یکشنبه, اپریل 28, 2024
Home+د ژبې مړینه څه ده؟

د ژبې مړینه څه ده؟

لیکوال: دیوید کریستال
ژباړن: سیلانی
د « ژبې مړینه»، دا ترکیب د هر بل ترکیب په شان چې په هغۀ کې د « مرګ » کلمه موجوده ده، د خپگان او پای نښه ده. یاده کلمه له ځان سره منفي تاثیرات او ضمني معناوې وړاندې کوي. کله چې وایو یوه ژبه مړه ده، دې ته ورته ده چې وایو یو انسان مړ دی. تر دې بل څه نه دي، ځکه چې ژبه پرته له ویونکو وجود ونلري.
ژبه هغه مهال مري چې هېڅوک پرې خبرې ونکړي. د دې کتاب د لوستونکو لپاره چې مورنۍ ژبه یې انګلیسي یا کومه بله پرمختللې ژبه وي ممکن د داسې یوه څه تصور ستونزمن وي، مګر کولی شو په آسانۍ سره هغوی ته دا حقیقت څرګند کړو، د بېلګې په توګه، بروس کونیل د انګلستان د ختمیدونکو ژبو د انجمن په خبرپاڼه کې د ((Obituaries)) یا د مړینې د خبرداري تر سرلیک لاندې په یوه مقاله کې داسي لیکلي:« د ۱۹۹۴ -۱۹۹۵ کلونو تر منځ د یوې ساحوي څېړنې په ترڅ کې چې د مامبیلا په سیمه کې چې د اداماوای کامرون په ولایت کې موقعیت لري، له ځينو هغو ژبو سره مخامخ شوم چې د مړینې په حالت کې وې.
له دغو ژبو څخه چې یوه یې کاسابه نومېده چې ما پخپل تېر را پور کې د هغې ژبې په هکله معلومات وړاندې کړي دي. د نوموړې ژبې د کاونډو ژبو د ویونکو په قول کاسابه د لونو په نوم یاده شوې ده. ما ددغې ژبې یوازې یو ویونکی (بوګون) پيدا کړ چې هغۀ ددې ژبې کوم بل ویونکی نه پېژانده.
د ۱۹۹۶ م کال د نوامبر په میاشت کې د کاسابې ژبې په اړه د لا زیاتو معلوماتو د را ټولو په موخه مامبیلا ته لاړم، مګر د یادې ژبې همدا یو ویونکی بوګون د ۱۹۹۵ م کال د نوامبر په ۵ نېټه له دې نړۍ څخه سترګې پټې کړې وې او کاسابه ژبه یې له ځان سره ګور ته وړې وه.
د بوګون خور په کاسابې ژبې پوهېده، مګر هغې نشول کولی چې پرې خبرې وکړي. هېره دې نه وي چې د بوګون زامن او لمسي لا ژوندي و، اما په دوی کې هېڅوک په نوموړې ژبې نه پوهېدل.
د یوې ژبې دمړینې خبر په همدې ساده ګۍ وکول کيږي. هو، لکه څنګه مو چې په را پور کې د مړینې یو عادی خبر واورېده. اما دا يو واضح واقعیت دی چې د ۱۹۹۵ کال د نوامبر په ۴ نېټه د کاسابې ژبه ژوندۍ وه، مګر د نوامبر په ۵ نېټه د پخوا په شان نه وه.
اوله استیګ اندرسن د همدې انجمن په دویم نندارتون چې په ۱۹۹۸ م کال په ادینبرو کې تر سره شو یوه بله واقعه بیانوي. دا ځل پېښه د اکتوبر په ۱۸ نېټه پېښه شوې وه:«د غربي قفقاز ژبه ( اوبوه) د ۱۹۹۲ کال د اکتوبر په ۱۸ نېټه سهار مهال له خپل یوازیني ویونکي توفیق اسنچ سره مړه شوه. زه تصادفآ هماغه ورځ پرته له دې چې مخکې له مخکې د لیدنې وخت ور سره وټاکم د توفیق اسنچ کلي ته ورغلی وم تر څو د نوموړې ژبې له وروستي ویونکي سره خبرې وکړم، مګر خبر شوم چې یاد ویونکی زما له رسېدو څو ساعته وړاندې مړ شوی و او له لږ ځند وروسته یې په هماغه ورځ جسد خارو ته وسپاره».
واقعیت دادی چې دواړه ژبې یعنې کاسابه او اوبوه د بوګون او توفیق اسنچ له مړینې مخکې مړې شوې وې. که چېرې تاسو د یوې ژبې وروستی ویونکی یاست، نو ستاسو ژبه د اړیکو ساتلو یا افهام و تفهیم له مخې ستاسو په ژوندينې د مړو ژبو په کتار کې شمېرل کيږي، ځکه ژبه هغه وخت ژوندۍ حسابیږي چې یو له بل سره پرې خبرې وشي.
که چېرې د یوې ژبې لیکنی آرشیف ساتل شوی نه وي، نو د ویونکي خبرې یوازینی سند دی چې د خزانې په توګه ترې پاتې کيږي. مګر کله که له یوې ژبې لیکنی آرشیف پاتې وي نو له مرګ وروسته تر ډېره موده د هماغې ژبې د سند په توګه ترې ګټه اخیستل کيږي، اما بر خلاف ددې که چېرې له یوې ژبې لیکنی آرشیف هم نه وي پاتې شوی، د وروستي ویونکي په مړينې سره شفاهي او لیکني آرشیف د تل لپاره له منځه ځي.
کله چې یوه ژه په هېڅ ډول نه وي ثبت شوي او له منځه ځي، دا دې ته ورته دی چې هېڅکله نوموړې ژبې خارجي وجود نه درلوده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب