پنجشنبه, مې 9, 2024
Homeخبرونهپکتیا کې د پاکستاني وسلو نیول کېدل

پکتیا کې د پاکستاني وسلو نیول کېدل

تاند (جمعه، د جدي ۱۵ مه) پاکستان سره د طالبانو د رژیم له ظاهراً ترېنګلو اړیکو سره هم مهاله، د دوی د کورنیو چارو وزارت وايي، چې په پکتیا کې یې ۲۰ میله پاکستانۍ تومانچۍ او پنځه میله پاکستاني ساخت « ایم فور» وسلې نیولې دي.

له یاد شوي وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې یادې وسلې له ډنډ پټان ولسوالۍ څخه څمکنیو ته قاچاق کېدلې.

خبرپاڼه کې راغلي، چې د وسلو قاچاق کوونکي په تېښته بریالي شوي، خو دوی یې د نیولو هڅې پیل کړې دي.

 طالبانو نه دي ویلي، چې دغه وسلې تازه که پخوا افغانستان ته لېږدول شوي.

دا هم نه ده معلومه، چې له دغو وسلو څخه چا او د څه لپاره استفاده کوله؟

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو د دفاع وزارت د سراتېژیکو اړیکو مرستیال او د کندهار والي ملا شیرین اخوند د یوه پلاوي په مشرۍ څو ورځې مخکې پاکستان ته لاړ او د دغه هېواد چارواکو سره یې د خپل رژیم د وروستیو اړیکو په اړه خبرې کړي.

د طالبانو رژیم د پاکستان د هغو ادعاوو په غبرګون کې، چې په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو د پټنځایونو د موجودیت په اړه یې لري، تور لګوي چې پاکستان د دوی خلاف د داعش ډلې په ملاتړ کې لاس لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب