لیکوال: خالق رشید
ماخوتاسې ته ډیرپخوا ویلي وو چې الف خان ماما نه خپلې میرمنې اونه هم خپلې لورانې امریکا ته بیولې ، چا به چې پوښتنه ترې وکړه دده ځواب به ورته دا و: – چې خرابیږي…
زموږ کلیوال خو په پیل کې دده ددغې خبرې پرباریکۍ نه پوهیدل، چې څنګه خرابیږي … خو وروسته یوشمیرپه دغه ټکي پوه شول چې هلته خو آزادي ده، هرڅوک دخپل ځآن پاچا دی، څوک دې چا پروا نه لري، هلته نه قوم شته، نه کلي، نه پیغورشته اوپیغمبر، هلته نراوښځه دواړه مساوي دي،هلته څوک ښځې ته کډه او تورسرې نه شي ویلای، بس نوم او کمال ته به یې ګورې، ښه چلند به ورسره کوئ اوکه تیره زیاته دې ورسره وکړه، نوبیا دالکو کاکا خبره دقانون په زور دسړي خوله تر… ورڅیروي.ځکه خوماماخپل زامن ترمخ کړل،هغوی یی امریکا ته بوتلل، هلته امریکایی شول ،خو لورانواومیرمنو به یې بس یوازې د دوی د سردعاوې کولې …
ـ په مخه یې ښه ، خدای یی دې په خیر راولې… زموږ نارینه ټول په امریکا کې غریبي کوي … اوهلته ته مساپردي :
مساپري سخته خواري ده … باران به اوري څوک به ځای نه ورکوینه … !
دماما دکورمیرمنوبه د خپلو نارینه په اړه همداسې فکرکاوه لکه زموږ باباګانوبه چې په هندوستان کې د ورکو برساتیانود ستونزواوخواریوخبرې کولې …په داسې حال کې چې خبره داسې نه وه ، دماما یوه زوی کولمبیایی نجل درلوده، هغې به کارکاوه دې پرهغې ټپ و، کاریې کله کله کاوه… له ماما سره یوځای نه اوسیده، اونه پرې خبریده، کله به یې چې زړه درد وکړنوهغه دکلیوالو خبره به یې دخپلو زامنو په باب هرچا ته یادوله چې : دخرې کوټي پیداشو، چامبارکي ورکړه ، دې ورته وویل چې :
ـ دي به خپل باروړي اوزه خپل …
په هغوکالوکې چې په وطن کې د سړیتوب سخته وچکالي وه ، آب نه و،غرت نه و، جنګونو ککرې خوړې، وسلوځوانیمرګۍ لورولې ، دسړیتوب خبره د نجیب الله له مرګ سره تښتیدلې وه… په اوړي کې دماما زوی له خپلې نجل سره وطن ته راغی ،خپله غنم رنګې ملګرې اودهغې امریکایی پاپي به یې هرې میلمستیا ته له ځان سره بیول، هرچا ته به یې ویل چې دوی میړه او میرمن دې، دکورښځمنوهم کلیوالونجونواوښځمنوته په رښتیا دروغ دا ویل چې دوی میړه اوښځه دې،واده یې کړې اوان چې مسلمانه کړې یې هم ده …خو دهغو په کړو وړو کې نه دمسلماني څه ښکاریدل اونه هم د واده کومه نښه نښانه چا ورسره لیده … لږترلږه وخت ناوخته چا په لمانځه هم ونه لیدل خو دماما دجهاد دشپوورځوشرمونکي خاطرې اوکیسې به یې دتوتي په شان په خولوکې وې …
امریکایي نجلۍ دماما ترزوي دخپل پاپۍ ډیرخیال ساته، ټوله ورځ به له هغه سره بوخته وه اودهغه طبعه به یې خوشاله ساتله، هغه یوازې پاپي نه و،هغه ځانته ځای اوځانته نوم درلود،شایني …هو، شایني …هغه هم دماما د زوی د خارجي غنم رنګې میرمنې !!؟
شایني ، شاینې زموږ په کلي کې دهرچا په خولوکې ولوید، هرچا به نازاوه ، خو لاس چا نه ور ووړ، په داسې حال کې چې دهغه هیله به له هرچا همداوه چې پرده باندې لاس راتیرکړي، اوهلو… هلو ورته ووایې… دملوک ماماد میرمنې هم شایني خوښیده هغې هلوهلووینه یې ورته زده کړه دهغې به ترخوله هلونه وه راوتلې چې ده به بیا ځان دهغې غیږې ته ور واچاوه اوهغه به یې هم په چغو سرکړه…
ـ دخدای له پاره… دابدغونی مو درنیسئ ، دا ډیربد ورګه اوشله دی … خپل قدرپه زور په خلکو زیاتوي …
دغنم رنګې امریکایۍ پاپي ډیرنازولی و، دماما پر زوی هم ګران و، خو له یوه شي چې دده له پاره لوی غم و، هغه داوچې زموږ دکلیو له سپیویې زړګی خوړین خوړین و… زموږ دکلی لنډه غرسپي خو تاسو ته درمعلوم وو، چې اوریې په ژبه لاړه، کله به چې دماما د زوی د خپلې نجل له پاپي پریوه خوا شو، هغوبیا ترلکۍ نیولی واو داسې به یې سره ومروړه چې یوه دوې ورځې به هغې خوارکۍ ده ته مښود ( مالش ) ورکاوه اوکله کله خو به له ډیره درده ورته په ژړا شوه :
ـ تا ته چا ویلي وو چې دلته راشه … تا ته ددې وطن لنډغرسپي نه دي معلوم چې دسپیونوم یې دځمکې پرمخ شرمولی دی …؟ راشه راشه … زما غیږې ته … زما زړه ته … څومره لویه قرباني دې ورکړه چې دلته راغلې اودلته دې هم څوک په سپيو کې سپی هم نه بولي … ته څومره ښکلی یې ، څومره ښایسته پکه ککره… ای ګلالیه پاپي… ای ډنګره ګلالیه … ته څومره پوه اوهوښیاریې ، خو دریغه چې ستا په قدرڅوک نه پوهیږي … !؟
غنم رنګې امریکایۍ په رښتیا هم پرشایني باندې زړه بایللی و، ډیر ورباندې ګران و، دماما زوی به ترې ووت، خودا به دلویی کلا په منځ کې ورسره ناسته وه، ځکه چې ددې نازولي پاپي ته اوس زموږ دکلي لنډغرسپي لوی خطرول او له هغو څخه، دهغو له بلوسیدوڅخه سخته ډاریده …
له هغې ورځې چې یو دوه ځلې زموږ دکلي سپي پرې وربلوسیدلی وو، اویوه خو یوځل ښه داړلی هم و، له هغه وروسته یې حالت هم بدل شوی و… داسې ښکاریده چې څه روغتیایی ستونزه هم له هغه وروسته ورته پیداشوه …. زموږ حاجي کاکا خوهم دسپیو په مزاج ان له ځوانۍ څخه پوهیده… هغه به تل ورته ویل چې که غواړې پاپي بیرته ترامریکا روغ ورسوئ ، بس له کوره یې مه باسه، چا ته یې مه ورښیاست، ځکه چې دلته یوازې لوی الله په یوه حال دی، زموږ دکلي سپي خوروړي دي، وږي دي، لیوني دي اوسربدحاله … دوی ته داډنګر منګرپاپیان نه شي ټینګیدای … درخرابوي یې اوس هم جوړ نه دي ، څومره چې زرکیږي نورک کاږئ اودرسره یې په مخه کړئ …
لایې یوه میاشت نه وه پوره چې دماما زوی اونجل یې له خپل پاپی سره ترنوي کال یوه ورځ دمخه دکلیفورنیا په هوایی ډګرکې ښکته شول، کله یې شاینې له ځانګړي ځایه راویوست، ډیرستړی ښکاریده، دهوایی ډګر دپولیسو سپیوهم دهرکلي په ځای ځانونه ترې ټولول… او لرې لرې ترې تلل ، غنم رنګې نجلۍ چې په ویاړترپړي یې نیولی و، لایې سم پام ورته نه و، چې دهغه له خولي لاړې اوځګونه راتلل، دهوایی ډګردڅاردخلکو چې په هغوکې سپي پوهان هم ول ورته پام شو، ورته ویې ویل چې پاپي موناجوړه دی تاسې ولې نا روغه پاپي له ځان سره امریکا ته راوړی دی ؟ ، وترنران یې ورته راوغوښتل څوهغه وګوري ، چې کومه خطرناکه ناروغي خوبه یې له ځان سره نه وي را وړې چې دلته د دوی نور سپي ونه نیسې…
غنم رنګې نجلۍ چې دستړیا له خوبه ړنګه بنګه کیده دهغه په اړه اړونده کسانو ته دده پيژندنه په لنډه توګه وکړه ، اړوندو کسانو فکرکاوه چې دوی شاینې له افغانستانه راوستلی دی ، خوهغوی بیا ورته ویل چې نه دوی شایني له ځان سره هلته بیولی و، هغه سم دم امریکایی دی… له هغه ځایه مونه دی راوستلي … خو دهوایی ډګرڅاروالو د دوی خبره نه منله چې ګواکي د دوی نازولی پاپي به رښتیاهم امریکایی وي … خو دوی پرهمدې ټینګارکاوه چې سم دم امریکایی دی… ؟
د دوی خبره لوی کش اوکړپ ته ورسیده، پولیسانوهم ځانونه ورګډ کړل، څوچې پایله داشوه چې که رښتیا دوی له ځان سره افغانستان ته بیولی وي،باید اسناد یې اړوند ادارې ته وروښيی، ځکه دسپیوډاکترانو ورته ویل چې دا ناروغه دی، او دا ناروغي یې هم له هغه ځایه له ځان سره راوړې ده …
هغوی اجازه ورنه کړه، چې شاینې له ځان سره کورته بوزي ،هغه که هرڅومره ترپکې وکړې خو چایي پروا ونه کړه … یوچا خو دا هم ورته ویلي وو چې کیدای شي بیرته یې افغانستان ته واستوو… اوکیدای شي تاسې هم خپل ځواب محکمې ته ووایاست … ځکه تاسې څنګه ناروغ سپي، هغه هم له افغانستانه امریکا ته راوړی ؟
دماما زوی اوغنم رنګې امریکایی نجل یې بې له شایني له هوایي ډګره راووتل، هغوی ته پته وه چې هغه زموږ دکلي دلنډه غرو سپیو بدغونې نا روغي له ځان سره امریکا ته وړې وه ، دوی نه یوازې داچې بیا یې دهغه پوښتنه ونه کړه بلکه په دې ویره کې وو چې دهغه په ګناه دوی په اوږد مدتي زندان کې دهغه په شان لیونیان نه شي … ځکه دوی په محکمه کې له دغې پوښتنې په رښتیا هم ډاریدل چې:
ـ تاسې څنګه ناروغ سپي، هغه هم دنوي کال په دغو ښو ورځوکې
له افغانستانه امریکا ته راوړی؟
نوي ډیلی
د شل نولس کال ۲۵
د پروفيسر خالق رشېد صيب سيمبولىٍک
کيسې په پرلپسې ډول دسپي په ذا ت تمرکز کړى او د رنګ ډنګ څخه نيولى تر د خوى خصلت او کوتړ نازول شوو داخلي او خارجي سپو انواع يې د خپلو کېسو د اوبدلو بڼولو دپاره کارولي . په ژوند او د قلم په کار کې ورته برکت غواړم