تاند:( چارشنبه، د دلوې پینځمه) د ننګرهار د کانال لپاره د طالبانو د رژيم مسوولين وايي چې د دغه کانال پر ۸۰۰ جريبه ځمکه د کبانو فارمونه جوړ شوي دي.
د ننګرهار د کانال رياست باختر آژانس ته وويل، چې په ننګرهار کې پر ۵۰۰ جريبه ځمکه باندې د کانال رياست له لوري فارمونه جوړ شوي او دغه راز د یاد ریاست پر ۳۰۰ جريبه ځمکه باندې د ۵ شرکتونو له لوري فارمونه جوړ شوي، چې په کې لسګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.
د دوی په وینا، تمه ده ډېر ژر د دغو فارمونو کبان بازار ته وړاندې شي.
د طالبانو له واکمنيدو سره ننګرهار کانال ته د ډېرې پاملرنې خبر ورکړل شوی.
د طالبانو د لوړپوړو مشرانو ګډون د دوې بېلابېلو چارواکو وخت په وخت له دغه کانال څخه لیدنه کړې او پر پراختيا ېې ټینګار کړی.
talib government must stop pakistani fish to come in Jalalabad,