د رابرټ فراسټ ( ۱۸۷۴-۱۹۶۳) د یوه شاهکار نظم ژباړه
په یوه ځنگل کې وې دوې لارې تللي
زه په دې دواړو باندې تللی نه شوم
د یوې لارې لاروی کیدم زه
تر څومره ډیره مې چې وس وو ما کتلې لاندې
چې د دې لارو، وروستی مسیر پیدا کړم
بیا مې هغه لاره راونیوله،
چې راته ښه ښکاره شوه
او شاید دا کار مې په سمه کړی
ځکه دا ډیره له وښو ډکه وه،
دې لارې ځان باندې قدم غوښتلو
په دغو لارو باندې تگ راتګ،
دا دواړې لارې بیخي یو شان کړې
نن سهار هم په پاڼو پټې پاتې
هېچا قدم هم پرې اخیستی نه و
ما خپل قدم هم تر سبا پریښودو
لا هم په دې نه پوهیدمه زه چې
چې دا دوې لارې به له یو بل سره په څه وي گډې
په دې مې شک و،
چې بیا به هېڅکله راونه گرځم.
ډیر ډیر کلونه وروسته،
به بیا زه چېرته اسویلو کې وایم
په یوه ځنگل کې وې دوې لارې تللي
ما په هغې لاره قدم کیښودو
چې ډیر څوک لاړ نه وو پرې
او دغه ټول توپیر همدې راوستو.
The Road Not Taken
BY ROBERT FROST
Two roads diverged in a yellow wood
And sorry I could not travel both
And be one traveler, long I stood
And looked down one as far as I could
To where it bent in the undergrowth;
Then took the other, as just as fair,
And having perhaps the better claim,
Because it was grassy and wanted wear;
Though as for that the passing there
Had worn them really about the same,
And both that morning equally lay
In leaves no step had trodden black.
Oh, I kept the first for another day!
Yet knowing how way leads on to way,
I doubted if I should ever come back.
I shall be telling this with a sigh
Somewhere ages and ages hence:
Two roads diverged in a wood, and I—
I took the one less traveled by,
And that has made all the difference.
زما له نظره فراسټ په دې شعر کې ژوند د یوه ځنگل په توگه انځور کړی؛ دلته له ژیړ ځنگل څخه د خزان معنا هم اخیستل کیدای شي. یعنې ژوند یوه ځنگل یا د مني موسم ته ورته دئ. وړاندې له دې چې یا لار درڅخه ورکه شي او یا عمر درباندې تیر شي، غوره ده یوه لاره وټاکې. هغه لاره چې خپله ښه درته ښکاري، نه د نورو خلکو لارې. شاید بیا تا چانس له لاسه ورکړی وي، نو غوره دا ده چې خپله باید ځان ته یو مسیر وټاکې او پر هماغه لاره پل کیږدې تر څو وروسته اسویلي ونه کړې.
لېکنه او ژباړه: ارشاد علي