په ښکلا بحث کول له ستونزو ډک کار دی، دا ناپایانه بحث په خپله ښکلا رامنځ ته کړی ځکه له یوه اړخه ښکلا د ( ذوق ، زمان اومکان ) تر اغیزې لاندې ده، له بله اړخه دښکلي شي تعریفونه ډېر وي، ځینو ته یې یو او ځینو ته یې بل اړخ ښکلی ښکاري. بل داچې ښکلا یو کیف دی، چې په پېژندلو سره عقلاني قوه کمزروي وي، په اندازه کولو کې یې علمي او عقلي قضاوت لاس تر زنې ناست وي.استاد غضنفر لیکي: (( ځیني شیان کیفي وي د انسان له ذوق سره تعلق لري ، د انسان له باطني قواوو سره تعلق لري، انسان یې په باطني قوت ، په خپل فکر سره نشي اندازه کولای ، ښکلا هم په دې ډله کې ده چې تعریف ورته نه لرو . )) ( ۳: ۴۶۲ )
د( ښه، ښه توب او ښه والي ) لفظونه ممکن د( ښکلي ) پرمختللې بڼه وي، چې د انتزاعي مفاهیمود ښکلاییزوالي لپاره هم کاریږي. د دې پوښتنې په مقابل کې چې ( ګل څنګه دی ؟ ) ووایو (ګل ښه دی.) دا مکالمه دګل په وضعیت خبرې کوي، چې دګل له مړاویتوبه، تازه والي، وچوالي او نورو حالاتو څخه مو خبروي. که ګل زموږ د سترګو په وړاندې موجود هم نه وي دا خبرې کولای شو، ځکه ښه توب ډېری وخت د انتزاعي مفاهیمو دپاره کارول کیږي اوکه ووایو( ګل ښکلی دی.) دا بیا دلیدونکي اوګل ترمنځ په ګډوتاثراتو بحث دی چې دګل له وضعیت نه سوا هغه رجحانات راسپړي چې دګل له لیدلو وروسته زړه ته پرېوتلي، دلته استیتیکي ذوق خپله دنده سرته رسولې، چې لیدونکې دګل په څېره کې خپله خیالي دنیا انځور کړې، په ادبیاتو کې دښکلا بحث له دې ځایه پیلیږي .
د ښکلي په لفظ کې د عینیت خبره مطرح وي ، همدا علت وي چې ځینې ښکلا پېژندونکي ښکلا عیني بولي خو د باصرې حس له چارې وروسته چې د ښکلي په نوم کوم تصویر په حافظه کې پاتې شي یا پاتې وي هغه د انتزاعي مفاهیمو دپاره هم کارولی شو، فکر کوم په ښکلاییز احساس کې به معروضیت خبره پر موضوعیت باندې مقدمه وي.
ښکلا له درونیو او بېرونیو حسي فعالیتونو وروسته، د انسان دفکر او شعور هغه پرېکړه ده، چې ذوقي او قلبي تمایلات په کې برخه اخلي. دښکلا خبره هم تر اپلاتون او سقراطه رسیږي سالک صاحب په خپل اثر ( منشور) کې لیکي: (( د اپلاتون اخلاقي نظام عمارت جوړونکی ؤ دهر ارزښت خښته یې پر همدې قالب جوړه کړې ده، او کومه خښته که دهغه داخلاقي نظام په جوړښت کې نه راځي ماتوي یې تر دې چې غورځولو ته یې هم تیار دی؛ نو ځکه یې ښه، ښکلی او ښه والی یو ګڼل په انساني ښکلا کې یې دروح او ښکلي بدن ګډون ضروري ګاڼه، یونانیانو دښکلا نظریه په په ترتیب سره په تناسب او توازن کې لیده. )) ( ۲: ۷۷ )
د اپلاتون په اند ښکلا ( ښه والی ) دی، چې اخلاق یې پرې تفسیر کړي خو د نوموړي خبره د تأمل وړ ده، یو خو ښکلا ته ځانکړی معیار لکه ده چې اخلاق ورته ټاکلی ؤ، سمه خبره نه ده، په ښکلا کې د ذوق او فردي تمایلاتو خبره هم مطرح ده . بل داچې ښه، ښکلی او ښه والی په خپل منځ کې توپیر لري، ښکلی د لیدنیز حس پایله ده. د دغه پایلې په اړه قضاوت کول ښه او ښه والی دی، چې د ( ښکلي) لفظ له برکته یې موندلای، وروسته بیا د انتزاعي مفاهیمو دپاره هم کاریدلی او موضوعي ښکلا هم پرې تفسیر شوې.
ښکلا پېژندنه هغه وخت ډېره دپام وړ وګرځیده، کله چې بام ګارټن ( ۱۷۱۴ ــ ۱۷۴۲) پر دې موضوع د دوکتورا (PH.D) سند واخیست او ( AECTHIETIC) نوم یې ورکړ.
داچې تردې دمه د ښکلا دپاره کوم ټاکلی تعریف نه دی موندل شوی دا پخپله ښکلاده ځکه دښکلي شي زیات صفتونه کیږي، بیا هم ښکلاهغه بوږنونکې لېدنه ده چې احساسات پاروي عواطف راویښوي اوخپل تګ لوری ټاکي. د دې ناتعریف شوې پديدې په اړه بیا هم پوهان او لیکوال چوپه خوله نه دې پاتې، نېسلې وايي: (( دحسن تصور له هغه لذته زیږیږي، چې دکوم څيز دترکیبي اجزاوو په بڼه دکوم فوري مقصد په خاطر دهم آهنګ اشتراک نه په لاس راځي. )) ( ۲: ۷۷ )
نېسلي په دې اند دی، چې دیوه څېز دترکیبي اجزاو هم آهنګ کول ښکلا زیږوي، چې دترکیبي عناصرو په ټینګ تناسب پورې اړه لري. کانت په دې اند دی چې (( حسن هغه ذهني مقصد دی، چې بې له کومې واسطې څخه موږ ته خوښي اوسکون راکوي. خو که تجربه او عمل ورسره تړاو پیداکړي خارجي ارزښت پیداکوي . ))
روهي صاحب د اناتول فرانس قول را اخلي:(( که ماته اختیار راکړل شي دحقیقت اوښکلاترمنځ یو انتخاب کړم زه به بې له شکه ښکلا خوښه کړم )) دښکلا نه باید ډېره د حقیقت غوښتنه ونه شي جامی صیب وایي:( که اکذب اوست احسن او) ( ۱ : ۱۵ )
دکانت خبرو ته په پام رښتیا هم ښکلا د خوښۍ زېږوونکې شېبه ده، چې له تاثراتو څخه وروسته رامنځ ته کیږي. طبعي ده چې ښکلا فطري غوښتنه ده ؛خو ځنې وخت مو ذهن کې دا پوښتنه راولاړیږي چې څرنګه یو کس ددې قضاوت کوي چې داشی ښکلی دی؟
داد بدرنګۍ تاثیرات دي چې په خلکوباندې د ښکلا مفهوم پېژ ندلی ، ډېری پدیدې یو له بل سره په تقابل کې پېژندل کیږي، دبدرنګ په کلمه کې یوازې دناوړه رنګ خبره نه ده مطرح، بلکې د درونیو ناوړو کړنو او حالتونو دپاره هم دبدرنګ لفظ په استعاري شکل استعمالیږي په دې نقطه کې ښکلا له بدرنګۍ سره په تقابل کې پېژندل کیږي. په انسان کې تل د ښکلا احساس ساه اخلي که دا نه وای نو بیا ولې موږ وایو چې دا شی ښکلی دی دبېلګې په ډول که د کاروان صیب دې بیت ته متوجه شو :
مرغان دې راشې زموږ لپو کې ځالې وکړي
غر مو نښتر نه لري کلی مو چنارنــــــه لــــري
په پورتني بیت کې په لپه کې د ځالې جوړل د لویانو سربیره ماشومانو ته هم خوند ورکوي که څه هم هغه په عاطفې شکل د وطن ورانیدا نشي درک کولای بلکې د جمالیاتي احساس زور دی چې په ماشوم یې هم دغه ښکلا پیژندلې.
دښکلا په اړه ډېرې نظريې شته، خو دا دوه یې مشهورې دي:
۱ ــ دښکلا ذهني ( موضوعي ) نظریــه .
۲ ــ دښکلا عیني ( معروضي) نظریــه .
لومړۍ نظریه وایي چې هیڅ شی د بدرنګ او ښکلي په نوم نشته، دا دانسان دنفس، ذهن او چاپیریال پریکړه ده، چې یوشی ښکلی او بل بدرنګ راپېژني، د مجنون له سترګو دلیلی حسن په نړۍ وپېژندل شو. موضوعي ښکلا تر ډېره دحس کېدونکي دحس او رواني فعالیتونو څخه رامنځ ته کيږي .
دویمه نظریه وايي، چې ښکلا په څېزونو کې موجوده ده ، ښکلا داشیاوو هغه صفت دی، چې رنګ، لطافت، توازن او لطافت کې لیدل کیږي.
عنایت الله دیدار د استاد غضنفر سره د مرکې په حال کې دا پوښتنه کوي چې ښکلا د عاشق په سترګو کې ده که د معشوق په مخ کې ؟ استاد یې په ځواب کې لیکي : (( ښکلا هم د عاشق په سترګو او هم د معشوق په حسن کې ده. )) (۳ : ۴۶۴ )
په بل ځای کې غضنفر د یوه انګریز پوه یوه مشهوره جمله رانقلوي چې وايي: ( حقیقت حسن او حسن حقیقت دی. ) استاد یې په اړه لیکي د دې مانا داده چې دا سره نژدي دي. که یو څوک ډېر ښکلی وي او اخلاق ونه لري نو د ده ښکلا راته ښه نه ښکاري . ( ۳ : ۴۶۸ )
زما په اند د ښکلا ننداره په موضوعي او معروضي دواړو اړخونو کې کیږي، ځکه که استیتیکي ذوق او حس موجود وي، په وړاندې ښکلی څېز نه وي موجود، نو دا ښکلاییز ذوق خپله دنده په طبعي ډول نشي ترسره کولای، اوکه ښکلی څېز موجود وي، په وړاندې یې ښکلاییز ذوق او حس نه وي موجود، نو دښکلا مزه به څله څکو؟ دښکلا په بحث کې دا دواړې خواوې دسکې دوه مخه دي، خو معروضي اړخ یې ډېر بارز دی، چې په وسیله یې موضوعي اړخ هم لیدلای شو.
روهي صیب لیکلي :((یوشمیر ښکلا پېژندونکي وايي ښکلا عیني نه ده اوهغه دانسان روحاني تجلی بولي چې په بهرنیو شیانو باندې لویږي هغو ته ښکلا وربښي او روښانه کوي یي. …. ځنې یې عیني بولي ،چې زموږحواس او عواطف ورسره ملګري نه شي په ساړه ، بې روحه او بې معنا شي بدلیږي . )) (۱ : ۱۷ )
په پورته څرګندونو کې دا خبره د تأمل وړده چې ښکلا عیني نه ده. ځکه د ښکلي څيز په لیدلو سره روحي تجلا هم رامنځته کیږي، ځینو ته به دا پوښتنه پیدا شي چې ځیني شیان چې موږ نه دي ليدلي ولې یې د ښکلي په نوم موصوفوو. لکه د جنت لفظ چې په اوریدو سره یو ښکلی تصویر زموږ ذهن ته راځي؟ که موږ په عیني ډول ښکلی باغ، شین چمن ، ونې او میوې نه وای لیدلې، د جنت په اړه چې کوم تصویر په کلام الله مجید کې وړاندې شوی، هسې خوند به یې نه راکوو. په دې کې هم د الله (ج) حکمت دی چې په دې دنیا کې د هغې دنیا شکلي موډولونه پیداکړي یوازې په کیفي لحاظ به ورسره فرق کوي، تر څو یې بندګان د ښې او بدې لارې یو موډل په دې دنیا هم وویني او وازمویي چې کومه لاره غوره کوي لکه د هغې دنیا د دوزخ یو پیکه تصویر یې چې دلته د اور، مار، لړم … او نورو ضرر رسوونکو شیانو په وجود کې راښوولی. ښکلاییز احساس له عینیت سره ټینګه اړیکه لري، کنه ماشوم ته که هر څومره د جنت بیان وکړې چې عیني مثالونه یې په وړاندې ورنه کړې فکر نه کوم له خبرو به دومره خوند واخلي، د هغه موضوعي ښکلا په وړاندې دلته معروضي ښکلا هم خپله خېمه وهلې ده. نو ویلای شو چې ښکلا پېژندنه په عیني بنسټ ولاړه ده .
کیل کون وایي: (( کوم شی چې موږ ښکلی احساسو، نو دا احساس دعقل او مادې له خپلمنځي تړاوه راوېښيږي. )) ( ۲ : ۷۹ )
دپښتو ژبې دمعاصرې دورې غزلبول شاعر امیرحمزه شینواری ښکلا کله موضوعي او کله معروضي ګڼي او په پایله کې د دې دواړو اړخونو په ګډ امتزاج کې ښکلا ویني، مصطفی سالک یې دښکلا اړوند بیتونه په خپل کتاب ( منشور ) کې راوړي:
چا ویل چې حسن مربی دی دعشق
که اپوټه یې کړې تائیـــــد کـــــــــومـــه
( ۲ : ۸۴ )
له پورته بیت څخه معلومیږي چې عشق حسن ته لاره ښيي، او ښکلا له عشقه ګڼي، دا چې عشق معروضي خاصیت نه لري ، نو له دې نه معلومیږي چې حمزه شینواری دموضوعي ښکلا خبره کوي ، په بل ځای کې حمزه مینه دښکلا دبحر څپه بولي او ښکلا په شیانو کې محسوسوي، نو دښکلي شي صفت دادی چې په زړه کې مینه پیداکوي وايي :
مینې ته حمزه چې فکر وکړمه
دا هم دښکلا یوه څپه ښکاري
( ۲ : ۸۴ )
په آخر کې دې پایلې ته رسیږي چې حسن دموضوع او معروض امتزاج دی نو وایي :
ښکلی تخلیق دمحبت دی حسن
هم یې تایئد هم یې تردید کومه
(۲ : ۸۴ )
له پورته بیت څخه معلومیږي چې حمزه صاحب محبت له حسنه او حسن له محبته ګڼي.
ښکلاییز ارزښتونه په ټولنو کې متفاوت وي، په ځینو کلتورونو یوڅه ښکلی وي، په ځینو کې بیا همدغه څېز ښکلی نه بلل کیږي، ځکه ښکلا له ذوق او ټولنیزو ارښتونو سره نژدې اړیکي لري. استاد غضنفر لیکي : (( ماحول په ښکلا باندې ډېر اغیز کوي. مختلف کلتورونه او د تمدن درجه د ښکلا په اړه د یو قام په تعبیر او تفسیر ډېر اغېز کوي . )) (۳ : ۴۶۳ )
هنر او ښکلا یو له بل سره ټینګې اړيکې لري او د یو ګډ تعامل په پایله کې یې ادبیاتو ته ښکلاییز روح ورکړی؛ نو پکار ده چې په خپلمنځي اړیکه یې بحث وشي.
اخځلیک:
۱ ــ روهي، محمد صدیق ،۱۳۸۶ل ، ادبي څېړنې، د محمد یار په اهتمام : دانش خپرندویه ټولنه.
۲ ــ سالک، مصطفی ، ۱۳۷۹ل ، منشور ( کره کتنه ) : دانش خپرندویه ټولنه .
۳ ــ غضنفر، اسدالله ، ۱۳۹۸ل ، څراغ ، دویم چاپ ، جلال اباد : مومند خپرندویه ټولنه .