جمعه, مارچ 29, 2024
Homeادبژبه او لیکدودد ژبو نړيواله ورځ / شهيم کاکړ

د ژبو نړيواله ورځ / شهيم کاکړ

د فبرورۍ يوويشتمه د ژبو نړيواله ورځ هر کال، هر قام د خپلې ژبې د بقا، له محکوميته د ازادۍ، د هر کار، روزګار، مکتب، دفتر، معاش، د ازادې او خپلواکې مېډيا او په ورځني ژوند کې د ويلو ژبه، پر خپله خاوره او وطن د منلو لپاره لمانځي. دا ورځ هغه شعوري خلک لمانځي، چي د خپلې ژبې احساس ورسره وي او خپل وطن او قام تر هغه وخته خپلواک او ازاد ناشونى بولي، چي تر څو يې خپله ژبه له محکوميته نه وي ايستلې او دا خبره ريښتيا هم ده، د خپلواکو قامونو لويه نخښه دا ده، چي خپله ژبه وايي. دې ورځې ته نړيوال اهميت له هغه وخته ورکړل شو، چي بنګالي قام خپله ژبه د خپل قام د ژوند ژبه منل غوښتلو په عشق کې په خپلو وينو کې د باطل د نه زغمونکي قهر ګولۍ پخپلو سينو کې سړې کړې او دونيا ته يې دا ور ښکاره کړه، چي بنګالى قام پر خپله خاوره د مکتب، دفتر، معاش او د ژوند په هره چاره کې خپله ژبه غواړي، د بنګال قام د هغې ورځې قرباني د بنګالي قام او ژبه ازاد کړل او همدا ورځ د مورنيو ژبو نړيواله ورځ و نومول شوه.

زموږ قام، خاوره او ژبه چي له زمانو- زمانو محکوم پاته شوي دي، هم د شاعرانو، ليکوالانو او قوم پرستو سياسي ډلو او باشعوره خلکو له خوا دا ورځ لمانځل کېږي، چي پکې مقالې و لوستل شي او تقريرونه وشي، مجموعي نتيجه يې اخر دا را ووځي، چي د دې لپاره د سياسي مبارزې او لوړ معياري ادب ضرورت دى، په سياسي مبارزه خپله ژبه د قام د مکتب، دفتر، معاش، مېډيا او ټول ژوند ژبه کېداى شي، خو زما په نظر د سياسي مبارزې زور او توان په سياسي شعور کې دى، زموږ په قام کې قامي ژبنى سياسي شعور ډېر کمزورى دى، تر څو چي په قام کې سياسي شعور نه وي، تر هغه وخته قامي سياسي مبارزه غښتلې کېداى نه شي، د سياسي شعور خپرېدو لپاره که څه هم موږ ازادې برېښنايي او چاپي رسنۍ نه لرو، خو په ټولنيزو رسنيو لکه فېسبوک، ټويټر، موبايل ميسج نيټورک او عام تبليغ کولو باندې سياسي شعور هغو بې سواده او باسواده خلکو ته ورکولاى شو، چي د خپلې ژبې له اهميته ناخبره او لرې پاته شوي دي، ولې چي په ټولنيزو رسنيو کې د خيال او فکر پوره ازادي وي، د دې لپاره عملي کار شرط دى، زما د خبرو د منځ او د نيوکې خبره همدا ده، چي زموږ باشعوره خلک چي په دې پورته يادو شويو خبرو ټول پوهېدلي خلک دي، په عملي ژوند کې د خپلې ژبې د ودې لپاره هيڅ نه کوي، په عملي توګه له خپلې ژبې سره هيڅ مينه او احساس نه لري، ښکاره ثبوت يې دا دى، چي خپله ژبه پاکه او سوچه نه وايي، په ليکلو او لوستلو يې نه ده زده، همدې شعوري خلکو د خپل دوکان، کور يا بل هر ځاى نوم پخپله ژبه تر ننه پورې نه دى ليکلى، آن د کور سودا يې تر ننه پخپله ژبه نه ده ليکلې، په دې کار شرمېږي، وايي بيا به دوکاندار راباندې و خاندي، زه له دې باشعورو دا پوښتنه کوم، چي دوکاندار خو هم ستا د ژبې او قام سړى دى، خو سياسي شعور به ته باشعور ورکوې، په تشو خبرو بدلون او په خلکو کې سياسي شعور نه راځي، تر ټولو لويه سياسي مبارزه همدا ده، چي خپله ژبه اول پخپله زده کړو، ويې ليکو او تر خپله وسه يې سوچه ووايو.

زموږ سياسي ډلو چي پر دېوالونو په پښتو شعارونه ليکلي وي، هغه يې هم ناسم ليکلي وي، ځکه چي پښتو يې سمه زده نه وي، ژبه يې “ږبه” او شهيد يې په “ښهيد” ليکلي وي، په يې ګانو خو بېخي خبر نه وي، زموږ بدبختي همدا ده، هغو خبرو ته زور ورکوو، چي پړه يې پر حکومت يا بل چا لوېږي او هغه کار نه کوو، چي په موږ کېږي، موږ هيچا له دې کاره نه يو بند کړي، چي سوچه پښتو ووايو، موږ هيچا نه يو بند کړي، چي د دوکانونو يا هر بل ځاى نوم په پښتو وليکو، موږ ته هيچا دا نه دي ويلي، چي ايک دو تين نېټه يا شمېر وواياست، خو موږ يې په ډېر وياړ سره وايو او باشعوره هم ځان ته وايو. د ژبې په اهميت هم خبر ځان ته وايو. يوه د افسوس خبره را ياده شوه، زما يو شاعر ملګرى رحمت زلمى مندوخېل د پاکستان په سيند ايالت کې کار کوي، وايي موږ پښتانه خو اکثر نېټه او د موبايل شمېرې په اردو ژبه وايو، وايي يوه ورځ يوه سيندي راڅخه پوښتنه وکړه، چي “تاسې پخپله ژبه کې هندسې نه لرئ، چي د اردو ژبې په هندسو شمېر واياست؟”، نو له دې مالومېږي، چي موږ په تشو خبرو د ژبې او قام حقوق غواړو، استاد ګل پاچا الفت ښه وايي:

د توتيانو له وينا دا مالومېږي

په خبرو باندې څوک نه سړي کېږي

سړى نه دى چي يې کار د سړو نه وي

په خبرو که هر څومره ښه پوهېږي

راشئ چي له ننه وروسته دا هوډ وکړو، چي پښتو به تر خپله وسه سوچه وايو، ليک او لوست به يې زده کوو، د هر دوکان او هر ځاى نوم به په پښتو ليکو، چي موږ لومړى په ځان کې له ژبې سره مينه په عمل کې ثابته کړو او بيا په ښار کې د هر ځاى، دوکان نوم پخپله ژبه وليکو، آن د کور سودا چي دوکاندار ته پخپله ژبه وليکو، په ښار کې چي موږ له خپله ځانه خپله ژبه عملي پيل کړو، زه باور لرم، چي بې شعوره قام به زموږ له عملي کاره باشعوره شي، دا به مو لويه سياسي مبارزه او لوى شعور ورکول وي او لوى بدلون به راولي، په همدې شرط به خپله ژبه او قام له محکوميته ازاد کړو، ګنې په هسې نارو به خپلې ژبې او راتلونکي نسل ته درواغجن پاته شو او هسې سياسي ناره بازان او ذاتي مفاد پرستان به و نومول شو، ګټه به مو خاورې نه وي.

راځئ له ننه پس ور واغوندو جامې د عمل

په خوله خو زده د هر سړى دي ښې خبرې ډېرې

                                                شهيم

3 COMMENTS

  1. ګرانو دوستانو هیله ده چی لاندی لینک خلاص کړی او خپله رایه ورکړی ټر څو پښتو ژبه د ګو ګل د ترجمی په څنګه کی ورداخیله شی. تر اوسه پوری ۱۵۰۰ رایی کمی دی او هیله ده چی دا اعلان ټولو دوستانو ته ورسوی
    مننه
    http://www.change.org/petitions/google-translate-org-we-over-80-million-pashtuns-want-pashto-in-google-translate

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب