پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهیونیسف ننګرهار کې د ۴۲ میلیونه افغانیو پروژې پیل کړې

یونیسف ننګرهار کې د ۴۲ میلیونه افغانیو پروژې پیل کړې

تاند:( سې شنبه، د جدي ۲۷)‏ ‏په ننګرهار کې د ۴۲ ميليونه افغانيو په لګښت د اوبو شپږ شبکو د رغونې چارې پیل شوې.

د ننګرهار لپاره د طالبانو ځايي چارواکو ویلي، چې د يونيسف ادارې په ۴۲ ميليونه افغانيو مالي لګښت او د کوار ادارې په تخنيکي همکارۍ د اوبو شپږ شبکو د رغونې چارې پيل شوې، چې د دريو مياشتو په موده کې به ګټې اخيستنې ته وسپارل شي او څلور زره کورنۍ به د پاکو اوبو له نعمت څخه برخمنې شي.

چارواکو ويلي، چې د اوبو دا شبکې کالونه وړاندې د کانال رياست په ملکيت کې جوړې شوې وې، چې اوسمهال تخريب او غير فعاله وې.

په يوه بل خبر کې راغلي، چې يونيسف د ارزګان په مرکز ترينکوټ کې د سولري بريښنا يوه سل کیلو واټه پروژه په ۷ ميليونه افغانيو بشپړه او ګټې اخيستنې ته سپارلې ده.

‏‏

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

 مطالعه او ژوند | ذبیح الله شفق

ویکټور هوګو به ویل چي کتابونه ساړه دوستان دي، خو البته د ډاډ وړ. د ابن رشد عالم په باب دا خبره ډېره مشهوره...