جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونهمجاهد: نړيوال دې پوهنه کې مرسته راسره وکړي

مجاهد: نړيوال دې پوهنه کې مرسته راسره وکړي

تاند:( چارشنبه، د دلوې پینځمه)‏ د طالبانو‏‏ د رژیم وياند ذبيح الله مجاهد د زده کړو د نړيوالې ورځې په مناسبت، له نړيوالو غوښتي چې د دوی د پوهنې وزارت سره مرسته وکړي.

نوموړي د‌ دوی د رژيم له لوري د ميليونونه نجونو پر مخ د زده کړو د دروازو له تړلو سره، په یوه پیغام کې ویلي:«وزارت په همدې مناسبت خپل ولس او نړيوالې ټولنې ته ډاډ ورکوي، چې اسلامي امارت تعليم او زده کړه حاصلول د هر افغان لپاره اړینه بولي.»

طالب وياند وايي د دوی د پوهنې وزارت له اقتصادي محدوديتونو اوستونزو سره، سره توانیدلی، چې په ټول هيواد کې ۱۹ زره ښوونځي، ۱۳ زره ديني مدارس او سیمیيزدرسي ټولګي، دچټکو زده کړو اولیک لوست د زدکړې زرګونه مراکز فعال وساتي.

د ذبیح الله مجاهد د معلوماتو له مخې، ‏دا مهال د یاد وزارت په چوکاټ کې لس ميليونه زده کوونکي چې څه دپاسه دوه نیم میلیونه يې نجونې دي، په ارامه فضا كې زدکړې کوي، چې د دوه نیم لکه ښوونکو له لورې چې ۹۲ زره يې ښځينه دي، ورته تدریس کېږي.

نوموړی زیاتوي:« د پوهنې وزارت په نړيواله ټولنه هم غږ کوي، چې له څلوېښت کلن بحران څخه راوتلی افغانستان په ښوونيز ډګر کې یوازې پرېنږدي او ځوان افغان نسل ته د تعليمي خدماتو د وړاندې کولو په برخه کې له اسلامي امارت سره همکاره واوسي.»

په وروستيو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي د دوو مرستيالانو په مشرۍ د دغه نړيوال سازمان لوړپوړي پلاوي کابل او کندهار ته راغلل څو طالب چارواکي د ښځو پر وړاندې د لګولو افراطي بندیزونو ايسته کولو ته وهڅوي، خو داسې ښکاري چې لا په دې هڅه نه دي بريالي شوي.

د طالبانو د ډېرو مشرانو د روزنکې حقانيه مدرسې مشر مولانا حامد الحق په يوه تازه مرکه کې وويل، چې طالب مشرانو د خپل رژيم د نړيوال رسميت د موندلو او د بهرنيو سفرونو له تور لیست څخه د خپلو نومونو د ايستلو د فشار په ډول د نجونو او ښځو پر وړاندې د زده کړو او کار دروازې تړلي دي.

8 COMMENTS

  1. دو بیغیروتو طوالبان
    دپاکستانو غولامون، شرمیدولی
    دروغ وایی

    ټول کورونه پو ټپه دریدلی دی
    د خوپل بادور پنجاپ په پرمایش

  2. ښاغليه، که ته يي که نديم ده له خبرو موداسي بريښي لکه چي ۲۴ ساعته يا د چرسو او يا نورو نشه يي توکو تر تاثير لاندي ياسته ،فعال مکتبونه د نجونو بندوي نجوني له مکتبو او پوهنتونه راګرزوي. حال دا چي هم د مکتب او هم دد پوهنتون وداني او هم استادان شته نو دا ستا غوښتني له نړيوالو چي په پوهنه کي مرستي را سره وکړي په کوم منطق د منلو او قانعت وړ دي
    نړيوال خو تاته وايي چي د پوهني او روزني ورونه د نجونوته پر مخ خلاس کړه، ته له يوي خو ا د پوهني مخه نيسي پوهيالان هجرت ته مجبوره وي، له بلي خوا له نړيوالو مرسته غواړي.
    وګوره نديم وزير ساب وکوره دپوهنتون رئيس ساب تاسي کوم يو تر تا پوري دد علمي او دولتي پوستو چی د ای. اس. ای اپه زور مو نيولي دی لياقت او کاري پوهه لري؟

  3. نمایشی تعلیم دافغانستان په ګټه ندی. که وای اوس به له جاپانه افغانستان مخ ته وو. تیر سل کلن تاریخ ښیی چی افغانستان خپل زامن او لوڼی داخل او خارج ته واستول خو هغوی دافغانستان دپراختیایی تعلیم په ځای شرقی او غربی خوسا سیاسی نسخی راوړی.
    دافغانستان دپوهنتونو فارغان دساده لیکلو توان پوره نلری هغه علمی رتبی به یی پریږدو. دهغوی نصاب زوړ دی. استادان یی ضعیف دی.
    شل کاله دغربی ټولنی جوړونی سوا دافغانستان دتعلیم نتیجه ډیره کمه ده.
    افغانستان یو نوی نصاب، نوی تعهد، او دافغانی جامعی جوړولو ته اړه لری. په دی کار کی کم دوړ خلک سته. نور یی له تعصب او غربګرایی نه سوا بل پیغام نلری.
    دپورته ښګنځلمارانو علمیت دتیر سل کلن نصاب نتیجه ده.

    • سلام
      افغانستان او جابان دخبلواکی همزولی دی یعنی دواړو په ۱۹۱۹ م کال کې خبلواکی تر لا سه کړې ده . داسمه خبره ده افغانستان به له جا پانه خامخا مخکې وه داحقیقت دی چې زموږ فرهنګ له ډیرو نمایشی جمع خودخواهیو، شهرت طلبیو، هسې په نوم فرعونی مسایلو سره نښتی موږ په دومره وخت کې ولې یو واحد ملت نه یو باتې شوي؟ دشخصی ګتو لباره!
      راغلو دفارغانو دساده لیکلو توان ته داهم تریوه حده پورې واقعیت لری ځکه دافغانستان د پوهنتون علمی کچه درې تاریخی دورو سره مخ شوه: د شهید محمد داود خان دوره ، دکمو نستانو دوره او دمجاهدینو دوخت دوره دابحث اوږدیږی خو دخصوصی او دپاکستانی فارغانو دکچالو ټاپه کړیو ماسترانو یې بل غم. دلته کمیت او کیفیت دواړه له انفلاس سره ملګری دی.
      دوه لسیزې دمعاصرې تکنالوژی تکنیشن لند مهاله او اوږد مهاله د انلاین فارغانو شمیره جلب اوجذب هغه هم دسهامی شرکت اداره کې سترې ستونزې رابرسېره کړلې.
      نصاب ، تعهد او جامعه جوړول او امکانات یې :
      کله چې نصاب ته راځو کار اهل کار ته سبپارل نصاب جوړوی زما تبصره له تاسې سره دنصاب برخه ده چې دهر [عرض] یوه مهمه بدیده ده دغه نصاب په سیاسی علوموکې له کوره پیل کیږی او ترپوهنتو ن بورې رسیږیږ
      په پای کې محترم ثابت او لوستونکو کرکه او کرکجن به هر نظام او سیستم کې شته خو دا ددې مانا نه لری چې دیو ه بې لمانخه لباره دجومات دروازه وتړو ځکه دعدل رعایت او داحسان ژبه په یوه تولنه کې دتفاهم سبب ګرځی چې سبب په سوره کهف کې یوه معادله جوړوی

  4. ښاغلی ثابت صاحب ستا دغه تبصره په حقیقت ولاړه ده.
    نورو ښاغلو ورونو ته وایم چه ښه ته به ښه وایو او بد ته به بد وایو. دا یو حقیقت دی چه په تیرو رژیمونو کی ځمونږ ځینی انجنیران، ډاکتران او نور به پوهنتون ته په ډالرو کامیابیدل. او د فراغت څخه وروسته به بیا د ډالرو په زور سره په حکومت او موسیسو کی مقرریدل، چه دیوی خوا یی پوهه نه درلوده او دبلی خوا د خپلی ښخصی ګټی په خاطر د سرک جوړولو، پلونو، سرکونو، مکتبونو څخه به یی غلاوی کولی. همداسی په نظامی برخه کی مونږ نمایشی مارشال دوستم او مارشال فهیم درلود. په جرګو کی مونږ خالد نور او باتور دوستم درلودل چه د سولی د جرګی لپاره غوره شوی وه.

    ښاغلی ثابت صاحب که په امارت دي وس او توان رسیږی، ورته ووایاست چه دغه د انجونو د مکتب امرثانی لفظ ختم او د مکتبونو دروازی ورته خلاضی کړی.
    مننه

  5. دنیا اوس ډېره وړکۍ او کوچنۍ شوېده . که د نړۍ په یوه کونج کې څه پېښه وشي ، بل سر ته په څو دقیقو کې خبره رسیږي .
    دا ټول د ساینس او تکنالوژي برکت دی . مونږ په هرکلي کې دوه درې نفره دیني زده کوونکو او ملایانو ته ضرورت لرو . دا ملایان به هم پرټولنه یو اضافي بار وي . ځکه دوی په تولید او اقتصاد کې کوم رول نه لري . هغوی چې لږوډېر په لیک لوست پوهیږي ، یواځې کنځلې او نورو پسې درواغ او بهتان ویلو کې مصروف دي . په غیبتونو او تعویذونو هم یو هېواد پرمختګ نه کوی . البته مخلص، صادق اورښتیني ملا امامان ترې مثتسنی دي .
    اما هره ټولنه خصوصا افغانستان بیا داکترانو ، انجنیرانو ، تخنیکرانو ، ښوونکو ، استادانو ، کانوپېژندونکو ، ساینس پوهانو ، د عسکري او نظامي مسلک مختلفو برخو کدرونو او متخصصینو ، حقوق پوهانو ، اقتصاد پوهانو او د نورو رشتو عالمانو او متخصصینو ته ډېر ضرورت لري .
    دولتونه باید د پلان له مخې لوړو زده کړو ته لایق او پوه محصلین جذب کړي او د ضرورت په وخت کې خپل محصلین نورو هېوادونو ته ولیږي چې د هغوی له درسي نصاب ، علمي لاسته راوړنو او تجروبو نه ګټه واخلي . انسان یو ټولنیز مخلوق دی ، دوی تل له یو بله زده کوي او خپلې تجربې سره تبادله کوي .
    افغانستان هم د نړیوالې ټولنې یو فعال غړی دی . دا نا ممکنه ده چې مونږ به یوازې په سوال او ګدایی ژوند کوو او هرڅه به ترې غواړو ، خو د نړیوال بشري او اقتصادي نظم یو اصل او قانون به نه منو . مونږ باید له نړیوالو اصولو سره ځان عیار کړو. البته اکثریت نړیوال اصول د اسلام له مبارک دین سره مطابقت لري ، که په کومه خاصه برخه کې څوک ملاحظات ولري بیا هم د اسلامي کنفرانس غړو هېوادونو له تجربونه باید ګټه واخیستل شي .
    ترټولو مخکې افغانستان باید د ګاونډیو خصوصا پنجاب له احتیاجه خلاص کړو.
    شاهین افغان

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب