جمعه, اپریل 26, 2024
Homeخبرونهبشري مرستو کې ځنډ؛ کابل ته تېره اونۍ نقدې پيسې نه دي...

بشري مرستو کې ځنډ؛ کابل ته تېره اونۍ نقدې پيسې نه دي را لیږل شوي

تاند:( چارشنبه، د دلوې پینځمه)‏ ‏په افغانستان بانک کې يوې سرچينې تاند ته تاييد کړه، چې له نیږدې لس ورځو راهيسې بيا نړیوالې ټولنې کابل ته د ښځو پر وړاندې د طالبانو د افراطي سياستونو د نه نرمښت له امله د نقدي مرستو بستې نه دي ليږلي.

سرچینه زیاتوي، چې د افغانستان بانک متخصصين له نړيوالې ټولنې سره د طالبانو د رژيم د بحراني اړیکو لا نورو اقتصادي زيانونو اندیښمن کړي دي.

يادې نقدي بشري مرستې تر ډېره د ملګرو ملتونو په محوریت کابل ته هره اونۍ له څلویښتو تر اتیا میلیونه او کله تر دې هم لا زیاتې استول کیدې، چې د بشري مرستو د تامينولو تر څنګ ېې د بهرنيو اسعارو پر وړاندې د افغانیو ارزښت ساتلی و.

نړیوالې ټولنې د نجونو او ښځو پر زده کړو او کار د طالبانو د رژيم له بندیزونو وروسته، څه موده کابل ته د نقدي مرستو استول ځنډولي وو، چې شاوخوا دوه اونۍ مخکې ېې د بیرته وقفه يي پیل خبر ورکړل شو.

ملګرو ملتونو ویلي وو، چې د نړيوالو دا مرستې تر ډېره د طالبانو د رژيم له کړنو سره مشروطې دي.

د طالبانو ادارې بیا له نړیوالو غوښتي، چې بشري مرستې دې نه سياسي کوي.

په وروستيو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي د دوو مرستيالانو په مشرۍ د دغه نړيوال سازمان لوړپوړي پلاوي کابل او کندهار ته راغلل څو طالب چارواکي د ښځو پر وړاندې د لګولو افراطي بندیزونو ايسته کولو ته وهڅوي، خو داسې ښکاري چې لا په دې هڅه نه دي بريالي شوي.

د طالبانو د ډېرو مشرانو د روزنکې حقانيه مدرسې مشر مولانا حامد الحق په يوه تازه مرکه کې وويل، چې طالب مشرانو د خپل رژيم د نړيوال رسميت د موندلو او د بهرنيو سفرونو له تور لیست څخه د خپلو نومونو د ايستلو د فشار په ډول د نجونو او ښځو پر وړاندې د زده کړو او کار دروازې تړلي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان نيږدې نوي سلنه خلک د نړيوالو په ناڅيزه بشري مرستو د خپل ژوند عاجلې اړتياوې تامينوي او عملا ميلونونه خلک د خوارځواکۍ او بشري فاجعو له خطر سره مخامخ دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب