شنبه, مې 4, 2024
Home+پر فنونو او پوهنو د ښکلايي یا جمالیاتي حس اغېز

پر فنونو او پوهنو د ښکلايي یا جمالیاتي حس اغېز

دوکتور لعل پاچا ازمون
دویمه برخه
ستاسې کره کتنه به دا لیکنه کره او بشپړه کړي. هیله ده چې له خپل نظر، نیوکې او وړاندیزه مې برخمن کړئ.

 

۲ ـ انسان او طبعیت
د انسان ژوند د طبعیت په غېږ کې له سمڅې را پیلېږي، په دې دوره کې دی په غرونو کې داسې سمڅې سینګاروي چې هغه ددوی روح اغېزمن کړي، دوی له دغه ځایه د طبعیت له بېلابېلو توکیو سره بلدېږي، د طبعیت رنګونه یې د ذهن او زړه پردې ښوروي. له سمڅو را پیل شوی سفر د کرکیلي د رنګونو په دنیا اوړي. کرکیله د انسان طبعیت روزي او ښکلايي حس یې را پاروي، د اوبو شور، د سپوږمۍ او لمر حرکت، له شنو بوټو او ښکالو سره یې چلن، د ونو او بوټو او هوا ترمنځ آهنګین تړاو او… هغه څه دي چې د انسان ذهن له بشري دنیا سره د انسانیت په مزي تړي، دوی د تخیل او تصور له لارې خپل ژوند د کایناتو د رنګونو په غږونو او ځوږ کې ویني.

کرکیله د ژوند ښکلا او اساس دی، انسان خپل سفر د بوټي په څېره کې داسې وینې چې له خاورو سفر را پیلوي او بیرته د ژوند سرګردانه سفر خاورو ته سپاري. دا چې دا څنګه له خاورو سر راپورته کوي؟ څنګه غوړېږي؟ له طبعیت سره یې چلن او اړیکه څه ډول ده؟ په دې سفر کې دده خواخوږي او عواطف له اوبو او هوا سره څه ډول دي؟
همداسې د ژوند نور رنګونه او اړیکې، پناه کېده او… انسان هم خپل ټول سفر د بوټي یا کښت په څېره کې ویني، نو دده اړیکه له طبعیت سره بشري او انساني اړیکه جوړوي. دده عواطف او احساسات روزل کېږي. د همدغې روزنې له لارې دی له بهرنۍ نړۍ سره عاطفي چلن کوي. دغه چلن دده له ښکلايي حسه خړوبېږي.
له طبعیت سره د انسان چلن شریفانه او معصومانه وي، د انسان شرافت دده له چلنه ښکاري. په اریايي ټولنه کې شریف خلک هماغه بلل کېدل چې کرکیلي ته یې مخه کوله. دغه شرافت د دوی د احساس او کښتونو ترمنځ له مینې او عاطفې و. دوی د شریفو او عزتمنو خلکو په توګه یادېدل او یادېږي. عزت او شرافت دوی ته له بشري توکیو سره انساني چلن ورکوي. د دوی اصلیت هم له کرکیلي او زرغونه رنګونو وده مومي، دوی په دغو زرغونه رنګونو کې د ژوند ښایست او پایښت ویني. دوی ته ارین په همدې ویل کېږي چې دغه خلک نجیب او باعزته خلک وو.
دوی د یوه سپېڅلي وجود په څېره کې د خپل ژوند ښایست لیده، نو هغه خلک چې په کرکیلي بوخت وو، هغه شریف او نجیب خلک وو، دغه تصور او تفکر اوس هم په پښتني ټولنه کې ژوندی دی. په کلیو او بانډو کې شتمن خلک هغه څوک یادېږي چې د کرکیلي ځمکه ولري. ځمکه او خاوره دوی ته د شرافت او اصلیت سېمبولونه وو او دي.
خاوره زېږنده او روزونکې پدیده ده، ټول موجودات له خاورې سر را پورته کوي، پښې او ریښې یې په خاوره کې ښخې دي، خاوره یې خواړه برابروي، د ژوند غېږ ور ته پرانزي، روزنه یې کوي، کله چې له ژونده ستړی شي، نو بېرته یې خپلې غېږ ته بولي. د خاورې لويي په همدې کې ده چې خپل موجود د ژوند غېږ ته وړاندې کوي، د وجود د پاپلیو او قدمونو شور ته غوړېدلې پرته وي، ناهیلي کېږي نه، له خپل بچي سره مینه او محبت کوي، دغه محبت او مینه د مور په څېره کې را باندې ګوري، رحمان بابا د خاورې ارزښت او دریځ د بشري ارزښتونو او انساني چلن لوړه بېلګه ګڼي او هر موجود دې ته رابولي چې د لوییۍ مقام ته لکه د خاورې ځان ورسوي:
ژوندی ځان په ځمکه ښخ کړه لکه تخم
که لويي غواړې د خاورې په مقام شه
خاوره د بشر طبع، رنګونه، د ژوند پایښت او ښایست برابروي، نو د بېلوژیکي اصل له مخې مور بلله کېږي. له همدغه ځایه مور د عاطفې، مینې او محبت سېمبول یادېږي.
د کایناتو حواس د رنګونو له شور و ځوږ او هوا مړېږي، حسونه یو له بله سره د ساه هوا په بهیر ژوندي کېږي، دغه ساه هوا د غږونو په انسجام او ښکالو کې نغښتې ده چې د طبعیت د توکیو ترمنځ ژوند برابروي.
کله چې د انسان فکري او ذهني کچه لوړېږي، ورو ورو صنعت او تګ را تګ ته پایڅې او لېڅې را بډ وهي، له محدود چاپېریاله وځي او ځان په یو لوی چاپیریال ورګډوي. د ژوند دغه رنګین سفر له ښکلايي حسه خواړه اخلي او د ژوند د رنګونو د دنیا په موندنې او څېړنې پسې یې ملا تړي.
د کایناتو دغه ژوند او را پیل شوی سفر ښکلا ده چې د طبعیت د بېلابېلو توکیو د رنګونو د غږونو په شور ځوږ کې نغښتې ده او د ټولو حواسو سترګې ځانته اړوي. ښکلا د طبعیت په رنګونو کې هغه ښکالو ده چې په سترګو نه ښکاري خو طبع او مزاج خړوبوي او ددوو ترمنځ وصلت را منځته کوي.
د انسان او طبعیت ترمنځ اړیکه ښکلايي حس را ژوندی کوي، همدغه حس د طبعیت بېلابېل توکي غږوي او ترې خوند اخلي.
د انسان په لاشعور کې ټول پراته توکي د طبعیت له رنګونو او غږونو رامنځته شوي دي، کله چې دی ورسره مخامخېږي، ذهني او نفسي تجربه یې د تصور، تخیل او تفکر له لارې په بېلابېلو بڼو کې وړاندې کوي.
په ټوله کې د بشر ترمنځ اړیکه په ښکلايي حس ساه اخلي. دغه حس د هر انسان حواس روزي، دلته ښکلا د طبعیت د رنګونو له غږونو د هر انسان ذهني او نفسي کیفي تجربه ده چې بېرته په حواسو کې را څرګندېږي. اوس نو ۳ ـ ښکلايي حس یعنې څه؟
ښکلايي حس د همدغو کیفي تجربو څرګندول دي.
ښکلايي حس د انسان په وجود کې مینه او ولوله پيدا کوي، مینه او ولوله د انسانیت ګاڼه ده. هغه زړه چې مینه او ولوله یا جذبه و نه لري، ژوندی نه وي. د انسان په رګونو کې د وینې بهیر په ولوله او مینه ټول وجود ته ساه پوکوي، زړه د مینې په جذبه او ولوله حرکت کوي، پر همدغه حرکت رګونه نڅوي. که جذبه سړه شوه، نو زړه له کاره لوېږي.
جذبه او ولوله چې په ټوله کې وجود په حرکت راولي او ژوندی یې ساتي، دا طبعیت له ټولو رنګونو او غږونو ساه اخلي، د انسان په وجود کې نفسي کیفیت چې کله په مستۍ راشي، نو هغه د ژوند او انسانیت په لفظونو کې څرګندوي. دغه څرګندونه چې دده له کیفي تجربو رامنځته شوې ده، د ښکلايي حس پارونه ده. ښکلايي حس دده ټول حواس را ژوندي کړي او دده اړیکه یې له طبعیت له سره پر انساني او بشري خواخوږۍ ټینګه کړې ده. ښکلا دلته یو عاطفي چلن وکړ، همدغه عاطفي چلن ژوند دی.
کاینات په روح کې سره شریک دي، روح د ټولو توکیو ژوند دی، روح د خدای تعالی حکم دی، د چا د لاس تولید نه دی، روح د لښکرو په څېر د بشر په وجود کې نغښتی دی ، دی نه مري، د وجود له پنا کېدو سره الوځي. خدای تعالی روح ازاد پرېښی دی، چېرته چې یې ښه وي؛ هلته یې شپه وي.
د انسان تر کالبوته وړاندې روح موجود و، پېغمبر ص فرمایي چې: زما تر نبوت وړاندې له اوبو او خټې د ادم سټه رامنځته شوې وه، روح موجود و.
روح د انسان په بدن کې هغه سا ده چې رګونه او زړه په حرکت راولي. کله چې انسان ویده کېږي، روح د دمې لپاره سترګه پټوي، خو که روح ناراضه شو او له بدنه والوت، نو په وجود کې ټول حواس مري، نو روح د طبعیت د بېلابېلو توکو د رنګونو په غږونو، فضا و هوا کې موجود دی. د طبعیت ټول توکي روح لري، د هر یوه روح بیا خپلې ځانګړنې لري.
پوهان دلته روح حیواني او انساني بولي. د طبعیت په بېلابېلو توکیو کې د روح موجودیت د دوی ژوند اصل ګڼي. د طبعیت هر توکی ژوندی دی، کله چې یوه تیږه په پښه ووهئ، نو پوه شئ چې تاسې هغه له درانه خوبه ویښه کړه، د هغې روح ازار کوي، دغه عمل موږ ته دا را زده کوي چې له بشر سره د انسان چلن باید انساني وي، انساني چلن عاطفي او مینه ناک چلن بلل کېږي. د انسان خلیفه توب او یا خلافت په دې کې دی چې دی د طبعیت له توکو سره انساني چلن وکړي.
پروردګار انسان د همدغو ځانګړنو له مخې دی په ټول بشر خلیفه ګرځولی دی، د بشر غېږه پراخه ده، نو له بشر سره چلن باید انساني او اخلاقي وي. که موږ یوه ونه او د ونې ژوند ته وګورو، پر ونې په بېلابېلو موسمونو کې بېلابېل حالات راځي، د یوه موسم په لاس یې د تن شنه جامه مروړل کېږي، لغړه پاتې کېږي، بل موسم یې بېرته په نوې جامه کې سینګاروي، پر لغړو څانګو یې ښکالو تېرېږي، پاڼې کوي او په شنه کمیس کې یې نڅوي، له هوا سره د ونې تړاو یو بشري تړاو دی، هوا راځي او د ونې څانګې ښوروي، ونه بلاربېږي، نوې غوټۍ او پاڼې نیسي او طبعیت په خپل رنګ نازوي.
د چاپېریال او طبعیت په پاکۍ کې د ونې شنې پاڼې خپله ځانګړې ونډه لري. په هغو ټولنو کې چې هلته ونه بې قدره شوې، وهل شوې، ځمکه سپېره اووښتې ده، هلته طبعیت له انسانه غچ اخلي، هغه غچ په بېلابېلو بڼو وي، یو یې هم د وچکالۍ دی.
د طبعیت نور توکي لکه حیوانات په شنه بوټي او ونې ژوندي دي، نو ونه د ژوند سېمبول ګرځي، په ونه د طبعیت ساړه او تاوده راځي، ټولو ته په ځمکه ولاړه ده، حرکت نه کوي او د هر ډول پېښو، سړو تودو پر وړاندې مستقیماً خپله غاړه هسکه وړي.
لکه ونه مستقیم په خپل مکان یم
که خزان راباندې راشي که بهار
دا د عبدالرحن بابا تجربه ده او دا تجربه ده له طبعیته اخیستې ده، د ونې بڼې ته یې کتلي دي، پرځان د زمانې سختې او سړې تودې تېروي، دا سړې تودې او پر ځان سختي ده د ونې په څېره کې لیدلې ده، نو د انسان اړیکه له طبعیت سره انساني او بشري ده، دغه اړیکه له طبعیت سره خواخوږي ده. دغه خواخوږي، بشري او انساني اړیکه د طبعیت خواږه برابروي. د طبعیت ددغو رنګونو په غږونو کې چې هوا یې ترنګوي او په حرکت یې راولي، د ژوند مانا او مفاهیم وړاندې کېږي.
