پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Homeادبژبه او لیکدودشتون لري/ غزانورغزا

شتون لري/ غزانورغزا

په پاړسي او اردو کې د عربي له کارېدونکو( وجود دارد، موجود هی، حضور، موقعیت، قرار) او د انګریزي د (exist  او location) کلیمو ژباړه تر ډېره په (شتون لرِي) کیږي، خو دغه (شتون لري) عبارت ناسم دی او د څو نورو کلیمو پر ځای هم راځي، چې دا پخپله د ژبې له جوړښت سره ټکر دی.

د شتون لري کارول نه  یواځې ګرامري تېروتنه ده، بلکې د نورو کلیمو ځای نیسي، ور سره جملې اوږدیږي، کلام بې خونده کیږي، نالوستو خلکو ته هم لار کوي، بیا هغوی هم دا ناسم عبارت کاروي.

د شتون لري پر ځای که خپلې کلیمې راوړو، لنډې او مناسبې دي، مطلب سم رسوي او که شتون لري راوړو؛ داسې بد ښکاري او پام ور اوړي، لکه په یوه جامه کې د بل ټوکر پیوند ته چې سترګې ور اوړي. پیوند به له مجبوریت په جامه کې لګيږي، خو موږ د(شتون لري) بې ځایه کارولو ته مجبور نه یو، ښايي ترې ډډه وکړ.

په لاندې جملو کې د شتون لري مختلفې بېلګې او د هغو لپاره مناسبې کلیمې لیکل شوې دي.

۱  شته

لا هم په امنیتي تړون کې د اختلاف ټکي شتون لري

سمه جمله: لا هم په امنیتي تړون کې د اختلاف ټکي شته.

۲ ده

په افغانستان کي له دریو لسیزو راهیسي جګړه شتون لري

سمه جمله: په افغانستان کې له درې لسیزو راهیسې جګړه ده

۳  وي او لري

 که چیرې ستا سو په کمپیوټر کې ویروس شتون ولری

مناسبې جملې: که ستاسو په کمپیوټر کې ویروس وي

                  که ستاسو کمپیوټر ویرس لري

۴  یو

مونږ د غوره لیګ د لومړنیو لوبو په وروستې اونې کې شتون لرو

مناسبه جمله: موږ د غوره لیک د لومړنیو لوبو په وروستۍ اونۍ کې یو

پورته شتون لرو، د قرار داریم ژباړه ده.

۵  دی او پروت

بامیان  د افغانستان په مرکزی سیمه کی شتون لری.

مناسبې جملې: بامیان د افغانستان په مرکزي سیمه کې دی

                 بامیان د افغانستان په مرکزي سیمه کې پروت دی

پورته شتون لري. د موقعیت دارد یا located ژباړه ده.

۷  پرته

دغه ولسوالي د کابل او لغمان ترمنځ شتون لري

سمه جمله: دغه ولسوالي د کابل او لغمان ترمنځ پرته ده.

۸  و یا وو

دلته د مجلس فيصلي په اكثريت كيږي او دوه نظرونو شتون درلود چې يو د مشرانو جرګې د كمېسيون نظر وو

سمه جمله: دلته د مجلس فيصلې په اكثريت كيږي او دوه نظرونه وو چې يو د مشرانو جرګې د كمېسيون نظر و

همدا ډول په منفي حالت کې د نبود لپاره (نه شتون) کارول هم پر ځای نه دي، پکار ده، د نه شتون پر ځای نشت راوړل شي. لکه

“د ماليې وزير د کره سندونو د نه شتون له امله بايد محاکمه شي

سمه جمله: د مالیې وزیر باید د کره سندونو د نشت له امله محاکمه شي.

پر دې سربېره ځینې مهال په جمله کې د شتون راوړلو ته هم ضرورت نه وي، ځکه که شتون نه راوړ، بیا هم له جملې مطلب اخیستلی شو. لکه

د هلمند سنگين ولسوالي په بشپړه توگه د ترهگروله شتون څخه خلاصه شوه

د هلمند اوسیدونکی د بی کیفته درملو له شتون څخه سرټکوی

مناسبې جملې: د هلمند سنګین ولسوالي له ترهګرو بشبړه خلاصه شو

                د هلمند اوسېدونکي له بې کیفیته درملو سر ټکوي.

په وروستیو دوو جملو شتون نشته، خو موږ پوهېږو چې په ولسوالۍ کې وسلوال و او اوس نشته. له دویمې جملې پوهیږو چې په هلمند کې بې کیفیته درمل شته او که نه وی، نو خلکو به شکایت نه کاوه.

خو دا په دې معنا هم نه ده چې شتون په هر ځای کې بې ضرورته دی، په ( د موج تحول په نامه يوه نوي سياسي بهير نن په کابل کې د شتون اعلان وکړ). که شتون را نه وړل شي، نو جمله خپله معنا نه ور کوي.

پای

3 COMMENTS

  1. ګرانه غزا!
    لیکنه مې ډېره خوښه شوه، ښې لارې دې ښودلې دي، کاش زموږ ځوان لیکوال ستا لیکنه ولولي او نور مو د(شتون لري) او شتون لرنه) له جنجاله خلاص کړي.
    خپله پښتو مو بشپړه ده، داسې رااړونې د ګټې په ځای تاوان راپېښوي. کور دې ودان چې دې تاوان ته ځیر شوی يې.
    ورور دې
    بدر

  2. شاغلی بدر سلامونه او ښې چارې
    له ستاسو او نورو دوستانو سره ناسته ولاړه ده چې اوس موږ نه یواځې پخپل کار کې برلاسي یو، بلکې نورو ته د لارښوونې وړتیا هم لرو
    په درنښت
    غزانور غزا.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب