چهارشنبه, اپریل 17, 2024
Homeادبپښتو متون سمېدل غواړي (کامګار خټک) استاد معصوم هوتک

پښتو متون سمېدل غواړي (کامګار خټک) استاد معصوم هوتک

۲۷ – د کامگار خټک دېوان:

د پښتو ژبي دغه دېوان لرونکی شاعر، کامگار خټک د خوشحال خان خټک کړوسی دئ. دېوان ئې وار د واره په ۱۹۵۵ع کال په پېښور کي چاپ سوی دئ. دغه چاپ ئې ما (هوتک) نه دئ کتلی. وایي سریزه ئې سیدتنسیم الحق کاکاخېل کښلې ده او متن ئې له هغي چاپي نسخې څخه نقل سوی دئ چي د کامگارخټک تر مړیني شپږویشت کاله وروسته (۱۱۹۱هـ ق) د محمدسعید کاتب له خوا د خانزاده مبارزخان له پاره لیکل سوې ده([1]).په سریزه کي دا خبره هم سته چي نوموړی چاپ “ټول دیوان نه دی بلکې د اشعارو چاڼ شوې برخه ده”.

د کامگار خټک دېوان دوهم وار د افغانستان د علومو اکاډمۍ د ژبو او ادبیاتو انستیتوت د ادب او فولکلور د لوی مدیریت له خوا د ۱۳۵۸ش کال په قوس میاشت کي د یو زر ټوکو په شمېر د کابل په دولتي مطبعه کي چاپ سوی دئ چي زموږ حاضره لیکنه د همدغه چاپ په باب ده. د دغه چاپ ترتیبوونکی څېړونکی عبدالمتین متین دئ او د اهتمام چاري ئې سعدالله او څیړنیار محمدعمر وزیر بشپړي کړي دي. دېوان، چي تر ترتیب وروسته د څېړونکي عبدالباري جهاني له خوا له سره تر پایه کتل سوی دئ، په سرکي ئې د څېړندوی محمدصدیق روهي په قلم دوه مخه (الف، ب) لیکنه راغلې ده، چي په هغې کي د دغه متن د ترتیبولو پر کار باندي لنډي خبري سوي دي او زیاته کړې ئې ده چي د متن په ترتیبولو کي د پېښور چاپ دېوان، د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ملي آرشیف له خطي نسخې او کابل پوهنتون په ادبیاتو پوهنځي کي د کامگار خټک د دېوان د خطي نسخې له مایکروفیلم څخه استفاده سوې ده او د پادري هیوز په کلید افغاني کي چي د کامگار خټک کوم اشعار راغلي دي، هغه هم ورسره مقابله سوي دي.

تر دغه لنډو معلوماتو وروسته د کتاب “سریزه” راځي (یوویشت مخه) او په هغې کي د کامگار خټک پر ژوند، اشعارو او افکارو او د کامگار خټک د دېوان پر خطي او چاپي نسخو خبري سوي دي او دغه راز ئې هغو متفرقه مقالو او مضامینو ته هم اشاره کړې ده چي د نوموړي شاعر په باب لیکل سوي دي. د سریزي په دغه وروستۍ برخه کي د هغو چاپی او خطي نسخو په باب نسبتاً تفصیلي بیانونه مخي ته راځي چي د متن د ترتیب په وخت کي د مرتِب په واک کي وې. دی د ملي ارشیف د نسخې په باب د عبدالله خدمتگار د لیکني په حواله لیکي چي: “دغه نسخه د لومړي ځل له پاره د تېمورشاه درانی (۱۱۸۶ – ۱۲۰۷هـ ق) په زمانه([2]په (۱۱۸۹هـ ق) کال لیکل شوی … تر ۱۳۲۴هـ ش کال پوري د ښاغلي فتح محمدخان خټک سره وه چي د کامگار خټک د مړینې د نیټې څخه (۲۴) کالو نه وروسته لیکل شوی ده … دغه خطي نسخه په ۱۳۲۵ هـ ش کال (د کابل) پښتو ټولني ته راوړل شوی او د مولوی محمدشیرگل کاموی په قلم نقل شوی …”. تر دې وروسته زیاتوي چي د دغې نسخې په پای کې کښلي دي: “در وقت نصف روز یکشنبه ماه محرم الحرام سنه ۱۱۸۹نسخه اول تحریر شده بوده. فقط تحریر۲۱عقرب ۱۳۲۴”.