۵ ـ ښکلايي حس او ذهني آزادي
ښکلايي حس د ظاهري یا ښکاره او باطني حسونو ټولګه ده، ښکلايي حس کیفیت دی، دغه کیفیت له زړه خړوبېږي، زړه د وجود ساه او ژوند دی، ښکلايي حس پنځه ښکاره او اندروني پټ حسونه سره غاړۍ غړۍ کوي او وجود د ژوند په کیفیت کې زنګوي. دغه کیفیت کایناتو ته ذهني آزادي بښي.
ذهني آزادي له ښکلایي حسه د ټول حسونو پارېدل، تغذیه کېدل، د هغوی فعالیت، انساني او بشري ارزښتونو ته ژمنتیا او د نظر څرګندول دي.
ښکلايي حس په انسان کې د ازادۍ ساه پوکوي، ذهني آزادي له ښکلایي حسه رامنځته کېږي، ذهني آزادي د انسان هنري، فکري او تخیلي ځواک لوړوي، دژوند رنګونه راښيي. دغه رنګونه د غږونو په سندریز شور کې نغښتي دي، سندریزه ښکالو د زړه او ذهن دنیا سینګاروي:
((پاچا امر وکړ چې هره خوا دې ورته ښکلا، ښکلا شي. د پاچا وسایل د سرو زرو او جواهرو شول او پاچا ته تر ګردو ښکلې سندرغاړې او نڅاګرې راوستل شوې. دی تر ګردو زورورې موسېقي له هر بېخونده اوازه بېل کړ، خو ده احساس کاوه چې یو څه کم دي.
په دې منځ کې د چوپتیا شېبه راغله او پاچا د یوې مرغۍ غږ واوریده چې د ښکلا له تالاره د باندې ولاړه ونه کې یې سندرې ویلې. پاچا وویل: همدا، همدا، همدا راته ونیسئ، همدا مې پکار ده. نوکرانو د سترګو په رپ کې مرغۍ ایساره کړه او د پاچا لپاره یې په قفس کې واچوله، خو چې په قفس کې ایساره شوه، سندرې یې بس کړې.))(غضنفر، اسدالله. د زرو هندارو کور، ۳۱م)
دلته ذهني آزادي ومروړل شوه، د ذهني آزادۍ مروړل په ټوله کې ښکلايي حس وژل دي.
خدای پاک د ښکلا خالق دی، ښکلا یې د بشر د ژوند لپاره اساس بللې، د انسان ښکلا د هغوی په ذهني آزادۍ کې ده، دغه ذهني آزادي هم ور ته خالق (ج) ورکړې، ده چې کله انسان د ځمکې خلیفه ګرځاوه، نو هیچا سره یې مشوره و نه کړه، په انسان کې یې د ځمکې د خلافت وړتیا ولیده، دغه وړتیا دده ذهني آزادي وه چې دی به د همدغې ذهني آزادۍ له مخې له بشر او په ټوله کې کایناتو سره انساني چلن کوي. دده ښایست په همدې ذهني آزادۍ کې دی، له انسانه چې ذهني آزادۍ واخستل شي، د هغه ښکلايي حس کار پرېږدي او د ژوند له سندرو لوېږي.
اوس دې ته راګرځو چې ذهني آزادي او ښکلايي حس د هنر، فن او پوهنو په برخه کې څه اغېز لري؟
۵ ـ ۱ : ښکلايي حس او هنر
ښکلایی حس په ټوله کې هنر پنځوي، هنر یعنې ښکلا، کله چې هنر څرګند او لوڅ شو، نو ښکلا یې له مخه الوځي او هغه بیا په فن بدلېږي.
هېګل پر دې اند و چې: هنر د حسي اغېزو په وسیله دداخلي حقایقو را برسېره کېدو څخه عبارت دی او دا کړنه د طبعیت یو ډول تفسیر دی، نوموړی هنر د بشري عواطفو او احساساتو سپېڅلتیا بولي او له اخلاقي پلوه یې ارزښناک ګڼي. دی پر دې اند هم و چې پر رومانتیک ( عشقي) هنر مذهبي عقایدو اغېزه لري. (محسني، دوکتور منوچهر، عمومي ټولنپوهنه، ۱۰۴م)
هنر له طبعیته خړوبېږي، له طبعیت سره د انسان چلن انساني او ښکلايي دی. دده طبع له طبعیته رنګینېږي، دغه رنګینې د ښکلايي حس پر کیفي تجربو او ذوق پنځه حسونه او اندروني حسونه سره تړي. د ښکلايي حس تجربې او ذوق هنري پدیدې او توکي رامنځته کوي.
هنر د ژوند بنسټ او معلم دی.
هنر په ټوله کې دغه لویې برخې ( تخیلقي ادبیات ، مجسمه جوړونه، نقاشي ، حکاکي، میناتوري، موسېقي، انځورګري، سېنما) په خپله لمنه کې را نغاړي.
د هنر دغه ټولې برخې له ښکلايي حسه رامنځته کېږي، ښکلايي حس د طبعیت او کایناتو په رنګونو او غږونو کې یوه پټه ښکالو ده چې د هوا په څېر په زړونو غوټه وهي او هغه ژوند ته را بولي، د ژوند دغه هوا نور حسونه راپاروي، ذهنونه تنویروي، د ذهنونو تنویر بېلابېلو پوهنو ته د تجربو ور پرانزي او ژوند ته سکون بښي.
د سکون، ذهني تنویر او فکري کچې لوړولو یو بنسټي اصل هنري یا تخلیقي ادبیات دي.

پر فنونو او پوهنو د ښکلايي یا جمالیاتي حس اغېز| دوکتور ازمون

 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب