Homeادبشعرد استاد پوهاند زيار پېيلې 

د استاد پوهاند زيار پېيلې 

(فرخندې، رخشانې… ته)

جنايت و جنت

سپينه سپوږمۍ په تور شپاله کې

نغښتې

تورمخو وويشته په کاڼو

د جنت لپاره

خو چې يې سرو شهيدو وينو

 وحشت وتوراوه

نو په دستور يې د هندوانو و سوه

او ايرې هم  وروشيندلې سيندته…

ایا ورکړې دوی ته،

 دا فتواکوم  دين آيين

چې  داور وينو جنايت په بدل

غلمان و حورې او جنت دي اړين!!؟

۹جنوري ۱۷ 

نور د سپېدو د سپېدارانو کاروان

د تورتمونو خونړۍ دښتې تر شا

پرې اېښي

 سترگې پر لاره ورته

د سباوون د رڼوبيو باغچې

لندن، ۱۵جنوري۱۷

——————-

خپلې ستوريانۍ اوېستاته

ستا نننۍ اوکلنۍ کاليزه

زما پر زړه او ذهن

راووروي له اسماني کنگرو

يو لاهوتي شاعرانه شان  الهام .

***

څو ښايسته ښکلې

 سرې او شنې نانځکې

دا نازولې نازلوبولې

ځمکنۍ پرښتې،

د اسمانلارو د يانه په تکل

يوه يوه ورخېژوې

 خپلې خيالي تشيال بېړۍ ته هسې…

***

لکه د نوح د ژغور بېړۍ په شان يې

په دې کوشنۍ پلاستيکي

  بېړۍ پکې

غاړه غړۍ سره رانغاړې ټولې

 او په دې هيله اسره

را وژغورې يې يو مخ

د ترهوړو ماڼوگانو له ډار ،

د مرگاني سمندر غلو،

 سمندر رېږدو له گورت…

***

گوندې پيدا کړئ هورې

 په بېلابېلو ستورياني سيمو کې

خپلې همزولې  لوبتۍ ناوکۍ…

او دا پيغام  دځمکنيو خويندو

ور واوروئ هغوی ته :

بس چې  پرموږ  يې

 دا  ناورين راوستی

او داخاورين ټاټوبی،

په  اسوېلاندو غرغنډو کې

  راته  سره تبۍ کړ…

***

نو پام چې ستاسې نوراني  سيمې هم

– د ٌ ستورو جنگٌ په نامه-

ستاسې له چپه خوله ډېريو

  اوسېدونکو سره

يوځای له خپلو طاغوتي موخو

  بلهارې نه کا…

***

گورئ ، تر هغې مخکې

چې مو  دا خپل  ٌسرغندهٌ  ،

-کټ مټ زموږ ددې بړېڅو په څېر-

له دې  بدوردو سړيخورو نړيخورو سره

ستاسې پر سر

څه پېر پلور  وکاندې…

***

په بدرگه د ننگ و پت پرگنو

 ورباندې ويرغالئ!

او هله وژغورئ بيا

له شومو پلونو ،

بدو سترگو

 ښايسته ښکلې نړۍ،

نالاسوهلې او سپېڅلې  نړۍ!!؟

 پوهاند زيار- اکسفورډ، ۲۵جنوري ۱۷

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...