پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهد کندهار د نوې دروازې د جوړولو چارې پیل شوې

د کندهار د نوې دروازې د جوړولو چارې پیل شوې

تاند (جمعه، د جدي ۱۵ مه) د کندهار ـ کابل پر لویه لاره په دامان ولسوالۍ کي د ۲۲ میلیونه افغانیو په لګښت کندهار ښار ته د ننوتو نوې دروازه جوړېږي.

د کندهار لپاره د طالبانو ولایتي ادارې په خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې یاده دروازه د کندهار ښاروالۍ لخوا د ۲۲ میلیونه افغانیو په لګښت جوړیږي.

سرچینه زیاتوي؛ یاده دروازه ۱۰۲ متره اوږدوالی او ۶ متره پلنوالی لري، چي د جوړونې ۱۱ میلیونه افغانۍ د ښاروالۍ لخوا او پاتې ۱۱ میلیونه افغانۍ بیا د یوه ملي سوداګر لخوا ورکړل کیږي،
ویل شوي چې د دغې دروازې ټولې چارې به د درېیو میاشتو په موده کې بشپړي شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...