سه شنبه, اپریل 30, 2024
Homeادبشعرد اسمعیل لاري څو غزلونه او نظمونه

د اسمعیل لاري څو غزلونه او نظمونه

غزل

څه اورم بېلتونه د روزګار روان
زه يمه او شور دی د نيزار روان
تله دې خوشبويي د زلفو کوم لوری؟
پښو ته خو دې زه وم لکه لار روان
غره غوندې دې زه بې زنده ګي نه يم
يم دې په يو لور لکه غبار روان
ماته په نازونو کې خو مه شې ته
وي دې په ګلونو کې بهار روان
شور مې اعتراف دی په زوال باندې
وګوره چې کوم لوری ابشار روان
لارې د وفا او جفا يو نه شوې
چېرته لاروی، چېرته يې يار روان
***
وګرځه، وګرځه ته وايې، وايه وګرځېدم
ستا په رضا له ژونده زه اشنايه وګرځېدم
بې محمده ص دايمي ملګري نه وو چېرته
په انسانانو کې ټول عمر خدايه وګرځېدم
سوز د لبرېزو نيزارونو راته ګوته په غاښ
د جدايي په سرحدو تر پايه وګرځېدم
دا وايي څوک چې بې احسانه پاچاهي ته لاړم
داسې پاچا يمه چې بې همايه وګرځېدم
څه پوښتې حال له لاروي نور د سپېرې دنياګۍ
زه خو ګدايه پکې ښه بډايه وګرځېدم
***
مزل د ستړي ژوند او دا ماښام او د چا ياد
نيولی يم له پښو څخه هر ګام او د چا ياد
بهر مې اضطراب لکه سکون دی خو دننه
له غرونو سره سر وهي ارام او د چا ياد
روان يم مستقبل ته خو ماضي به څنګه پرېږدم
راښکاري يو پړونی په يو بام او د چا ياد
ترخه به وه له زهرو زنده ګي د هغو هم چې
سجدې ورسره نه وې او نه جام او د چا ياد
بې وس يم د بيلتون او محبت دې بد تضاد ته
په موږ دی لارويه د چا پام او د چا ياد
—————-
دين او زه
اسمعيل لاروی
لوړ له ټولو قوانينو زما دين دی
بهترين له بهترينو زما دين دی
بختور يې که پر دې لار باندې درومې
نشته هيڅ پر دغه لاره باندې لومې
که هر چا وي، په دنيا باندې لار ورکه
نو راځي دې و دې لور ته بې له شکه
نيکمرغي به يې پر دې او بل جهان وي
متکي که پر خپل ځان او په ايمان وي
مال، ناموس به يې خوندي وي، تر ابده
مستغني به پر جهان وي، بې سرحده
سکه ورور به ورته هر يو مسلمان شي
مسلمان به ورته ګران د ځان په شان شي
حقه لار د محمد ص به يې پيدا وي
چې تر پايه پورې جوړه په رڼا وي
محمدص چې يو تفسير د دې جهان دی
محمدص چې يو تنوير د دې جهان دی
رڼايي يې ده، تر اوسه دلته پاتې
اندېښنې دې کړي (راغلی) ټولې ماتې
لاسنيوی به يې نور کاندي که فقير وي
نه يې درد شته، نه يې غم او نه به وير وي
زنده ګي به يې روانه په سرور شي
پکې ځي به، چې دنيا بېړۍ دنور شي
هر ګمراه که لار پيدا کړي، مسلمان شي
هر يو کور به ورته کور د ابوسفيان شي
په تېر عمر به پښېمان وي تر ابده
ځکه بې له اسلام هره لاره بده
چې مخموره څوک د حق په ميکده شي
نو مين به پر کعبه او په سجده شي

شته دنيا کې ډېر بې لارې او بې دينه
ګمراهان و جاهلان و بې ائينه
دا دی راغی يو ګمراه او يو بې دينه
په اسلام باندې يې راغله سخته مينه
مسلمان شو او په تېر عمر پښېمان شو
ډاډ يې وموند، همه ژوند يې په امان شو
سکه ورور اوس ورته هر يو مسلمان دی
تر خپل ځانه مسلمان ورباندې ګران دی

لوړ له ټولو قوانينو زما دين دی
بهترين له بهترينو زما دين دی
بختور يې که پر دې لار باندې درومې
نشته هيڅ پر دغه لاره باندې لومې
که هر چا وي، په دنيا باندې لار ورکه
نو راځي دې پر دې لاره بې له شکه
خو که راغی زموږ لور ته بيا به ګوري
چې يې دين دی، پر يو لور دوی پر بل لوري
په خپل ژوند او په خپل ځان باندې دې پام کړي
هسي نه چې يې بل څوک ورته ليلام کړي
مسلمان د مسلمان وينو ته تږی
د بشر د لوی ارمان وينو ته تږی
دا راغلی مسافر به زره چاود شي
دا داغلی مسافر به زره چاود شي
مسلمان به ور معلوم تر بدو بد شي
بيا به درومي او ګمراه به د ابد شي

بيا به وايي، محمد ص خو داسې نه و
د دنيا د نور لوړ حد خو داسې نه و
شرمنده يم، چې پښېمان څوک په اسلام شي
مسلمان چې د شيطان د قام امام شي

افسوس دا چې هيڅ تفسير د اسلام نه شوم
مسلمان شوم خو تصوير د اسلام نه شوم
—————
جنگ
اسمعيل لاروی
د سياست په مخورو
د پرتم پرده خوره ده
دلته کور د بشردوستو
د ټوپکو فابريکه ده
په دې کور کې طرحه کېږي
د وژلو ټولې لارې
دلته يادې چا ته نه دي
د يتيم سوې کوکارې
دلته غم د لوږې نشته
دلته ژوند د اقتصاد دی
څه که وران دي زر کورونه
څه که وران يو لوی هيواد دی
دلته پلار د جنګ اوسېږي
دلته زر اختره ژوند دی
دلته زر سروره مينه
دلته غم په زنځير بند دی
هلته جنګ دی، اور بلېږي
پلار چې کور ته ماښام راشي
ګوتي شمېري، سر يې ښوري
ستړی، ستړی ناارام راشي
اولادونو پسې ګوري
هسې نه چې کوم يې کم وي
هسې نه چې جنګ وي وړی
هسې نه چې ګډ په غم وي
او اولاد سره همداسې
زر سوچونه وي ملګري
څه سکون چا سره نه وي
او غمونه وي ملګري
وي اولاد سره دا وېره
چې ماښام راځي و مور ته
خدای ج دې موږ له لوږې مړه کړي
خدای ج دې پلار راولي کور ته

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب