کتاب: سیاست، ټولنه او کمپیوټرپوهنه
لیکوال: هنري هنډرسن
ژباړه: رحمت شاه فراز
څوارلسمه برخه
علمي شتمني او کمپیوټرپوهنه
علمي شتمني هغو حقونو ته ویل کېږي چې د یوه اثر (مثلاً اختراع یا کتاب) پنځوونکي ته د دې واک ورکوي چې د هغه بیا تولید یا استعمال په خپل لاس کې ولري. ښکاره ده چې د نوي کمپیوټري هارډویر، سافټویر او رسنیزو محتویاتو تولیدوونکي باید د خپل وخت او هڅې عوض ترلاسه کړي. خو دغه عوض هغه مهال تر ګواښ لاندې راځي چې کله په پیتو کې زېرمه ډيټا او پروګرامونه په پټه کاپي یا بیاځلې وېشل کېږي. د دې ډول چلند د مخنیوي لپاره ډول، ډول قانوني میکانیزمونه په کار وړلی شو.
د ساتنې قانوني میکانیزمونه
د نوي هارډویر د ډیزاین په صورت منځته راغلې شتمني کولی شو چې د حق الاختراع (patent) سیسټم په مټ خوندي کړو. حق الاختراع پنځګر ته د دې حق ورکوي چې د پنځونې له ثبتولو وروسته تر شلو کلونو پورې هغه اختراع وپلوري او یا يې په خپل نوم په قانوني ډول ثبت کړي. د دې لپاره چې یوې پنځونې ته حق الاختراع ورکول شي، اساسي غوښتنې یې دا دي چې دغه آله باید یوه رښتیني فزیکي آله یا پروسه وي او بل دا چې په کامله توګه اصیله او ګټوره وي. د یوې آلې لپاره مازې مفکوره، ریاضیکي فورمول، او طبیعي قانون په یوازې ځان له دې حق څخه نه شي برخمن کېدلی. په کمپیوټرپوهنه کې حق الاختراع هغې واقعي فزیکي الې ته ورکول کېږي، چې د اصالت او ګټورتیا په شرایطو پوره وي. په دې سربېره، هغه سافټویر هم د دې حق الاختراع یوه برخه ګرځېدلی شي، چې له نوموړې آلې سره په ګډه کار کوي تر څو یوه فزیکي پروسه کنټرول کړي. خو یو الګوریتم ته په یوازې ځان حق الاختراع نه ورکول کېږي.
خو په عمل کې خبره تر دې ډېره ګونګه او پېچلې ده. ځینې شرکتونه لکه آی بي ایم له حق الاختراع څخه د یوې ستراتیژیکي سرچینې (او تمویلي اثاثو) په توګه استفاده کوي. آی بي ایم شرکت څلوېښت زره حقوق الاختراعات لري او هر کال د هغو د جواز موندنې له لارې یو بیلیون ډالره لاسته راوړي) او د ۱۹۹۵ او ۲۰۰۵ کلونو ترمنځ د حقوق الاختراع په اداره کې د کلنیو درخواستونو شمېر ۷۳ سلنه لوړ شوی وو چې د ټولټال حق الاختراعاتو شمېر ۴۰۹،۵۳۲ کېده، چې له دې امله د حق الاختراع په اداره کې د درخواستونو ډېرۍ جوړې شوې او کره کتونکو نیوکې پیل کړې چې ډېری اختراع حقونه بې له دې چې یوه اله په بشپړ ډول وارزول شي، ورکول کېږي، لکه دا چې د «شته پنځونې» موجودیت یا د مشابه ټکنالوژۍ مخکیني استعمالونه په پام کې نه نیول کېږي.
ستر شرکتونه بیا له دې سر ټکوي چې ډېرکله یو شمېر خلک داسې اختراع حقونه اخلي چې یوه بل اختراع حق ته دومره نږدې وي چې ممکن هغه مخکینی اختراع حق غیرقانوني ثابت کړي او که د جعلي اختراع حق څښتن ته پیسې ور نه کړی شي نو د اصلي اختراع حق په شرکت باندې د عریضې لپاره نوموړي شرکت ته ګواښونه کېږي. (واړه شرکتونه بیا په خپل وار له لویو شرکتونو ګیله کوي چې ستر شرکتونه ځینې وختونه په دوی پسې سر نه ګرځوي او په ټیټه سترګه ورته وګوري، ځکه ستر شرکتونه په دې فکر وي چې دغه ډول اختراع حق لرونکي شرکتونه د قانوني دعوو تر لګښتونو نه شي وتلای.) زیاتره شرکتونه مثلاً eBay، Research in Motion (د بلېک بېري لاسي کمپیوټر جوړوونکی) او مایکروسافټ د همدې اختراع حق په قضیو لا لهانده کړای شوي دي.
بل خوا سترو کمپیوټري شرکتونو لکه ګوګل، آی بي ایم او ایپل د ۲۰۰۷ کال د اختراع حق د اصلاح له قانون څخه ملاتړ وکړ، چې د دغه قانون په مټ د اختراع حق د ترلاسه کولو معیارونه لا زیات پېچلي او د مخکیني اختراع حق ننګول او دفاع اسانه شوه.
خو د ۲۰۰۸ کال تر منځنیو وختونو پورې نوموړی قانون د سنا په جرګه کې له نامعلوم برخلیک سره مخ وو. په همدې وخت کې فدرالي محکمې د اختراع حق نوي مقررات وضع کړل چې له مخې یې د ثبتونې د پروسې د شفافیت لپاره له خلکو وغوښتل شوو چې د خپلې پنځونې د فرعي ملاتړ توکو کچه را کمه کړي.
د دغو بندیزونو له کبله اوسمهال اکثریت سافټویرونه د اختراع حق پر ځای د چاپ حق په بڼه خوندي کېږي او یو کمپیوټري پروګرام ته د کتاب په څېر یوې لیکنۍ پنځونې په سترګه کتل کېږي. (اخر، یو کمپیوټري پروګرام هم د یوې پروسې د غیرشفاهي بیان حیثیثت لري او کله چې همدا پروګرام د اجرا وړ کوډ ته ترجمه (کمپایل) شي او په یوه مناسب کمپیوټر کې وکارول شي، نو نوموړی پروګرام هم د دې وړتیا لري چې هغه پروسه مخته یوسي چې په یاد پروګرام کې بیان شوې وي.)
د نورو لیکنیو پنځونو په څېر پروګرام هم باید په بشپړ ډول اصیل وي. یو ځل چې پروګرام د چاپ حق له مخې خوندي شو، له هغه وروسته دغه خوندیتوب د لیکوال (پروګرام لیکونکي) تر مړینې او اویا اضافي کلونو پورې دوام مومي. (هغه پنځونې چې د استعمال لپاره جوړې شوې وي، له لومړي ځل خپرونې وروسته تر ۹۵ کلونو پورې خونديتوب مومي او یا د پنځېدنې له نېټې تر ۱۲۰ کاله پورې له دې حق څخه برخمن وي.) د کمپیوټرپوهنې په ډګر کې د بدلون حالت ته په کتو یاده موده شاوخوا «تلپاتې» ته نږدې ده. دا کار به دومره ډېر حتمي هم نه وي، خو د امریکا د چاپ حق له ادارې سره د یوه اثر ثبت او چاپ حق د یو مؤثر قانوني نظارت په حیث رول لوبوي او د دې مخه نیسي چې ادبي غل دا ادعا وکړي چې ګنې پر دې نه پوهېده چې د نوموړې پنځونې د چاپ حق خوندي شوی وو.
هغه متحویات (متني یا ملټي میډیايي مواد) چې په کمپیوټري بڼه پنځېدلي وي، د خپل چاپي سیال په څېر د چاپ حق ترلاسه لري، خو په ۱۹۹۶ کې د امریکا سترې محکمې اعلان کړل چې د یوه پروګرام انټرفیس د چاپ حق نه شي اخیستلی.
کمپیوټري پروګرامونو ته د تجارتي رازونو په څېر هم خوندیتوب ورکول شوی. په دې لړ کې د تجارتي رازونو د قانون له مخې چې په ډېری ایالتونو کې منل شوی، کمپیوټري پروګرام یو تجارتي راز دی، خو په دې شرط چې له نوموړي پروګرام څخه ترلاسه کېدونکی اقتصادي ارزښت پر همدې پروګرام تکیه وي او نور سیالان يې په عموم کې له دې راز څخه نه وي خبر او بل دا چې د دې راز د خوندیتوب لپاره هغه شرکت «پاموړ هڅې» هم کړې وي. په زیاترو لویو شرکتونو کې له کارکوونکو سره د رازساتنې او ناڅرګنداوي اړوند مشهور تړونونونه د همدې خوندیتوب د نفاذ لپاره ترسره کېږي.
د لومړني اصلاح د قانون ستونزې
په یو شمېر حالاتو کې پخپله دولت هم د ملي امنیت په نوم یوه پوستغالي ته لاسرسی محدودوي. خو په ۱۹۹۶ کال کې د امریکا او برنسټن په قضیه کې محکمو په څرګند ډول وویل چې د کمپیوټري پروګرام کوډ د لیکني اثر یوه بڼه ده او د لومړني اصلاح د قانون له مخې له خوندیتوب څخه برخمن دی، نو که دولتي سازمانونه د قوي انکرپشن لرونکو سافټویرونو د خپرېدو مخه نیسي، مشکل نه لري؛ خو د نوموړي سافټویر د چاپ مخه نه شي نیولی.
خو د لومړني اصلاح د مقررې دلایل د شخصي سافټویرونو د خوندیتوب د میکانیزمونو په دفاع کې دومره ډېر اغېزمن نه وو. په ۲۰۰۱ کال کې د امریکا یوه قاضي پرېکړه وکړه چې د پرنسټن پوهنتون کمپیوټرپوه اډوارډ فیلټن او همکاران یې د خپلې قضیې د دفاع لپاره د DMCA یا د ډیجیټل چاپ حق د قانون له مقرراتو څخه د استفادې لپاره هېڅ قانوني بنیاد نه لري. یادو ساینسپوهانو پوهانو دعوه کړې وه چې د Recording Industry Association of America یا RIAA ټولنې له خوا لېږل شوي لیک د دوی پر څېړنې چې د DVD د خوندیتابه د سافټویر لپاره کېدله، ناوړه اغېز ښندلی او دا ګواښ ورته شوی چې که دوی د چاپ حق د سافټویر په هکله چې د انلاین موسیقي خدمات یې استعمالوي، خپله علمي مقاله خپره کړي، نو په خلاف به يې قانوني اقدام وشي. په دې اساس، یادې سازمان خپل لیک بېرته واخیست او محکمو پرېکړه وکړه چې نور نو په قضیه کې څه نشته چې قضیه پرې دوام وکړي. د یاد قضاوت منتقدینو ادعا کوله چې هغه پوهان لا هم په یو ډول ګونګ حالت کې پاتې دي، ځکه هېڅ داسې قانوني ډاډ ور نه کړای شو چې که دوی یو څه خپاره کړي، نو دعوه به نه ورباندې کېږي.
په یوه بله مشهوره قضیه کې په نیویارک ایالت کې د امریکا استیناف محکمې پرېکړه وکړه چې د ۲۶۰۰ په نوم د هیکر مجلې ایډیټور ایریک کارلي د دې اجازه نه لري چې د DeCSS پروګرام کوډ خپور کړي. ډیکس یو داسې پروګرام وو چې له مخې يې کاروونکو کولی شوی چې انکرپټ شوې DVD پیتې ولولي او په دې ډول د خپرندوی وګړي (ټولنې) بندیزونه تر پښو لاندې کړي. محکمې وویل چې DMCA د لومړني اصلاح د قانون حقونه نه تر پښو لاندې نه کوي او نه يې هم محدودي. که څه هم دغه پرېکړه به د برنسټن له قضیې سره ټکر خوري، خو دلته قضیه په دولتي سانسور پورې مربوط وه نه د چاپ حق پورې. په راتلونکو کې ممکن د سترې محکمې تر غوږونو پورې هم په کمپیوټرونو پورې اړوند د چاپ حق قضیې ور ورسېږي.
مناسب استعمال او د چاپ خوندیتوب
د یوه سافټویر خریداري ممکن له یوه کس نه بل کس ته د ملکیت یو ساده لېږد تر سترګو شي، خو زیاتره سافټویرونه داسې جواز لري چې یوازې د ځینو خاصو شرطونو له مخې له هغه پروګرام څخه د استفادې حق ورکوي. مثلاً کاروونکي معمولاً د دې حق نه لري چې د نوموړي پروګرام کاپیانې جوړې کړي او له یوه څخه په زیاتو کمپیوټرونو کې یې استعمال کړي (مګر دا چې جواز په مشخص ډول له یوه څخه په زیاتو کمپیوټرونو کې د استعمال اجازه ورکړې وي). خو د «مناسب استعمال» د یوه جزء په توګه، کاروونکي دا اجازه لري چې د پروګرام بک اپ یا ارشیف کاپي ولري او د فزیکي وسایلو د خرابتیا په مقابل کې د خپل پروګرام حفاظت وکړي.
تر ۱۹۹۰ کلونو پورې زیاتره پروګرامونو (په تېره لوبیزو پروګرامونو) لپاره دا عادي مسله وه چې په فزیکي ډول له کاپي کېدو څخه خوندي وو. خو ماهر هیکران او د «سافټویرونو غله» معمولاً کولی شي چې دا ډول حفاظتي اقدامات دړې وړې کړي. او له همدې امله په یو شمېر اسیايي مارکیټونو کې د پروګرامونو د «ناقانونه» کاپیانو شمېر تر قانوني هغو اوړي.
د کاپي خوندیتوب او/یا انکرپشن هم معمولاً د ملټي میډیايي محصولاتو لکه ډي وي ډي فلمونو لپاره استعمالېږي.
د عصري رسنیو چیلنجونه
د ۲۰۰۰ کال د لسیزې په منځنیو وختونو کې د علمي شتمنۍ په میدان کې تر ټولو ستر جنګونه پخپله د پروګرام د غیرعادي کوډونو په هکله نه وو، بلکې خبره دې حد ته را ورسېدله چې د موسیقي او ویډیوګانو لپاره د یوه عادي نفر اشتها او ذوق څنګه خړوب شي چې په ورته وخت کې د تولیدوونکو عایدات هم خوندي وساتل شي؛ ځکه د هرې ورځې په تېرېدو، موسیقي او ان ویډیوګانې د دې پر ځای چې په یوه محلي پلورنځي کې د تجارتي توکي په حیث خریداري شي، ګټه اخیستونکي يې له انټرنټي پاڼو څخه را ډانلوډ کوي.
د سوني او یونیورسل په قضیه کې (۱۹۸۴) کې سترې محکمې پرېکړه وکړه چې د VCR په څېر د وسایلو تولیدوونکي د خپلو وسایلو د ناسم استعمال مسؤل نه دي، مګر دا چې استعمال يې قانوني بڼه ولري – مثلاً یو څوک د خپلې استفادې لپاره په قانوني ډول خریداري کړې میډیا کاپي کوي. خو بل خوا په ۲۰۰۵ کال کې بیا سترې محکمې پرېکړه وکړه چې ګروکسټر، د فایل شریکولو نامتمرکز سرویس، په ناقانونه ډول د کاپي شوې میډیا د وېش مسؤل دی، په دې شرط چې ګروکسټر په لوی لاس د دې ډول کاپي کېدنې سبب ګرځېدلی وي.
په ۲۰۰۶ کال کې د میډیايي صنعت ملاتړو (په تېره RIAA یا Recording Insdustry Institute of America) د امریکا په کنګره کې یو شمېر بیلونه را مخې ته کړل چې د رسنیو د استعمال په تړاو د مشتریانو حقونه یې لا زیات سخت کړل. البته یاد اقدامات د دې غوښتنه هم کوي چې الکترونیکي وسایل باید د دې وړتیا ولري چې ثبت شوې میډیا تشخیص کړي او د کاپي کېدو مخه یې ونیسي او همدا رنګه ډیجیټل چاپ حق په قانون کې هم سختوالی راوستل شي. خو په مقابل اړخ کې د «سایبري خپلواکۍ» ګوندونه مثلاً الکترونیک فرنټیر بنسټ او د مشتریانو ګوندونه لکه د هوم ریکارډینګ حقونو ائتلاف د دې ډول اقداماتو مخالفت کوي.
اضافي لوستونه
1- Chabrow, Eric. “The U.S. Patent System in Crisis.” Information-Week, February 20, 2006. Available online. URL: http://www.informationweek.com/story/showArticle.jhtml?articleID=180 204145. Accessed August 12, 2007.
2- Electronic Frontier Foundation. “Unintended Consequences: Seven Years under the DMCA.” April 2006. Available online. URL:http://www.eff.org/IP/ DMCA/unintended_consequences.php.Accessed August 8, 2007.
3- Gilbert, Jill. The Entrepreneur’s Guide to Patents, Copyrights, Trademarks,Trade Secrets & Licensing. New York: Berkley Books, 2004.
4- Home Recording Rights Coalition. Available online. URL: http://www.hrrc.org/. Accessed August 8, 2007.
5-“Intellectual Property Law News.” FindLaw. Available online. URL: http://news.findlaw.com/legalnews/scitech /ip/. Accessed August 8, 2007.
6- Klemens, Ben. Math You Can’t Use: Patents, Copyright, and Software. Washington, D.C.: Brookings Institution, 2006.
7- LaPlante, Alice. “Media Distribution Rights: Here Come the Judges (and Congress).” InformationWeek, June 29, 2006. Available
online. URL: http://www.informationweek.com /story/show-Article.jhtml?articleID=189700173. Accessed August 8, 2007.
8- Wilson, Lee. Fair Use, Free Use, and Use by Permission: How to Handle Copyrights in All Media. New York: Allworth Press, 2005.