دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeکالمونهقانعد نن غم وخورﺉ! عصمت قانع

د نن غم وخورﺉ! عصمت قانع

د محققینو، څېړونکو او اکاډمیکو سټو هم عجیبه مشغولا ده. د دوی د تحقیق او څېړنې بنسټ همدا دی چې رحمان بابا دا شعر د پېښور په بهادر کلي کې لیکلی وو، بل یې وایي نه، نه یې وو لیکلی، د هزار خوانې د کلي په یوه واده کې یې ویلی وو.

بل محقق بیا په خوشال بابا پسې را اخستې وي، د هغه په شعرونو، جنګونو او سفرونو تحقیق کوي.

یوه محقق صاحب په پېښور کې د خپل تحقیق پروژه د رنتبور جېل ټاکلی وو او همدا غرتې یې وېشتې چې خوشحال بابا دومره کاله، دومره میاشتې، دومره ورځې او دومره ساعته د هند د رنتبور په کلا کې بندي وو، د وخت پاچا سمه ډوډۍ هم نه ورکوله.

بیا حواله ورکړي، چې خوشحال بابا دغه شعر د همدې لپاره ویلی دی، چې دده د شان او شوکت وړ دسترخوان یې په زندان کې نه درلود.

دا څو کاله حتی دا څو لسیزې کېږي، چې زموږ اکاډمیک تحقیقات همداسې دي، چې پر تېرو پېښو باندې ماغزه شړومبې کوو.

بس یوه لنډۍ تر لکۍ ونیسو او بیا نو په متنازعه بیانونو باندې زور خرڅوو، څوک وایي، چې دا لنډۍ په پلاني جنګ کې پلاني غازي ویلې وه، یو بل محقق صاحب بیا د خپل علمي تحقیق په زور باندې بله بابولاله وایي او په اصطلاح تحقیقي ثبوت وړاندې کوي چې دا لنډۍ پلاني او بیستانکي غازي نه وه ویلې، بلکې مور یې ویلې وه. دا زموږ د تحقیق حال دی.

نن دوهمه ده، چې فرهنګي او مطبوعاتي جمهوریان پر خوشحال خټک باندې علمي او تحقیقي نظرونه وړاندې کوي.

د محترم جهاني صاحب د وروستۍ لیکنې په دفاع او رد کې د بابولالو بازار ګرم دی. یو وایي چې ګناه د مدون ده، بل بیا وایي، چې د خوشحال بابا په سوات نامه کې د مدون لخوا د نوې نسخې چاپ له تېرو شلو او دېرشو نسخو سره مقایسه شوی دی.

دانش صاحب ګناه نه لري، پښتو ته یې دومره خدمت کړی دی، چې د چا پلار یې نه شي ورته کولای. حال دا چې دانش صاحب نه د خدمت په غم کې دی او نه د بل څه غم اخستی دی، یوازې تجارت کوي.

موږ ددې لپاره چې د سودا په نویو مېتودونو څېړنه وکړو د پرون د بګتیو پر سور او تال بېخونده کرېږې وهو.

دې ته مو پام نشته، چې ټولنه مو د بې سوادۍ په تورتم کې د مرګ له ګواښ سره لاس او ګرېوان ده.

په دې غم کې یې نه یو چې ځوانان مو د چرسو او هیرویینو په لوګیو کې د ژوند د پوپناه کېدو لمبې ته ناست دي.

په دې فکر کې نه یو چې بېکاري مو له وطن څخه د ژوندو مړیو هدیره جوړه کړې ده، په دې خیال کې نه یو چې په هر ساعت کې یوه مور د توبرکلوز د تداوۍ د نیستۍ په وجه پر هدیرو سپارو.

په دې غم کې نه یو چې د پوهنتونونو د تدریس کیفیت مو د نورو هېوادونو د ابتدایه ښوونځیو تر تعلیمي کیفیت په ټیټه سطحه کې واقع دی.

ددې خیال نشته راسره چې یوه رمه بې سواده نسل مو نه سواد لري، نه ډوډۍ لري او نه دوا. بې پوښتنې مرګونه، بې دوا رنځونه، بې سواده مغزونه، محتاج لاسونه، بې اوره تنورونه، بې اوبو کښتونه، بې ضمیره او مزدور حکومتونه د خپل وطن مشکل نه بولو، بلکې مشکل مو دا جوړ کړی دی، چې رحمان بابا په کوم کال زېږېدلی وو، خوشحال خټک یو شعر داسې ویلی او بل په کې را دانګي چې نه داسې یې ویلی.

دا ټول د انحطاط نښې دي او ورپورې نښلېدل د منحطو افکارو مشغولا ده. پر افغانستان د مرګ توپان راغلی دی، د دغه توپان خونې څپې لا پاتې دي.

که د خدای دوستان یاست د نن غم وخورﺉ او د نن د غم په خوړلو سره د سبا ورځې د هغه نسل د ستونزو بار کم کړﺉ، چې زموږ د غسې کړو او وړو په وجه به په عذاب او مشکل کې وي.

که سبا ته قران شریف هم په تحریف شوي شکل د خرڅلاو بازار پیدا کړي بېدرنګه یې چاپوﺉ او ژر یې په بازار کې خرڅوﺉ او هغه د پېښوري کمیډین خبره ده، همدا به وایي چې یاره څوک یې تپوس کوي؟

خو چې جهاني د تپوس او پوښتنې تکلیف پر ځان قبول کړ، نو ګویا جهاني صاحب متنازعه شو، شعر یې متنازعه شو او په اصطلاح په زرهاوو نورو افتونو کې په لاس لرلو تورن شو.

حال دا چې جهاني صاحب له یوه معقول دریځ څخه د یوه اب داره سپین ږیري او مشر په توګه د نصیحت په ژبه یو اخلاقي رسالت ترسره کړ او په خواخوږۍ سره یې وویل، چې د چا د نظریاتو او اعتقاداتو بدلول بد اخلاقي ده، هغه هم په داسې حال کې چې څلور پېړۍ پرې تېرې دي.

خوشحال د خپل وخت یو عظمت وو، خوشحال د خپلې زمانې سیاست، فرهنګ، کلتور او نظامي مکتب وو.

څوک باید دا حق ونه لري چې د تېرې زمانې اخلاقي، فرهنګي او کلتوري حقیقتونو ته د نن زمانې په خیاط باندې واسکټ وګنډي. فرمایشي او کاروباري جیبونه په کې جوړ کړي.

یوه د نر زوی خو بیا اسد دانش له پیر روښان سره مقایسه کړی وو او د خپل عصر پیر روښان یې ترې جوړ کړی وو، خو دانش بېچاره نه پیر روښان پېژني، نه یې عصر او نه یې ارمان لکه څنګه چې مې وویل، هغه خوارکۍ صرف یو دوکاندار دی، چې ابتدایه ښوونځی یې هم نه دی لوستی.

اوس به راشو هغه لوستو، پوهو او اکاډمیکو شخصیتونو ته چې د تحقیق او څېړنې مدار یې د تېرو کیسو او افسانو پر محور را چورلېږي.

زه چې د خپلې ټولنې نني مشکلات وینم د سبا لپاره مې د امیدونو ټوله دنیا تالا ترغه شي، لږ تر لږه موږ د نني بشري جهان کړو وړو ته هم نه ګورو، په دې کیسه کې نه یو چې دنیا څه کوي او موږ پر کومه خوا روان یو.

په همدغه اروپا کې چې زموږ د فیسبوک، ټویټر او نیټ په نړۍ کې د چت د ستنو حیثیت لري تر پنځوس کاله ور آخوا ادبیات څوک نه لولي.

هغه کلاسلیک ادبي ژانرونه چې د فرانسې د لوی انقلاب په پنځولو کې یې رول درلود هم همدا اوس د فرانسې په ادبي محافلو کې د تقلید وړ نه دی، بلکې هغوی د نن په غوښتنه د سبا لپاره د ادبي پنځونو په لټه کې دي.

16 COMMENTS

  1. ښاغلی قانع صیب اباد اوسی
    نن دي هغه لیکنه کړیده چه په ریښتیا سره زمونږ دټولنی اوپه تیره بیا زمونږ دپښتنو اړین ضرورت دی.
    زه هم خپل شخصی نظر په لا ندی ډول لیکم
    زمونږ دټولنی او وطن حالات نن دی ته اماده نه دی، اونه په چا ښه لګیږی چه ، زمونږ ښاغلی لیکوالان همیشه دچارګل، زلفو،پیزوان، لونګو ، رنجو اوخماری سترګو په تکرار تکرار یادونی کوی، ځکه هم خپل وخت ضایع کوی اوهم دنورو وخت ضایع کوی، زمونږ دټولنی سخت حالات
    دا نه ایجابوی چه لیکوالان یو دبل سره تربګنی وکا، زمونږ لیکوالان دپښتنو په نننیو حالاتو یا واقف نه دی اوکه واقف وی نوبی پروا دی

    ښاغلی لیکوالان باید هغه لیکنی وکړی چه په نننیو شرایطو کی پښتون ته څه ډول نجات ورکړی شی، په څه ډول ددی راتپل شوی غمیزی څخه ځان خلاص کړو، په څه ډول پرمختګ وکړو، په څه ډول اتفاق اواتحاد مینځته راوړو، په څه ډول حلالی پیسی پیداکړو، په څه ډول دمشر اوکشر او دکورنی ادب پرځای کړو، په څه ډول دجنګ اوجګړی، نشو، لاپو، درواغو، ښکنځا، ریشوت، اصراف، غیبت اوورانکاری څخه لاس واخلو

    شعرونه پریږدی چه یو څو وړ کسان یی پرمخ یوسی، ټول دمخی مه شاعران کیږیی دقیصو اوپخوانیو شاعرانو تعریف اوکړه وړه مسلکی .شاعرانو لکه جهانی صیب، شپون صیب اونورو مشرانو ته پریږدی

    .مونږ اوتاسو باید ټولنی اوپښتنو شاه ځلمیانو ته په ادبیاتو، سیاست، اقتصاد اوداوسنی غمیزی په له مینځه وړلو کی لیکنی وکړو

    په ډیر ادب سره

    په درناوی

  2. قانع صاحب ډیره مننه ستا له په حقیقت ولاړو او خوندرو لیکنو نه کله چی در ویب پاڼی ته راشم سترګی ستاپه نوی لیکنه پسی اړوم خدای دی تل ستا دقلم سیاهی ډکه لری

  3. زه په يوه دفتر کې کار کوم او څلور زره ډالر معاش اخلم چې کابو څلور سوه يې ماليه کېږي. په مينه کار کوم خو دا نه وايم چې خدمت کوم، ځکه معاش اخلم، که معاش رانه کړي نو ځم په کور کېنم او د کور کار کوم. د دانش او يا بل هر ناشر چې کتاب خرڅ نه شي او ګټه يې په کې نه وي نو هغه دې کتاب چاپ کړي.
    دا ناروا کار دی چې په کتاب کې لاسونه کوي – ناشر او راټلوونکی دواړه بايد جريمه شي. ښاغلي داش کلونه وړاندې د افغانستان لنډ تاريخ (تاريخ مختصر افغانستان) چې پوهاند حبيبي صاحب ليکلي او استاد بينوا ژباړی د بل چا په نامه چاپ کړی او په دې حق کې يې ستره جفا کړی دي. په دې کار بايد دانش مجازات شي. دا څوک چې د خدمت خبره کوي بايد لږ ګرېوان ته سر ټيټ کړي.
    درناوی

    • سید رحمانه وروره ماشاالله څلور زره ډالره معاش اخلې.

      تاسو باید د چاپ یا مطبعې او لیکوال یا اثر لیکونکي ترمنځ تفکیک وکړئ.

      دانش خپرندویه ټولنه علمي ټولنه نده چې د کتاب یا بل چاپیدونکي څیز د صحت او نه صحت په اړه تحقیق وکړي او هغه وپلټي. دانش یوازې د یو مزدکار په توګه دا دنده لري چې د یو چا کتاب یا بل اثر د کمپیوټر څخه کاغذ ته واړوي.

      که دانش ټولنه لکه تاسو چې ګوته ورته نیولې، علمي آثار را ټولوي او بیا ېې خپروي؛ بیا نو د تیروتنې په صورت کې پړ دی او باید خپله خطا ومني.

  4. قانع صیب!!!
    د یوچا سپکاوی دي پکې کړی، او دهغه ټول خدمتونه دي په اوبو لاهو کړي.

    جهاني صیب هم دپښتو د ادب د اسمان ستوری دی، خو دانش هم تري کم ندی، او که يې پښتو ،پښتنو او پښتو ادب ته ترجهاني زیات خدمت نه وي کړی کم يې هم ندی کړی.
    خو تا ډېر یوطرفه قضاوت کړی،
    داتمه مو نه درنه درلوده

    باید د منځګړي رول دي لوبولی دي وای، او داجنجال ته مو دپای ټکی ایښی وای

    درناوی

  5. زه خو فکر کوم چه قانع سیب هم اصلی خبره هیره کړی ده او هغه داده چه مونږ باید د سبا غم وخورو نه د نن او پرون ، د پرون نه باید عبرت واخلو او په نن کی د سبا پلان جوړکړو، د نن غم خوړل به هم مونږ ترنن پوری محدود کړی

  6. قانع صیب لیکل ډیر په ځای لیکنه کړي چي لیکوالان او اکاډمیک اشخاص يې د سبا ورځی ستر ګواښ ته متوجه کړي . لیکل هغه پکار وي چې د ټولنې د درد دواشي ، روان ودروي، ساکن په حرکت راولي . د تاید لپاره به زه یوه کلمه ورسره اضافه کړم چې د کابل پوهنتون کې د خارجي هیوادونو د فارغانو د ماسترۍ او دکتوری د ارزوني لپاره چې کوم کمیسیون ټاکل شوی نو هغه اوس هم د سیاسی او نړیوالو اړیکو د ماستر نه پوښتنه کوي چې اسرایل لومړي منځ ته راغلي که صیهونت ؟ فلانې په کومه ورځ زیږیدلی ؟
    په لیکنه کې مې لاندی پارګراف ډیر خوښ شو
    ددې خیال نشته راسره چې یوه رمه بې سواده نسل مو نه سواد لري، نه ډوډۍ لري او نه دوا. بې پوښتنې مرګونه، بې دوا رنځونه، بې سواده مغزونه، محتاج لاسونه، بې اوره تنورونه، بې اوبو کښتونه، بې ضمیره او مزدور حکومتونه د خپل وطن مشکل نه بولو، بلکې مشکل مو دا جوړ کړی دی، چې رحمان بابا په کوم کال زېږېدلی وو، خوشحال خټک یو شعر داسې ویلی او بل په کې را دانګي چې نه داسې یې ویلی.

  7. ګر چې لیکنه مو پر ادبي کاروبار را څرخي، د ټولنیزو او سیاسي هغو سره توپیر لري او تاسو باید دا پوله په پام کې نیولې وی.

    په هر صورت،

    چې د تحقیق خبره شي، تحقیق ستاسو د خبرې په تائید یوازې په تیرو نه کیږي، بلکې حال او راتلونکې هم را ونغاړي. همدا دلیل دی چې نن زموږ 90 پښتانه تر خپلې مورنۍ پښتو ژبې پر خپله دوهمه او دریمه ژبه ښې او مانا لرونکې لیکنې کولی شي.

    دا ستاسو ادیبانو ګناه ده چې له یوې خوا تاسو هر یوه پښتو ژبه پخپله خوښه او خپل طبیعت پر هر لوري روانه کړیده. له بلې خوا بیا هم همدا تاسو یاست چې تر نن پورې مو د پښتو د دفتري کولو لپاره نه د دولت او نه هم شخصي امکاناتو له لارې ګام پورته کړیدی.
    له دولت څخه مرسته د لیکوال یا ځان سپکاوی ګڼئ، پر یو میز او یوه خبره مو سلا حرامه بللې ده.

    ځولۍ درته غوړوم، راشئ، د پیښور، کویټې، کندهار، او کابل ټولې پیژندلې څیرې سره یوځای شئ، د کابل یا پیښور د حکومت ته د پښتو د ودې د یوې لوېې پروژې پروپوزل ورکړئ او ښه زیاته بودیجه ترې واخلئ.

  8. ګټور مطلب دی. مګر کوم ښاغلي چې د اړوندې موضوع باره کې د ښاغلي جهاني مقاله تحقيقي ګڼي، ښايي ووايي چې ښاغلي عصمت قانع يې په باره کې ځينې ځای هسې بوس باد کړي؛ مثلا:
    “حال دا چې جهاني صاحب له یوه معقول دریځ څخه د یوه اب داره سپین ږیري او مشر په توګه د نصیحت په ژبه یو اخلاقي رسالت ترسره کړ او په خواخوږۍ سره یې وویل، چې د چا د نظریاتو او اعتقاداتو بدلول بد اخلاقي ده، هغه هم په داسې حال کې چې څلور پېړۍ پرې تېرې دي.
    تحقيقي مقاله کې د عواطفو اظهار مجاز نه دی. دلته د نصيحت، اخلاقي رسالت،او بداخلاقۍ مقولې ګنجايش نه لري.
    او د ښاغلي قانع دا خبره هم بې بنياده ده چې وايي اروپا کې څوک اوس د پنځوس کاله پخوا ادبيات نه لولي. ولې دغه شکسپير د ښاغلي قانع همزولی دی که څنګه چې د دنيا پوهنتونونو کې لوستل کېږي!

  9. ای قانع ه په چل چل کی دی ګوزارونه کړی دی ښه خوداوچی داموضوع دی حل کړی وای او دداړو ترمنڅ دی
    سوله کړی وای خوپه هرحال زما داسی لیکوال خوښ دی چی په بی طرفانه توګه قضاوت وکړی اوپه قضاوت کی یی خیرپروت وي نه شر

  10. ای ملګرو! د قانع صاحب دا پاراګراف په سروزرو وليکئ چي راتلونکي نسلونه يې هم ولولي ځکه چي د کاڼي کرښه ده او بايد تل پاته سي او هر ځوان يې په تېره بيا ټول فرهنګي کهول يې سرمشق وګرځوي، څومره ښه يې ويلي دي

    څوک باید دا حق ونه لري چې د تېرې زمانې اخلاقي، فرهنګي او کلتوري حقیقتونو ته د نن زمانې په خیاط باندې واسکټ وګنډي. فرمایشي او کاروباري جیبونه په کې جوړ کړي

  11. ښاغلی قانع سلامونه اودرناوې درته وړاندې کوم.
    قانع صاحب !!!
    په ډیره درناوې هیله درڅخه کوم چې دښاغلې اسدالله دانش پر لیکنه عکسالعکل ښکاره نه کړې.په ډیره درناوې هیله درڅخه کوم چې دصبر او حوصلې څخه کار واخلې. مننه
    که دی هیڅ زړه صبر نکوی نو ددانش پر ځای وماته چې هرڅه وایه وېوایه ستا بلا دې واخلې.زه ستا څخه هیڅ نه خپه کیږم.
    یوه نړی مننه

  12. که دومره تکلیف مو په پشتوته په عملي خدمت کولو کي لګولی وای او ټول مخکښ مو راغوښتی وای ترڅوله دولت نه دپښتو دقوت لپاره یي غوښتني کړي وای اوخپل مخکښان مودغندنې پرځای ستایلي او دملاتړ دریځ موترې څرګند کړی وای ښه به وو، افسوس دپښتنوپه حال ( چي ښه دریا یي وهله هغې پیغلي هم ….)
    بس خدای دي مل شي دوطن او دملګرو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب