چهارشنبه, مې 1, 2024
Homeادبشعرد پکتیکاوال شاعر عثمان ساحل دوه شــعرونه

د پکتیکاوال شاعر عثمان ساحل دوه شــعرونه

شاعر عثمان ساحل

د زړګي درد

چــی دکــوچــیـانـو پـه کـیـږدیـو بـانـدې لـمر ولـګــي

پـه ګـــلالــۍ پـیـغـلـه مــې خــامـخــا نـــظــر ولـګــي

زمـا زړګـئ داسـې خـوږیـږي داسـې درد کـړي لکـه

چـې د مـاشـــوم چــاودلــې ګــوتـه پـه کــمـر ولـګــي

چـې څوک د رحـم،د عزت، او دغیرت قیصې کـړي

زمــا فـکـرونـه ټـول پـه پــاک نـبـي ســرور ولـګــي

خـاونـده څـنګه زمـانـه شـوه چـی انـسـان خـرڅـیـږي

څــومـره دولــت چـې وي یـوازې پـه ولــور ولـګــي

دا تـورو ســتـرګـو دي پـه مـا داسـې حـمـله کـړې ده

لکـه چـې بـاز پـه تـیـز غـوټـه کـې په کوتـر ولـګــي

ســـاحـــلـه دومـــره جـیـنـکـئ مــیـنې شـــوي پـه تــا

چی سـتا پـه سـر د نجـونـو شخـړې په ګـودر ولـګــي

5/12/2013 پکتیکا ارګون

شاعر عثمان ساحل

سرزوري خلک

تـه بـه پـه ځـان بـانـدې نـازېـږې شــتـه ســرزوري خــلـک

یـوه ورځ بـه غـم کـړي درته جـوړ دغـه کـمزوري خــلـک

چـې دخـــانـانـو تــر ولــکې لانــدې څــوک ژونــد تـېـروي

شــــي بـه ذلـیـــل پـه دې دنـیـــا ورتـه بـه ګـــوري خــلـک

چــې د چــا ورور یـا پـلار څـوک ووژنـي پـه یـاد وسـاتـئ

هـغـو کـسـانـو پـسـې څـلـرویـشت سـاعـتـه شـوري خــلـک

انـســان پـژنـد نـشــتـه د کـار ځــوانـان سـنـګــر تـه لـیـږي

دســر ســـړۍ لــه دښـــمـنـانــو څــخـه ژغـــوري خــلـک

ســاحـل چی سـپیني قـیصې کړي خدای به یې ښـاد وسـاتي

قـیـامـت کـړي هـیـر دغه دوه مـخـي او مـخ تـوري خــلـک

14/12/2013 پکتیکا  ارګون

3 COMMENTS

  1. ډير ګران ورور عثمان ساحل ستړی مشې!ښې چارې!دشعرونو په لوستلو د زيات خواښ شوم!شکر چه د اورګون په سندريز بڼ کي ستا په څير ګلالي ګلان راټوکيدلي دې!
    زمـا زړګـئ داسـې خـوږیـږي داسـې درد کـړي لکـه

    چـې د مـاشـــوم چــاودلــې ګــوتـه پـه کــمـر ولـګــي
    دا بيت می په زړه ډيره اغيزوکړلو !ډير کالونه د ځدراڼو په غرونو اوراغونو چاودلې ګوتې په کمرونولګيدلې دي!
    هڅه وکړه چه ،د خپل وطن اوخپلې سيمي وني لکه نښتر،څيړې،لمنځه،ځنغوزی،ښيروه،سنځله ،چنار،۰۰۰۰۰وستايي!
    اوکه ګلان اورنګونه ستا يي نو يواځي د خپلې سيمې،لکه دغوجره ګل،سنځل ګل،ګيګړ ګل؛د ترخې او ماستيارو ګلونه؛
    د ماخې او ژريي ګلونه او داسې نور!دشعردکچی دلوړولې دپا ره کلاسيک پښتو شاعران خټک بابا،رحمان بابا؛حميد باب ،کاظم خان شيدا۰۰۰۰ديوانونه ژور ولوله!اوسني شاعران حمزه بابا ،غنې خان،اجمل خټک،سليمان لايق؛
    پير م کاروان ،ع۰ب جهانې صاحب بيا نو وروسته د پښتو دشعر په پټ راز پو هيداې شې!
    زه په اور ګون پسې خپه يم که پسرلی واې غواړيدل به پيومه!په مينه د با ليښو دليسي پخوانی زده کوونکی
    ادم خان ځدراڼ

  2. قدرمنه ساحله! ډیر ښه شعرونه دی. الله د درته ډېر عمر او پتمن ژوند درکړی.
    ښاد او بریالې اوسې.

    په پښتنه مینه

  3. مننه کوم د ځوان پکتیکاوال شاعر عثمان ساحل څخه چې ښکلي شعرونه یې لیکلي دي یعني هغه څه په کې موجود دي چې زمونږ د ماشومتوب انځور په کې نغښتئ دی
    له خدای (ج)څخه ورته صحت او روغتیا غواړم
    حقیقت دی چې ښکلي شرونه دي . زموږ په زړونو کې یی ځای پیدا کړی
    مننه کوو اوستایو دې
    ستاسو ورور : رخمت مخلص

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب