمني هم رايه راکړې وي، په درغليو پارلمان ته راغلی يم، پيسې سفارتونو راکړي دي، اوس لس مليونه ډالره لرم، دغسي په دوبی کي پنځه کورونه هم لرم. بل دا چي تر اوسه پوري يوازي ته خبر يې چي زه نرښځی يم خو بايد ملت هم خبر سي.

ولسمشر:  نرښځی خو ګناه نه ده، ما ډېره هڅه وکړه چي يو نرښځی پيدا کړم او ستره محکمه په لاس ورکړم، ښځو به  تل انتقاد کاوه چي هم د دولت رئيس او هم يې د درو ګونو قواوو رئيسان نارينه دي.  ما فکر وکړ چي دا يوه قوه به نارينه ته ، دوهمه قوه به ښځي ته او دريمه قوه به نرښځي ته وسپارم، خو چا نه راسره منله، بل دا چي ما غوښتل د ولسمشرۍ لپاره د يوه نرښځي کانديد ملاتړ وکړم، خو امريکايانو اجازه را نه کړه

د تالار له کونج څخه يو رېږدېدلی اواز واورېدل سو:  رئيس صاحب د خدای لپاره پر ما رحم وکړه!

د تالار په کونج کي يو سړی ناست دی او د چاودني له ډاره يې باطلدانۍ په سر اغوستې ده، څرنګه چي د سړي سر رېږدي، نو له حلبي باطلدانۍ څخه کړپهاری خېژي.

ولسمشر:  هلکه کوم يو يې؟ بس بس ومي پېژندلې، ته خو هغه د (…) ګوند رهبر يې، ښه وايه!

د سياسي ګوند رهبر:  صاحب ما په امريکا کي سپي پرېولل، له امريکايانو سره يو ځای افغانستان ته راغلم او د ماين پاکۍ سپيانو ته به مي خواړه ورتيارول، بيا يوه امريکايي جنرال په کابل کي د امريکا سفارت ته بوتلم، ماته يې وويل چي ته يو سياسي ګوند جوړ کړه، موږ به مرسته درسره وکړو، ما هم ګوند جوړ کړ، سفارت چي به څه راته ويل ما به هغسي کول.  بل نو ته خو خبر يې چي زما عمر کم دی، تر اوسه پوري بلوغ ته نه يم رسېدلی

ولسمشر:  يوازي ته نه يې، د افغانستان اکثره سياستوال نابالغه دي، که دوی بلوغ ته رسېدلي وای نو اوس به افغانستان په داسي بد حال کي نه وای.

په دې وخت کي د تالار په يوه کونج کي چکچکي واورېدل سوې، ټول حيران سوه چي په دې وخت کي څوک چکچکي کوي؟ ګوري چي يو سړی تر څوکۍ لاندي پروت دی، خو سر يې را ايستلی دی.

ولسمشر چيغه کړه: ښه ته د فساد رئيس يې؟ وايه رئيس صاحب!

له اداري فساد سره د مبارزې د کميسيون رئيس:  صاحب ما د مفسدينو اتحاديه جوړه کړې ده، د دولت په درې ګونو قواوو کي چي هر څومره مفسدين دي هغوی مي سره جوړ کړي دي.  زه اوس اته سوه مليونه ډالره لرم، ستاسي ونډه مي هم په کابل بانک کي هغه حساب ته در استولې ده چي تاسي راته ويلي وه

ولسمشر:  بس بس! کابل بانک پسي پرېږده. په دې وخت کي د ولسمشر يو چا ته پام سو او ناره يې کړه: دا کوم يو دی چي تر څوکۍ لاندي پټ دی او پښې يې راوتلي دي، هلکه کوم يو يې راووځه! څوکۍ پورته سوه او يو سړی راپورته سو: صاحب زه د انتخاباتو د کميسيون رئيس يم، ما د ولسمشرۍ لپاره ټول هغه کانديدان له ليسته وايستل چي تا راته ويلي وو، مثلا

ولسمشر يې خبره پرې کړه:  اوف بس ده نوره حوصله نه لرم، زه خپله فيصله کوم:

اې زما کړېدلې او بېچاره ملته! هغه مکروبونه چي امريکايانو او د هغوی انډيوالانو د بُن د پرېکړي له مخي افغانستان ته را استولی وو او ستاسي هر اندام يې په درد اخته کړی و، ما هغه مکروبونه بيرته راغونډ کړل او تاسي يې په دې تالار کي وينئ. دا دی زه نن خپل فرض ادا کوم او دا مکروبونه له منځه وړم . دا دی زه همدا اوس ځان چوم: الله اکبر

********

د ټلويزيون پر پرده سره لمبه ښکاره سوه او وروسته  تياره راغله. څو شېبې وروسته بيا خبريال د ټلويزيون پر پرده راښکاره سو او وې ويل: ګرانو ليدونکو! د افغانستان ولسمشر په ارګ کي ځانمرګی بريد وکړ او ورسره  د غونډي ټول ګډونوال ووژل سول، د خبر نور جزيات به وروسته راسي.

14 COMMENTS

  1. همت صاحب په همت دی برکت شه په ریشتیا همداسی ده کابینه له همداسی خلکو دٍکه ده الله دی دوی تباه کی

  2. قدرمن نافع همت صاحب سلامونه او نیکې هیلې !
    هیله ده روغ او جوړ یې ډیر په زړه پورې طنز د لیکلی وه الله د په ګوتو او قلم برکت کړه باور وکړه له ډیرې خندا نه مې نږدې وه چې زړه دریدلی وه ستاسې ډیر طنزونه مې لوستي وه خو پدې کې تر حد زیاته مزه وه .
    مهرباني به مو وي که مو د خپل ټیلفون نمبر ولیکه څو ددې بنډار په اړه په ټیلفون خپله خندا درسره شریکه کړم .یوځل بیا مو ددې طنز له لیکلو ډیره مننه
    په درنښت
    نجیب الله پیمان
    0777420434

  3. عبد النافع همت صيب سلامونه وايم اووروسته له سلام نه بأيد ووايم چي دغه گرده خبري چي دطنز په شكل ليكل سويدي گرده ديوه ريشتني حقيقت پر بنا ولاري دي.خو افسوس خو دادي چه ولسمشر به په ارگ كي تر مرگ پوري په يوه نوي ميليونونه دالره جوره شوي كور كي ژوند وكي اودده ياران به دنوي ولسمشر په كا بينه ور گد شي.بيا هم هغه كا سه او هغه خر.

  4. همت صاحب، ستاسي په ټولو طنزونو کي دا طنر مي خورا خوښ سو.
    که سړی تر انصاف تېر نه سي نو يو ډول سمي دمي د رښتياګو خبري دي چي دطنز کميس په اغوستل سوی دی.
    که مي رښتيا پوښتې دغونه مي خندلي دي چي خدای دي وساته!
    زما تاسي ته يو سپارښتنه ده که تاسي د رژيم په ګډون ددا نورو درواغجنو ټولنو ورځني خبرونه هره ورځ تعقيب کړئ نو زما په خيال دهر خبر دويم او او دريم خبر څخه يو ښه نامي طنز جوړولای سئ.
    دا خبره مي ځکه وکړه چي دلته په واشينګټن کي د (onion) په نامه يوه طنزي خپرونه ده. دغه خپرونه د امريکايي واکمنو( سپيني ماڼۍ، کانګرس اونورو سرکاري ادارو) سياسي، کلتوري او هرډول خبرونو څخه چي عام عادي خبرونه وي دوی طنزونه ځني خبرونه ځني جوړ کړي وي. که څه هم دکابل رژيم امريکايانو جوړ کړی دی ياني خپل واک نه لري. طنز ليکنګ ته لار ډېره اسانه کوي.
    منګر ته به اريان سې چي د امريکا حکومت او حکومتې ادارو څخه عام ولس هيڅ دښو هيله نه لري. هرڅه چي تاسي په رسنيو کي اورئ هغه د امريکا په ورځني ژوند کي ګردسره نسته.
    مثلاً د اوباما د ۲۰۰۸ کال دټاکنو د وخت ژمني دغه خپروني په هغه کال په داسي طنزي ډول خپرولې چي دسړي پښتورګي چاودل. زه وايم کاشکي په افغانستان کي ددغه ډول خپروني شونتيا وای چي نور هيڅ نه وي پښتانه به يې خندولای.
    قلم همداسي ګړندی غواړم. ژوندی ګرځې!

  5. طنز ډېراوږد دی خو لوستونکی له ځان سره وړي، ډېر ښکلی دی. مننه همت صیب او تاند اینډ کمپني.

  6. ښاغلی او قدرمند همت صاحب ډیر په زړه پوری لیکنه دی کړي ده. خندا خو می ډیره پروکړه خو دژړا غوندی حاالت باندی دی وخندولو. تاسو دی خدای ج همیشه بریالي او سرلوړۍ لري.

    مننه

  7. همت صاحب په همت د برکت شه چي دا همت د کړی دي چی د بی همتیانو راز د په خپل لوړ همت سره په ډاګه کړی دی يوه نړی مننه

  8. همت صیب! طنز مو ښکلی او په واقعیت ولاړ دی، ټول حقایق مو پکې بیان کړي، خو درېغی چې په ریښتیا یې ووینو! هم به د ملت آرامانونه پوره شي او هم به د دوی توبه قبوله شي او راتلونکو ته به لوی درس پاتې شي
    په ادبي لیکنو کې د نورو توکو تر څنګ تصویر دومره مهم او قوت لرونکی دی، چې هر لوستونکی همغې سیمې ته ور سره بیایي، چې له نېکه مرغه دغه طنز هم همداسې تصویرونه درلودل، چې لوستونکی ور سره بیایي، زه باور لرم چې هر لوستونکی به یې د ارګ په ماڼۍ کې د غونډې تالار ته ور وستلي وي

  9. قدرمن نافع صيب، سلامونه او نيکي هيلې
    ليکنه مو ډېره په زړه پورې ، جالبه، د طنز او مزاح له مالګې او خونده ډکه ، زړه راښکونکې، بوختوونکې او په پرلپسې ډول د لوستو وړ ده، د هېواد روان ناورين ، شتو ناخوالو، ستونزو په باب د طنز په ژبه د واقعيتونو ريښتونى انځور او انعکاس دى، په قلم او جرئت دې برکت .
    د لوى الله له درباره د اوږد او روغ رمټ ژوند هيله لرم او له تاسې درانه نه هيله کوم چې همداسې په لوړ همت خپلو فعاليتونو ته دوام ورکړئ
    مينه او درنښت
    شېرعلم امله وال -ننګرهار

  10. همت صاحب ډير ښکلی طنز دی ، واقعتونه مو په طنزي بڼه راوړي که ريس جمهور او کابينه يې دا طنز ولولي لومړی به ښه ډير ورته وخاندي ورته به خپلو خلکو ته ډير خجالت شي، ، د لا برياليتوبونو په هيله

  11. همت صاحب ډير ښکلی طنز دی ، واقعتونه مو په طنزي بڼه راوړي که ريس جمهور او کابينه يې دا طنز ولولي لومړی به ښه ډير ورته وخاندي خو څه شيبه وروسته به خپلو خلکو ته ډير خجالت شي، ، د لا برياليتوبونو په هيله

  12. Nafe!
    ke Taib sha hakumt woo no daa hakumat be na woo jor. hum daa hakumt day chi ta computer ta nast yea aw internet lare. aw hum da Taand day chi da de hakumat pa rena ki wa pezhandal sho. kho afsooz chi Afghanan namak harame aw dwo makhi de.

  13. همت صاحب په لاسونو د برکته شه څه چې تاسو وویل ټول په موجوده نظام کې شته که داسې نه وایي نو اوس به مو هیواد ګل او ګلزار وای. خدای ج د دا مفسدین په بد مرګ له دې هیواده ورک کړي چې نوره یي له غمه خلاص شو.

    مننه

    نور

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب