دوشنبه, مې 20, 2024
Homeخبرونهافغانستان کې د داعش د حضور په اړه د طالب ویاند او...

افغانستان کې د داعش د حضور په اړه د طالب ویاند او امرالله صالح ادعاوې

تاند (جمعه، د جدي ۱۵ مه) د طالبانو د رژیم ویاند ذبیح الله مجاهد او د پرځېدلي جمهوري نظام لومړي مرستیال امرالله صالح په افغانستان کې د داعش ډلې د حضور په اړه تازه څرګندونې او ادعاوې کړې دي.

صالح په خپله اېکس پاڼه کې ادعا کړې، چې د معلوماتو له مخې یې د طالبانو استخبارات له داعش ډلې سره په بګرام زندان کې د خپلو پخوانیو بندیانو د یو ځای کېدو په اړه اندېښمن دي.

د هغه په خبره، طالبانو د خپلو دغو پخوانیو بندیانو په اړه څېړنې پیل کړې دي.

له دې سره، د طالبانو د رژیم ویاند ذبیح الله مجاهد په افغانستان کې د داعش ډلې د بشپړ ځپل کېدو ادعا کړې او ویلي، چې تر ۷۰-۸۰ تنو پورې داعشیان په دغه هېواد کې موجود دي.

مجاهد د دغو داعشیانو د ځپلو لپاره هم د خپلو ځواکونو د هڅو خبر ورکړی.

په وروستیو کې له داعش ډلې سره د پاکستان د ملاتړ ادعاوې زیاتې شوي .

د طالبانو د دفاع وزیر ملا یعقوب تېره اوونۍ په یوه خبري ناسته کې وویل، چې د دوی له بیا واک ته رسېدو سره په افغانستان کې بریدونه د تاجیکستاني او پاکستاني وګړو له لوري ترسره شوي دي.

هغه دغه راز، د دوی خلاف د وسله والو ډلو د ۹۰ سلنه ځپل کېدو ادعا وکړه او ویې ویل چې ۱۰ سلنه نور هم ځپل کیږي.

1 COMMENT

  1. صالح یو مرتد او ناولی انسان ده او د داعش بودیجه د همغه مرتد له خوا تمویل کیږی او تقریباً ۵۰٪ داعشیان همدا د شر او فساد غړی دی چی بهر او دننه افغانستان کښی د داعش پلویان دی او داعش ته امکانات برابروی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب