پنجشنبه, اکتوبر 23, 2025
Homeخبرونهپکتیکا کې د ډبرو سکرو د یوه کان د کیندلو چارې پیل...

پکتیکا کې د ډبرو سکرو د یوه کان د کیندلو چارې پیل شوې

تاند( شنبه ، د اسد ۲۲ مه) ‏د پکتیکا د سروضې ولسوالۍ د ګلردین په کلي کې د ډبرو سکرو د یوه کان د استخراج چارې پيل شوې.

ځايي طالب چارواکي وايي ،چې د دې کان له کیندلو سره به د سيمې ګن شمېر اوسېدونکو ته د کار زمينه هم برابره شي.

 له یاد کان څخه به یو شرکت لس زره ټنه سکاره استخراجوي او د هر ټن پر سر به ۳۰۰۰ مالیه د طالبانو ادارې ته جمع کېږي.

‏طالب چارواکي وايي چې له ۱۰ زره ټنو استخراج وروسته به یاد کان دوی ته سپارل کېږي او په داوطلبانه ډول به په قرارداد ورکول کېږي.

دوی نه دي ويلي،چې دغه کان ېې د کومې داوطلبۍ په اساس چا ته په قرارداد ورکړی.

په وروستيو کې د افغانستان د ډبرو سکاره په پراخه کچه پاکستان ته وړل کېږي.

د‌ پاکستان او طالبانو د اړيکو يو شمېر منتقدین طالبان او پاکستان د پټو معاملو له مخې په ارزانه او پریمانه ډول د افغان کانونو په چور چپاول تورنوي.

طالب چارواکي بیا په دې اړه د ادعاوو له رد سره له دې اړخه د عوايدو د زياتوالي او شفافیت خبر ورکوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د میزان ۲۸ د ازبکي ژبې ورځ ده

تاند- نن د میزان یا تلې ۲۹ مه، چې د اکتوبر له ۲۱ سره برابرېږي، د افغانستان د ازبکي ژبې له ورځې سره برابره...