پېژندنه:
نوې کره کتنې (New Criticism) ته یوازې د نوي لفظ یا ترکیب له مخې نوې نه وايي، بلکې دا د شلمې پېړۍ د هغو څو ادبي تیوریو او کرکتنو په لړ کې راغلې اصطلاح ده، چې اصول او تیوري یې په خاص او سوچه مکاتیبو او تیوريو کې حساب ده؛ یعنې نوې کره کتنه د پس رغښتوالې او فورمالېزم په څېر یوه بېله نوې ادبي تیوري ده، چې د ادبياتو له اصل روح او داخلي یا تخلیقي هيئت او فورم سره یې سروکار دی.
دوی هم عموماً د همغه دواړو (پس رغښتواله او فورمالېزم) د تیوریو په څېر په یوه ادبي پنځونه کې متن اساس ګڼي او معنا یا د متن لوستنه او سپړنه د ماتن نه؛ بلکې په متن یا لوستونکي پورې غوټه بولي او په همدې اساس یو متن پر خپل ځان ولاړ او خپلواک بولي؛ یعنې د متن خارجي هغه عوامل یې، چې د موضوع یا د موادو په بڼه موجود وي د هغې پر ځای د متن پر داخلي هیئت (شکل) طرز، اهمیت او ښکلا خبرې او بحثونه کوي او پر همدې بنسټ یو ادبي متن له نا ادبي متن بېلوي او د متن د خارجي واقیعتونو پر ځای د متن داخلي واقیعتونه مهم بولي. داخلي واقیعتونه یې همغه د متن ادبي ارزښتونه دي، چې پورته مو په عمومي ډول یاد کړل او په راروانو کرښو کې یې نصبي تفصیل وړاندې کوو.
تاریخي شالید:
د نوې کره کتنې له تاریخي شالید مخکې دا خبره هم مهمه بولم، چې دا کره کتنه په نړیواله کچه ځینې معاصر نقادان د تاریخي قدامت له مخې له فورمالېزم او پس رغښتوالې وړاندې ګڼي او دا دواړه ادبي تیورۍ د دې محصول بولي؛ مګر حقیقت دا دی، چې یوازې د تاریخي لومړیتوب پرته یې د نوې کره کتنې د تیورۍ اصل هغومره منظم او مربوط بحثونه نه لري لکه فورمالېزم او پس رغښتواله یې چې لري؛ یعنې تاریخي لومړیتوب یې دا دی، چې له دې دواړو کره کتنیزو تیوريو مخکې یې بحثونه پېل شوي دي؛ مګر د فورمالېزم په څېر یې د متن یا د یوې ادبي پنځونې لپاره د ادبیت تله ورسره نشته یا د پس رغښتوالې غوندې یې رغښتي ادبیت (شعریات) نلري. بلکې تقریباً ټول بحثونه یې هلته او دلته سره په پاشلي ډول د ګڼو مبلغینو له خوا په مختلفو وختونو کې ترسره شوي دي، همدا علت دی، چې زه نوې کره کتنه تر ډېره حده د یوې منظمې تېورۍ پر ځای د همغه څو لسیزو د نویو خورو ورو بحثونو تیوري بولم. البته له دې دواړو تیوريو سره یې په ډېری بحثونو کې عمومي ګډ ټکي (مشترک والی) ضرور شته دی.
د نوې کره کتنې اصطلاح په لومړي ځل د کولمبیا پوهنتون د پرتلیزو ادبیاتو پوهاند سپنګاران (spingarn) په (۱۹۱۰ م) کې وکاروله او موخه یې کره کتنه له زاړه جغه خلاصول وو، یعنې د دغه اصطلاح اصل هدف کره کتنه له تاریخي او ټولنیزو اصولو ادبي هغو ته اړول وو.(۱) له دې نوې کره کتنې وړاندې د اکثرو کره کتنو د عملي نقد میتود دا و، چې یوه پنځونه به یې تر ډېره حده په تاریخي، زماني او مکاني ارزښتونو تحليلوله. سپنګاران د همدې څو عامو اصولو او تمایلاتو برعکس سوچه ادبي ارزښت او د یوه ادبي متن خپله داخلي مطالعه مهمه وبلله.
دغه نوې اصطلاح که څه هم د لومړیتوب له پلوه سپنګاران ته منسوبه ده؛ خو د دې کره کتنیزې تیورۍ اصل او منظم پېل اکثر نقادان د جان کرورینسم له هغه کتاب(The New Criticism) پېل بولي، چې په (۱۹۴۱م) کې یې له څو نورو مهمو کتابونو سره یو ځای چاپ او خپور کړ.(۲) سره له دې چې د سپنګاران او جان کرورینسم نومونه د نوې کره کتنې د پېلونو په توګه مخې ته راځي؛ مګر اصل تفصیلي تیوري او اصول یې د نورو مبلغینو مثلاً ايي ای ریچرډز، ټي ایس ايلیټ، ولیم ایمپسن او کلنت بروکس په اثارو او افکارو کې موندلی شي، که څه هم له دې یاد کره کتونکیو پرته نور مبلغین هم لري؛ خو دا کره کتونکي یې د کره والي او اصلیت له پلوه مهمې تیورۍ او موخې بیانوي.
د نوې کره کتنې تیوري:
نوې کره کتنه یوه پنځونه یا یو ادبي متن په زماني یا مکاني تله نه تلي او نه یې شخصیت یا پنځونکي سره مربوط ګڼي، بلکې دا کره کتنه هم د یو متن د ازادې او مختلفې لوستنې پر طرز تاکید کوي؛ مثلاً دوی دا مهمه نه بولي، چې یو ادبي متن چا او چېرې لیکلی او په کوم لرلید یا شالید لیکل شوی دی؛ بلکې د متن د خپل ادبي جوهر په اساس یې داسې بولي، چې ګواکې هر لوستونکی ترې خپله خپله یا مختلفې معناوې او مفاهیم اخیستلی شي. ايي ای ریچرډز په همدې اساس د یوه نظم یا متن عملي تجربه وکړه، په پوهنتون کې یې خپلو محصلینو ته یو نظم ورکړ او له دوی یې وغوښتل، چې هر محصل دې یې د خپلې لوستنې په اساس تشریح او معنا کړي، کله چې محصلینو نظم تشریح او معنا کړ؛ نو د ټولو یې له یو بل سره په تشریح او مفهوم کې توپير کاوه. ریچرډز په همدې اساس وویل، چې یو ادبي متن پرته له دې، چې موږ یې په کوم چا پسې وتړو او یا یې یوه حتمي معنا ورته وټاکو، ښه ده، چې د لوستونکي هغه برداشت ته یې پرېږدو، چې د یوه متن د لوستنې پر مهال یې ترې هر لوستونکی خپلې خپلې معناوې او مفاهیم اخلي.
د لوستنې له دې عملي تجربې سره په ظاهره داسې ښکاري، چې ریچرډز هم د مصنف یا پنځګر نفي وکړه؛ مګر هغه د یوه ادبي متن لپاره د څلورو نورو توکیو په تشریح څرګنده کړه، چې هغه د پنځګر یوازې ذاتي یا شخصي سوانحي عمري یا تاریخي تړاو نفي کوي؛ نه د پنځګر داخلي احساسات او تخیلات. ځکه هغه واضحه کړه، چې په یوه ادبي متن کې خیال (Sense)، احساس(Feeling)، لهجه(Tone) او منشا(Intention) مهم توکي دي، چې دا د پنخګر د ذهن او تخلیقي عمل محصول هم دي. یعنې نوې کره کتنه که له یوې خوا د پنځګر او د پنځګر د ژوند او تاریخي تړاو نفي کوي؛ نو بلخوا یې د همدغو څلورو توکیو په اساس د یوه متن سپړنه هم په داسې ډول کوي، چې د پنځګر د ژوند او شخصیت پر ځای یې په ذهن او تخلیقي جوهر خبرې کوي او د پام وړ نکته یې هم دا ده، چې دا څلور توکي هم د یوه ادبي متن په ادبيت کې مهم ځای او نقش لري.
له ریچرډز وروسته ټي ایس ایلیټ د نوې کره کتنې بل هغه نوموتی کره کتنونکی او بنسټ ایښودونکی دی، چې ده هم د ریچرډز غوندې په خپلو مقالو او تنقیدي نظریاتو کې د پنځګر ذات او شخصیت نفي کړی دی. ایلیټ هم په خپله مشهوره مقاله (روایت او ځانګړې وړتیاوې) کې د پنځګر خپل هغه داخلي شخصیت پر ځای، چې یوازې د پنځګر ځان، ذات، فکر او احساس سره تړاو لري مهم ونه باله؛ بلکې له تېر یا روایت سره د تړاو پر بنسټ یې هغه ادبي شخصیت مهم وباله، چې د ټول ادب له کلیت او مطالعې سره تړاو ولري؛ یعنې دغه شخصیت یې باید ذاتي نه وي؛ بلکې هنري جنبه یا هنري اړخ ولري.(۳)
په نوې کره کتنه کې د ایلیټ له همدغه تصور همغه دوه ډوله برداشت واخیستل شو، یو دا چې دې تصور هم یو یا ذاتي شخصیت او پنځګر نفي کړ او بل یې متن ته خپلواکي ورکړه، یعنې د لوستنې له پلوه یې متن ازاد او خپلواک اعلان کړ. ایلیټ چې د روایت په تصور کې د کوم تاریخي شعور خبره کوي، اردو ژبی نقاد او لیکوال ناصر عباس نیر یې د پوسټ مډرنیسټي کره کتنې د بین المتونیت (په یوه متن کې نور متنونه) له اصطلاح سره مشابهت ورکړی دی، یعنې لکه څنګه، چې بین المتونیت په خپل یوه متن کې ګڼ متون په نښه کوي، همداسې د روایت په تصور کې تاریخي شعور هم په یوه متن کې ګڼ کلتوري، ژبني او موضوعي متون په نښه کوي. (۴)
له ایلیټ وروسته ولیم ایمپسن دی، چې دا اصلاً د ریچرډز محصل یا شاګرد هم و، ده د نوې کره کتنې د تیوری پر بنسټ د شاعرانه ابهام اووه ډولونه په ګوته کړل او دا یې د نوي تنقید د ریچرډز د همغو څلورو توکیو د سپړنو د طرز په څېر په یوه متن کې مهم وبلل. د ولیم د شاعرانه ابهام اووه ځانګړنې په لاندې ډول دي:
۱ چې یوه خبره په څو پيرایو کې شوي وي.
۲ دوه یا له دوو زیاتې معناوې چې سره یو ځای شوي وي.
۳ چې د معنا ښکاره تړاو نه وي؛ خو یو ځای سره بیان شوي وي.
۴ چې بېلا بېلې یا معادلې معناوې سره یو ځای شوي وي او د پنځګر ذهني حالت روښانه کوي.
۵ یو پنځګر چې د تخلیق یا پنځ پر وخت د یوې خبرې په کولو کې له پېچلتیا سره وي.
۶ داسې یوه خبره، چې تضاد ولري او دغه تضاد لرې کولو لپاره لوستونکی اوږد سوچ او فکر ته اړ کړي.
۷ داسې یو شاعرانه بیان، چې په هغه یو پنځګر برلاسی نه وي یا یې یو خیال په دقیق ډول نه وي روښانه کړی.(۵)
د ویلم ایمپسن دغه اووه ځانګړنې یوازې د ځانګړنو په اساس ډېرې روښانه نه دي البته کلیت یې دا دی، چې د لفظ، متن او معناوو په هغه ژورو او پټو اصطلاحي مفاهیمو یې د لوستنې او لوستونکي او د هغه د ذهني کیفیت پر ژورو یې ډېر تمرکز کاوه. له دې وراخوا د دې کره کتنې ځينې نورې وړې وړې ځانګړنې او اصول هم شته، چې تر ډېره د همداسې متن لوستنې او سپړنې پر طرز تاکید او ټینګار کوي؛ مثلاً ایف ار لېوس د نوې کره کتنې هغه کره کتونکی دی، چې د ادبیاتو پر ژوره او دقیقه مطالعه یې ډېر تمرکز کاوه او د یوې پنځونې د لوستنې لپاره یې د هغې خپل اصول او تیوري لازمه بلله. همداسې کلنت بروکس د نوې کره کتې بل هغه کره کتونکی و، چې د ادبیاتو پر ښکلاییز ارزښت یې ډېر فوکس کاوه. (۶)
پایله:
د پایلې په توګه ویلی شو، چې نوې کره کتنه هم د نورو همهاله ادبي تیوریو او کره کتنو په څېر په ادبیاتو کې د ادبیت په اساس د یوه ادبي متن د سپړنې او د مطالعې د طرز کوښښ کوي؛ مګر موږ وویل، چې د پسرغښتوالې او فورمالېزم په څېر منظمه او کوټلې تله نه لري؛ بلکې په یوه وخت د ګڼو نقادانو لخوا د ګڼو نظریاتو په اساس ادبي متون سپړي.
نوې کره کتنه د ریچرډز د څلور ادبي توکیو او د ایمپسن د شاعرانه ابهام او د ایلیټ د پنځګر د ذهنیت د لېوس د سوچه ادبي مطالعاتو د کلنت بروکس د ښکلاییزو تمایلاتو او ادبي نظریاتو هغه کره کتیزه هڅه ده، چې په یوه ادبي پنځونه کې د متن، پنځګر، لوستنې، معناوو او د اړیکو او مفاهیو ګډ او رغښتي نظام څېړي. که څه هم یو شمیر کره کتونکیو دا کره کتنه د خپلو تیوریو په اساس رد او بېهوده بللې مګر حقیقت دا دی، چې د سوچه ادبي مطالعاتو په سپړنه کې یې شننه او بحثونه ګټور او سودمند دي.
موږ په دغه لیکنه کې د همدې نوې کره کتنې یو شمیر مهم او مشهور نظریات په ختصار سره راوخیستل، چې که په کوټلي او هر اړخیزه توګه یې ټول منورین او مبلغین راوخیستل شي، ممکن کتابونه پرې ولیکل شي، ځکه همدا تېره نيمه پېړۍ د نړۍ په ادبیاتو کې د کڼو تیوریو او کره کتنو په خوا کې یوه برجسته او مهمه کره کتنیزه تیوري هم همدا نوې کره کتنه وه، چې د ادبیاتو د عملي کره کتنې په برخه کې یې خورا مفید او کټور بحثونه رامنځته کړل.
ماخذونه:
-
قاسمي. ابوالکلام، معاصر تنقیدي رویې. ایجوکیشنل بک هاوس، علي ګړه. ۲۰۱۷م. ص ۱۰
-
نصرالله. محمد، اردو مین هیئتي تنقید. سانجه بک سټریټ، لاهور. ۲۰۰۵م.۳۹ص
-
جالبي. جمیل، ایلیټ کا مضامین. نشنل بک فونډیشن، اسلام اباد.2017م
-
نیر. ناصر عباس، جدید اور مابعد جدید تنقید. انجمن ترقي اردو پاکستان، کراچی. ۲۰۱۶م. ۴۵ ص
-
کمال. ډاکټرمحمداشرف، تنقیدي نظریات او اصطلاحات. نشنل بک فونډیشن، اسلام اباد. ۲۰۱۹م. ۸۵ ص
-
نصر الله. محمد، اردو مین هیئتي تنقید. سانجه بک سټریټ، لاهور. ۲۰۰۵م. ص ۵۱ ـ ۵۲