پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Home+د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک

د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو، ددې مضامين او اشعار هغه وخت ۱۳۵۳ ش کال او وروسته کلونو کي په طلوع افغان او کندهار مجله کي چاپېدل، هغه وخت د طلوع افغان ورځپاڼه داسي یوه مشهوره پاڼه وه؛ لکه اوس د فيسبوک يوه مشهوره پاڼه چي هر څوک ېي ګوري.

طلوع افغان هغه وخت هر چا کتئ او هر چا پکښي اشتراک کاوه، که عام خلک وه٬ دوکانداران وه٬ د ښوونځيو زده کوونکي او دولتي ادارات.

طلوع افغان هر ورځ د خبرونو او نورو مضامينو ترڅنګ مخصوصي پاڼي هم درلودي لکه: دين او ټولنه چي چلوونکی ئې مرحوم عبدالرب اخندزاده و، د ځوانان د برخي چلوونکی ئې علی محمد رسولي و، هنر او ادب ، سپورټ ، روغتيا او نور…….

د هنر او ادب په صفحه کي د پرويني او ددې د خور ارواښادي کريمه فيض زاده او ددې وړونو عبدالصبور فيض زاده او اکرم فيض زاده مضامين خپرول. ددې پلار مرحوم عبدالشکور خان وو، ډېر ارام او سنګين سړی وو، ورور يې عبدالصبور فیض زاده زموږ اشنای او د بانډارو ملګری وو، عبدالصبور فيض زاده، چي د )طلوع نکل( په نامه به يي ډير نکلونه د خارجي منابعو څخه ترجمه کول او دلته به چاپيدل. 

دوی په (سبزي‌کار) کي يو ښه انګوري باغ هم درلود، موږ به اکثره د جعمې په شپه هغه باغ ته ورتلو او بانډار به مو کاوه، کله کله به مو شپه د کشمش‌خاني پر بام هم تېر ول.

یو  ورځ پر هغه لاره تېريدلم باغ وچ وو، مځکه یې دوی خرڅه کړې وه ، نمرې کړي يي وې، او خلکو کورونه پر جوړول لوحه يي پر ليکلې وه  د مرحوم حاجي عبدالشکور خان پوپلزي مېنه .

زاړه يادونه مي ټوله په زړه کي راوګرځيدل. دنیا پر یوه خیال نه پاتېږي . د طلوع افغان کليزه چي د سرطان مياشتي ۱۶مه به وه هر کال لمانځل کېدل .۱۳۵۵ش کال د ښاروالۍ په غټ سالون کي، چي د کندهار والي ايوب عزيز د اطلاعاتو او کلتور مدير غلام محمدالدين ايوبي، عبدالرب اخندزاده، شاعران ، لیکوالان  او نور دولتي اراکين را غونډ سوي ول. پروينه فيض زاده او خور يي کريمه فیض زاده په لومړي ځل ما  هلته وليدې . ايوبي صاحب د دوی ماما وو .

ارواښاده  کريمه رسولي يي مرحوم علي محمد رسولي ته ور کړل؛ خو متاسفانه دواړه نیمه خوا سول، کله کله به اطلاعات او کلتور رياست کي په عامه کتابخانه کي مجلس کېدی، پر دوی دوو خوندو سربيره د کندهار نور شاعران او لیکوالان  هم راتلل، عبدالکريم طالب٬ نجيب صاحب د علامه بابا ورور٬ ويران صاحب٬ احمد صميم٬ علی محمد رسولي  او نور …..

د طلوع افغان ورځپاڼي د هنر او ادبیاتو په پاڼه کي  یو مشاعره شروع سول ،عنوان یې ( د دوو خوندو او یوه ورور مشاعره  ) وه.

پروین فیض زاده ، کریمه فیض زاده او محمد اکرم فیض زاده ،د شعرونو  عنوانونه په دې شکل ول 🙁بې پروا دلدار ، بې پروا انګار او بې پروا یار)، چي هر یوه به په دې اړه خپل شعر لیکلی وو  . 

بله مشاعره  د لاندی عنوانو درلونکې وه : 

(د حسن توصیف، د حسن شباب  او د حسن دوران ) د دوی دا اشعار خلګو په ډېر خوند لوستل،  ۱۳۵۳ ش کال. داچي پروین ملال په ځواني کي کونډه سول، ضرور به په ژوند کي سختي ورځي پر تېري سوي وي، خدای تعالی دي عوضونه په دارینو کي ورکړي . 

*****

دا عکس په ۱۳۵۵ش  کال د کندهار د اطلاعاتو کلتور مدیریت په عامه کتابتون کي اخیستل سوی دئ، د شوروي اتحاد پښتو پوهه  مېرمن ګریسمیوا  راغلې وه،

۱ـ مخامخ  برېښنا کرزۍ ، پروین فیض زاده او مرحومه کریمه فیض زاده 

۲ـ په چپه خوا کي طالب صاحب رحیمي ، ګریسیموا ، احمد صمیم او نجیب صاحب 

۳ـ په راسته خوا کي علی محمد رسولي ، غلام محی الدین ایوبي او اداري کارکونکي معلومېږي. 

*****

 داعکس هم ۱۳۵۵ ش کال د سرطان د میاشتي ۱۶ مه نېټه ده.

د کندهار ښاروالۍ سالون دئ،

۱ـ لومړی د کندهار والی ایوب عزیز  دئ، دده شاته سپین پوړني والا پروین ملال ده،  دهغې شا ته کریمه رسولي ده  او ددوی شا ته د لوډسپېکر سره لومړی احمد صمیم او دوهم زه یم. 

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«لفظي عکسونه» کتاب چاپ شو

«لفظي عکسونه» د لیکوال او نقاد ښاغلي نعمت‌الله صديقي نوی د «خاکو» کتاب دی چې اوس اوس په جلال اباد کې له کلاسیک خپرندوی...