د کندهار په لهجه کي “مشک” ویل کېږي او د نورو لهجو ویونکي فکر کوي چي دا به هم په (ښ) وي.
مولوي بریالی وایي:
چي د مشکو عطر پاشي په صحرا کي
د ختن بې غزالې نسته لــــــــــړمون بل
(اهاړ- ۷۵مخ)
(پنهم – ۴۰۶مخ، ۴۴۵مخ) او (پنهان – ۴۱۰مخ) دواړه راوړي. د لوستونکي له پاره گرانه ده چي په دې دوو کي به کم یو د حمید خپل تلفظ وي.
لنډه (ي) او اوږده (ې) سره قافیه کړې ده. د (ح) ردیف په یوه غزل کي (۵۷مخ) ئې (خاندې، لاندې، وړاندې، مړژواندې، اوېزاندې) له (کاندي، گویادي) سره قافیه کړي دي. دا راز قافیه تړل د حمید له “موشگافۍ” څخه لیري خبره ده. حمید به هرومرو (خاندې، لاندې،…) او (کاندي،…) یو راز سره تلفظ کول. دا اوسنی دوه رنگي توب د لاسوهونکو کار دئ. (خرخښو) په ۱۷۴مخ کي په (ښ) او په ورپسې مخ کي په شین (خرخشو) لیکي. حتي په ۱۷۶مخ کي په یوه بیت کي لومړی (خرخښو) او دوهم وار (خرخشو) راغلی دئ.
د فلک پـــــه خرخښو ونښته لاړه
چې جهان ئې وېرېده له خرخشو
(۱۷۶ – مخ)
د اول نیم بیتي لاړه = ناړه ده.
د (خرخشو) او (خرخښو) توپیر په وییپانگه کي هم نه دئ ښوول سوی. په دغسي دوگانگي کي به ژبپوه د حمید خپل تلفظ څه راز معلوموي؟
په ۱۹۴مخ کي (ښکته) او په ۱۹۶مخ کي ئې(کښته) لیکي:
چې مې زړه په سود و زیان شي پورته ښکته
هـــــــــــــــغه دم مې محبت وهي پـــــــــــــــه لته
(۱۹۴ – مخ)
طلبوه سرفرازي په ســــرکوزي کې
راکوزېږي په هډوکي همای کښته
(۱۹۶ – مخ)
(خیژه) زیاتره همداسي کاږي (۲۳۴مخ، ۲۵۲مخ، …) خو په (۳۵۴مخ) کې بیا دوه ځایه (خېږي) او (خېږه) راوړی دئ. په (۳۵۴مخ) کي هم “خېږه” کاږي. زه نه پوهېږم چي د کلیات مرتب خو به د (خیژه) او (خېږه) لغتونه سره جلا نه بولي؟ د میرزا خان انصاري په دېوان (۲۳۰مخ، د کابل چاپ) کي په دوو پرله پسې بیتو کي (وخیژي) او (وخیږي) دواړه راغلی دئ.
(کله چي (ته) د (تله، تلئ) په معنا راوړي د (هـ) پر سر باندي همزه ایږدي (۴۱۶مخ) او هدف ئې دا دئ چي له (ته = تو) سره ئې التباس ورک کړي. دا ئې ښه کار کړی دئ. زه (هوتک) چي د (دی = او) او (دئ = است) توپیر په همزه باندي کوم، هم مي هدف د التباس ورک کېدل دي. خو زما له دې قاعدې سره د معیار ټیکه داران موافق نه دي خو د حمید مومند د کلیات مرتب چي بیا عین عمل سر ته رسولی دئ، بیا نه تا کړي نه ما کړي، ټول پټه خوله ناست دي. دغه ته یو بام و دوې هواوي وایي).
د لوی احمدشاه بابا په پېښور چاپ دېوان کي هم پر دغه راز پېښو پېښېږو. دی وایي:
عـــاشق وږی د دیدن دئ
ترخه وېل ئې کړې نمړې
(دېوان هِرا-۱۴۷مخ)
په پېښور چاپ (۱۹۰مخ) کي دوهم نیم بیتی “ترښه ویل ئې کړې نمړې” ثبت دئ.
زه د رنگارنگیو په برخه کي خپل ځان ته هم گوته نیسم او یقین مي دئ چي که بل څوک بیا زما (هوتک) په لاس ترتیب سوي متنونه ولولي، تر دا نورو دېوانو به زیاتي اندېښمني خبري پکښې پیدا کړي. د دېوانو ترتیبول جلاپوهنه ده او زموږ کارونه غیرمسلکي. له ناچارۍ مو لاس په پوري کړی دئ. ما چي د نورو شرقي ژبو د دېوانو کار یو څه کتلی دئ، رامعلومه سوې ده چي پښتنو ته لا خورا ډېر گړنگونه او پاڼونه په مخ کي گوري. په تشو غټبازیو به ځانونه نه خطا باسو.
په متونوکي تېروتني هم پر دوو برخو وېشل کېدلای سي:
الف: ارادي:
دا راز تېروتني کله کله د شعري اړتیاوو له اسیته پېښي سوي وي. د پښتو په ځینو دېوانو کي د قافیوي ضرورت له مخي د “عبث” لغت د “عبس” په شکل لیکل سوی وي. دا تېروتنه ارادي ده. خوشحال خان ویلي دي:
سر ئې هوري کندهار، بل ئې دمغار دی
تر دا منځ پراته همه واړه عبس دي
د “خوشال خان خټک کلیات” په ۲۵۵ مخ کي دا بیت داسي دئ:
سر ئې هورې کندهار، لم ئې دمغار دی
په دا منځ کې میشته واړه پرې عبس دي
زما یقین دئ چي خوشحال خان دا بیت په دغه شکل نه دئ ویلی؟ ځکه د “پرې عبس” د بېخونده ترکیب دکارولو توقع د پښتو ژبي له یوه مبتدي څخه لاهم نه سي کېدلای)
د اړوندي غزلي نوري قافيې (ناکس، جوس، هوس، جرس او نوري) دي ځکه نو د “عبث” لغت هم د “عبس” په شکل کښل سوی دئ.
له دې مثالو څخه باید داسي نتیجه وانه خیستله سي چي گویا خوشحال خان او میرزا حنان د “عبث” لغت په اصلي کښنگ باندي نه پوهېدل. دوی دا کار ارادي کړی دئ او دا تېروتنه په ارادي توگه پېښه سوې ده. د متن ناقدین ئې باید د سمولو هڅه ونه کړي.
هوتک صاحب،
زه اصلاً ځانته دا اجازه نه ورکوم چی په دې اړه څه ووایم ځکه ما افغانستان کی ډیر لږ وخت تیر کړی دی، خوغواړم دلته خپله ترخه خاطره ووایم.
په کابل کی دڅلروم ټولګی شاګرد وم.
دپښتو ښوونکی موهم پښتون و.
یوه ورځ یی املا راته ویل.
« سر ښندي یی سرخندي » ولوست ، زما شاته ناستو فارسی ژبي هلکانو سره وخندل او ورو یی وویل « معلم صاحب سر می خند»؟ زه پوه شوم چی دښوونکي هدف سرښندل و ، خو ما په لیکلو کي وارخطایی وکړه . ښوونکی خورا قهرجن و . زه ویریدلی وم ، وروسته مي فکر وکړ چی ښونکی غلطی نه کوي هغه و چي ما هغه ورځ له ویرې (سر ښندي په سرخندي ) ولیکل. ګڼشمیر شاګردانو هم د سرښندي پرځای (سرخاندي) لیکلی و . سبا چي ټولګي ته راغلو ښوونکي دجزا لپاره یوازي زه انتخاب کړم ، په لښتو یی ووهلم او په ډیره سړه هوا کی یی له ټولګی وایستلم. په افغانستان کي مي هغه دښوونځي وروستۍ ورځ شوه.
د خلگو خبره
زما خو د ګران استاد هوتک صیب حوصلی او ځیرکتیا او دقت ته صد سلام.
دا چی استاد جوړ او روغ او د لیکنو توان لری د خوښی ځای دی. خدای دی دوی او قلم ته ئی اوږد ژوند ور نصیب کړی.
اما
د ښاغلی Noor د خاطری د بیان په اړه ما ته هم د خپل یو پښتون دوست کېسه را یاده سوه کوم چی کلونه کلونه مخکی ئی په کابل کی ژوند کاوه.
« ویل ئی په اووم یا اتم صنف کی وم د پښتو د مضمون درس مو درلود. معلم صیب د یوه زیږه فارسی ژبی شاګرد څخه پوښتنه وکړه چی هلکه ” آب ” ته په پښتو څه وائی؟
شاګرد وویل, اوبه.
معلم:
جمع ئی څه ده؟
شاګرد: اوبه ګانی
معلم: نه
شاګرد: اوبونه
معلم سر وښوراوه او ویل ئی کینه شابس».
زما په ګومان د معلم د سر په ښوریدو کی دا پیغام پروت ۇ:
( دربار د خړی زو! هسی د خطاایستو معامله دی نښلولی ده، نه دی پښتون ته سمه پښتو ور زده کړه او نه فارسی والا ته سمه فارسی او خپله دی هم هیڅ ژبه او فرهنګ زده نکړ ).