له دې بیان څخه څوک نه پوهېږي چي د ملي آرشیف نسخه د نوموړي خطي نسخې اصل دئ که نقل؟

تر پورتنیو عبارتو وروسته د ښاغلي عبدالله خدمتگار د کلید افغانی د تعلیقاتو د یو پنځوسم مخ په حواله لولو: “د کامگار خټک د دیوان یوه قلمي نسخه د شیداد دیوان سره په یوه پشتۍ کې په بریټیش موزیم کې ده چې د مستر هیوز تر نظرلاندې د هغې نسخې څخه چې په افضل خان جمالگړی پورې اړه لري د پيښوری غلام جیلانی په قلم په ۱۸۷۲م کې نقل شوې وه. افضل خان جمالگړی د فتح محمدخان نیکه و. چې بیا دغه نسخه فتح محمدخان پورې رسېدلې وه او د کابل نسخه د هغې له مخه نقل شوی وه”. (د سریزي [ژ] مخ).

له پورتني عبارت څخه چي وایي “بیا دغه نسخه فتح محمدخان پورې رسېدلې وه”، زما برداشت داسي دئ چي گویا د بریټیش موزیم کاپي هم تر فتح محمدخان پوري رسېدلې وه؟ او د کابل نسخه د دغي کاپۍ نقل دئ؟ خو د بریټیش موزیم په کتلاگ (د ۱۹۶۵ع چاپ) کي دغه خبره نسته چي گویا دغه کاپي دي بیرته فتح محمدخان ته رسېدلې وي. رازمحمد ویښ چي د “پښتوکتابونه” په ۱۳۶ – ۱۳۷مخونو کي د کامگار خان خټک د دېوان د قلمي نسخې په باب کوم مطالب راژباړلي دي، هورې هم دغه خبره نسته.

لکه وړاندي چي مي هم اشاره وکړه، له دې بیانو څخه موږ ته نه سي واضح کېدلای چي د ملي آرشیف نسخه د افضل خان جمالگړی (۱۹۶۰ع مړ) هماغه نسخه ده چي غلام جیلاني پیښوري د هیوز تر نظر لاندي کاپي ځني اخیستې وه او که هغه نسخه چي د مولوي محمدشیرگل کاموي په قلم په ۱۳۲۴ ش کال کاپي سوې وه. د دې موضوع د سپینېدلو په نیامت ما “فهرست نسخ خطی پشتو آرشیف ملي افغانستان” (چاپ ۱۳۶۵ش)، وکوت او راته څرگنده سوه چي د ملي آرشیف نسخه د ۱۳۲۴هـ ش کال کاپي سوې نسخه ده. په دغه فهرست کي د “مولوي محمدشیرگل کاموي” نوم نسته او د نسخې کاتب ” نامعلوم” بلل سوی دئ. دا چي د ښاغلي خدمتگار صاحب له خولې د فتح محمدخان خټک د دغي نسخې په باب ویل سوي دي چي “څه موده وروسته دغه نسخه په ۱۳۲۵هـ ش کال پښتو ټولنې ته راوړل شوی”، یو کمزوری روایت دئ او که سهي هم وي نو دا خبره واضح سوې نه ده چي دا نسخه نو بیا څه سوه؟ او اوس کوم ځای خوندي ده او که ورکه ده؟

متنپوهانو چي د نسخو د تفصیلي معرفۍ پر اړتیا زور اچولی دئ، سبب ئې دا دئ چي گونگ معلومات نورو څېړونکو ته سرگردانۍ پېښوي. لکه ما ته چي ئې پېښه کړه او مجبور سوم چي هم د بریټیش موزیم اصلي کتلاگ وگورم، هم ئې پښتو ژباړه او هم د ملي آرشیف فهرست.

 د ملي آرشیف د نسخې په باب ویل سوي دي چي: “د دې نسخې رسم الخط فارسی او په ځینو ځایونو کې پښتو ډوله دی او د املا لیک دود یې اوسنی او په ځینو نورو برخو کې د خټکو د کورنۍ په شان دی”. د لیک په انواعو کي ما د (فارسی) او (پښتو) ډولونه بل ځای نه دي لوستي. له فارسي څخه ئې ښایي مطلب (نستعلیق) او له پښتو څخه ممکن (نسخ) لیک وي. د نسخې د لیکدود پېژندني له پاره دغه څرگندوني کافي نه دي.

د مایکروفیلم په باب ئې کښلي دي چي: “د ادبیاتو پوهنځي د انگلستان د لندن د بریټیش موزیم څخه راغوښتلی و….” (ش – مخ) خو دا فیلم مرتب ته هغه وخت په لاس ورغلی وو، چي “د دیوان د کار څخه خلاص شوی و” او زیاته کړې ئې ده چي: “… څرنگه چې په میکروفیلم کې د احمدشاه بابا، کاظم خان شیدا او کامگارخټک اشعار یو ځای فوټوکاپي شوي وو نو ځکه بیخي گډوډ او بې ترتیبه و”. له دغه شان څرگندونو څخه پر متن باندي د ډاډ اندازه کمېږي او څوک نه سی ویلای چي متن به د شاعر خپله ژبه څومره تمثیل کړې وي.

تر سریزو وروسته د دېوان متن شروع سوی دئ چي ټول مخونه ئې ۱۸۹ دي. ورپسې لغتنامه راغلې ده (۱۱مخه) او په پای کي څلورمخه سمون لیک ورلوېدلی دئ. د متن توري سم نه دي لگېدلي او مرتب خپل عذر د کتاب په پای کي غوښتی دئ. د تورو ناسم لگېدلو ځای ځای متن له لوستلوایستلی دئ او لوستونکی مجبور دئ چي له اټکله کار واخلي.

په متن کي د پېښور چاپ اوږده اوږده لمنلیکونه بې ضرورته رانقل سوي دي. دغو حواشیو ته باید یوه اشاره قدر سوې وای. متنپوهان د هغو شارحینو د شرحو رانقلول لازم گڼي چي متن له هغو پرته د پوهېدلو نه وي. د متن ناقدین بې ضرورته اوږدې حاشیې که څه هم د موضوع د ښه ترا پوهېدلو په مقصد وي، نه خوښوي.

نسخه بدیلونه زیاتره گونگ او لنډ دي. په نسخه بدیلونو کي که د اختلافي توري یا تورو اړوند کلمات هم ملگري سي، د متن په لوستلو کی ډېره مرسته کوي.

د کامگارخټک دېوان خطي نسخې محدودي دي او د کابل دوهم چاپ یوه غنیمت اضافه ده خو که پر متن باندي د اعتماد خبره رامنځ ته سي نو ما ته داسي ښکاري چي د کامگارخټک د کابل چاپ مأخذ ټول د نقل کاپۍ دي. تر دې چاپ د پېښور چاپ متن که څه هم نیمگړی دئ، باید د ډېر ډاډ وړ وگڼل سي، په دې شرط که په دقت رانقل سوی وي، ځکه په مستقیمه توگه له هغې زړې نسخې څخه ترتیب سوی دئ چي د کامگار خټک تر مړیني شپږ ویشت کاله وروسته خطاطي سوې ده.

که د کومي بلي خطي نسخې تر پیداکېدلو دمخه دا دېوان بل وار چاپېږي،زماپه فکر باید د پیښور چاپ د اصل په توگه وټاکل سي.

([1] وگ: د کابل چاپ سریزه – الف مخ.

([2]مراد ئې د پاچهۍ زمانه ده. هـ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب