دوشنبه, مې 13, 2024
Home+د نورو مخلوقاتو او تمدنونو شتون

د نورو مخلوقاتو او تمدنونو شتون

لیکنه: وکیل احمد عزیزي

 د «ډریکه» نومېږي د معادلې د اټکل له مخې زموږ په کهکشان کې ۱۵۶۰۰۰۰ تمدنونه شته!

دغه معادله امریکایي اسټروفزیکپوه، چارلیس ډانالډ ډریک جوړه کړې ده.

په دې معادله کې N د هغو ټولو تمدنونو شمېر دی چې ممکن انسانان ورسره په اړیکو کې شي. ★R په کهکشان کې د ستوري د تشکیل یا منځ ته راتګ قیمت دی، یعنې هغه مالوم شرایط چې په هغه کې د پخوانیو ګازاتو له مخلوطه بیا ستوري تولیدېږي.

Fp د هغو ستورو نسبي شمېر دی چې سیارې لري. ne د هغو سیارو شمېر دی چې ژوند پکې ممکنېږي. Fl د هغو ستورو نسبي شمېر دی چې په خپلو سیارو کې د ژوند له دوام سره مرسته کوي. Fi د ژوند په ګډون د هغو سیارو نسبي شمېر دی چې هوښیار ژوندي موجودات لري. Fc د هغو هوښیارو ژوندیو موجوداتو نسبي شمېر دی چې د اړیکو جوړولو او د تکنالوجيکي پرمختګونو وړتیا لري. L هغه زماني فاصله ده چې د دې مخلوقاتو د اړیکو جوړښت یې نیسي.

د نیویارک د راچستر پوهنتون د فزیک او ستورپوهنې پروفیسر، ادم فرانک هم د نورو تمدنونو او په هغو کې د مخلوقاتو پر شتون باوري ښکاري. دی وایي، موږ خو اوس پوهېږو چې زموږ په کهکشان کې څومره ستوري موجود دي، خو په دې سم نه یو خبر چې په دقیق ډول څومره ستورې سیارې لري؟ او په دې سیارو کې د ژوند امکان څومره دی؟ څومره وخت نیسي چې ژوند ته یا زمینه پکې برابرېږي او یا ژوند پکې ختمېږي؟ دی وایي چې دا احتمال بېخي لږ دی چې موږ یواځینی پرمختللی تمدن او مخلوق یو، نو دا هم ویلای شو چې د وخت په تېرېدو سر مخکې هم په کایناتو کې پرمختللي تمدنونه تېر شوي دي.

ځینې نور اسټروفزیکپوهان، لکه میچیو کاکو، سلیوان، جیسپ او نور هم د نورو تمدنونو او مخلوقاتو پر شتون بېخي پخه عقیده لري. دوی وایي: “کوم خلک چې د نورو تمدنونو او مخلوقاتو پر شتون باور نه لري، داسې مثال لري لکه یو څوک چې له سمندره یوه کاشوغه اوبه را واخلي او بیا ووایي چې په ټول سمندر کې ماهیان نشته، ځکه چې زما په همدې یوه کاشوغه اوبو کې هیڅ ماهی نشته”.

دا خو ایله زموږ په څلور بُعدي سیسټم کې د مخلوقاتو او تمدنونو د شتون خبره ده، دا چې بُعدونه تر دې هم زیات دي، نو هلته د نورو حالاتو، ساینسي قوانینو او د ژوند د جلا ډولونو د شتون امکان هم په یقین بدلېږي. په کوم ځای کې چې ابعاد بدل وي، هلته شرایط هم بېل وي. د ابعادو او په هغو کې د هستي و نیستي بحث دلته نه کوو.

یوازې د مخلوقاتو شتون نه دی مهم، بلکې د هوښیارو ژوندیو موجوداتو شتون هدف دی. هغسې خو په ځمکه کې زیات مخلوقات شته، مګر یوازې انسان هوښیار موجود دی. دلته بله پوښتنه دا ده چې موږ خو په خپله د ځان په اړه قضاوت کوو چې هوښیار یو، ممکن هر مخلوق ځان ته هوښیار ووایي! مګر انسان په ځمکه کې په ذهني لحاظ تر ټولو مخلوقاتو هوښیار دی، چې ثابته کړې یې هم ده.

مثلا هېڅ کومو حیواناتو داسې ژوبڼ نه دی جوړ کړی چې انسان یې پکې بندي کړی وي او نورې خزندې و حیوانان یې سیل ته ورځي، مګر انسان تر ځان زورور مخلوقات نیولي دي. دلته چې په کایناتو کې د تمدنونو او مخلوقاتو د شتون خبره کېږي، اصلي مطلب هوښیار مخلوقات او متمدن موجودات دي چې په ځینو مواردو کې یې ټیکنالوجي تر انسانانو زوروره ثابته شوې ده.

مثلاً: د ۱۹۷۲ کال د ډسمبر په ۳۰ نېټه د ماخستن په لس نیمو بجو یو ارجنټایني بزګر، وینتور اماسیراس  په خپل کور کې راډیو ته غوږ و. د راډیو غږ یې ناڅاپه خپ او څو شېبې وروسته خاموش شو. کله چې یې د کوټې له شیشو څخه رنګارنګ رڼاوې او نابلده اواز واورېد، له کوټې څخه بهر حویلۍ ته ورغی، ویې لیدل چې د کور له پاسه په لس پنځلس متري ارتفاع کې یې یو قاب ډوله جسم پاس ولاړ دی او رنګارنګ رڼاوې خپروي. دی وایي چې د دې جسم له دربچو (دریچو) څخه مې ناشناخته مخلوقات ولیدل. لږ وروسته د ننګر جسم له خوا په ده باندې ځینې وړانګې وربرابرې شوې او سم د لاسه نوراني جسم په یو فوق العاده لوړ سرعت په هوا لاړ. دی وایي چې له دې وروسته مې په بدن دردونه راغلل او د څو ورځو په جریان کې مې وېښتان او غاښونه ټول راولوېدل، خو د وخت په تېرېدو سره مې بیرته غاښونه او وېښته بېرته راغلل، د بدن دردونه مې هم ورک شول او د پنځوس کاله عمر په ځای داسې احساسوم چې شل کلن ځوان یم. د ده معالج ډاکټر هم وایي چې دی بې سواده کس دی خو له دې پېښې وروسته یې په پوهه او خبرو کې زیات تفاوت راغلی دی.

اوس دا موږ په چا نه شو منلای او نه نور کوم شواهد لرو چې دا مخلوقات به څوک ول؟ له کومه ځایه به راغلي وو؟ او…؟ داسې اټکل کېږي چې دغه مخلوقات موږ ته نزدې هم شته، ځکه ډېری خلکو لیدلي دي. د دا پورته پېښې په ډول ډېرې نورې پېښې هم شته.

3 COMMENTS

  1. مننه عزیزي صاحب په لیکنه کی مو ښه معلومات را ټول کړی وه.

    بلی پورتنی ټول معلومات ساینسی نه بلکه د ستورو پیژندونکو او نجومیانو ګومانونه، خیالونه او حدسونه دی.

    لکه: ګومان کووم او یا کیدایشی د کائناتو په کوم کهکشان کی انسان ته ورته دری سترګی مخلوقات وی؟

    ساینس تل په تجربو او ثبتونو ولاړ وی.

  2. سلامونه ،
    عزيزي صاحب شې چارې
    اول خو که همدا دړیکه !فورمول یا معادله ولیکئ چې څه څو + یا * څو = ۱۵۶۰۰۰۰۰۰ ؟ دي!
    ثانیاََ زه فکر کووم ډېر احتمال د جنیاتو؛ بلا تشبیه ملایکو او یا هم د شهیدانو ارواهې ….به ول؟؟
    او یا هم له آدمه تر دې دمه د موجوداتو له مینځه وړل شویو باډیو له کیمیاوي تبدلاتو نه نوي مواد تولید سوي وي او بیرته د انسانانو او حیواناتو او….. موجوداتو دښمن سوي وي؟؟؟
    والله اعلم بالثواب.
    رب زدني علماََ
    برسلز/ ۰۶جنوري ۲۰۲۴=۱۶جدی=۲۴جمادی الاخری

  3. سلام
    په اټکل نه اسلام جمادات،کایئنات،نباتات، او حیوانات ډیر ښه تعریف کړی ستوری مخلوقات نه دی . انسان بنا پر معنوی بعد له حیواناتو وځی ځکه الله ج ورته اهمیت ورکړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب