یکشنبه, نوومبر 24, 2024
Home+د محرقې او کرونا ترمنځ په توپیر کې تېروتنه

د محرقې او کرونا ترمنځ په توپیر کې تېروتنه

ډاکتر رحیم

کله چې په بدن ميکروب بريد وکړي نو د بدن دفاعي سسټم په فعاليت کې راشي. په پیل کې IgM انټې باډي توليديږي او بيا ورپسې IgG انټې باډي توليديږي، تر څو د مکروب په له مينځه وړلو کې له بدن سره کومک وکړي.

کله چې د انفکشن متوسطه يا شديده مرحله وي او د مکروب او د بدن تر منځ قوي جګړه روانه وي نو په دغه وخت کې IgM او IgG دواړه په لويه کچه د ناروغ په وينه کې موجود وي چې دا د ناروغۍ په تشخيص کې غټ رول لري.

د کرونا د ناروغۍ پر وخت کله چې يو ناروغ پرې اخته شي نو بدن اول IgM او بيا وروسته له 10 ورځو څخه IgG توليد شروع کړي.

زموږ په لابراتوارونو کې د محرقې تشخيص د همدې IgM او IgG پر بنياد کيږي چې دا پخوا د WHO یا د روغتیا د نړیوال سازمان له خوا منع شوي دي. نو کله چې يو کس په کرونا اخته شي او تاسو ورته د محرقې معاینې وکړئ نو په هغه کې د کرونا په مقابل کې IgM توليد شوي وي چې هغه په ICT سټرپ مثبت راځي ځکه چې په انټې باډيګانو کې cross reactivity موجوده ده او زموږ ډاکټران ورته وايي چې محرقه دی او حال دا دى چې علايم يې ښکاره دي او د دې وبا نه هم ټول خبر دي بس تجارت او ځان ته دوکه ورکول دي.

په داسې وبا کې بايد د محرقې د تشخيص لپاره د کلچر معایناتو څخه استفاده وشي ځکه چې کرونا د ويروس د وجې او محرقه د بکتريا له کبله منځ ته راځي.

د محرقې درمل  وخوړل او روغ شوم!

د محرقې تداوي له 7 ورځو تر 14 ورځو پورې د انټې بيوتيک خوړل دي او همدارنګه د کرونا شدت له 7 ورځو څخه تر 14 ورځو پورې دى نو ځکه يو کس چې زموږ ډاکټرانو ورته د محرقې تداوي شروع کړي وي وایي ښه شو او دا خو محرقه وه. هغه داسې نه ده که تاسو د محرقې درمل هم ونه خورئ نو د کرونا شدت همدومره وي هغه په خپله ښه کيږي نو دا درمل درباندې هسې خوري کرونا ته هيڅ ګټه نه لري.

دا وبا صرف او صرف کرونا ده موږ بايد نه د خلکو په تجارت کې حصه واخلو اونه ځان ته دهوکه ورکړو. دا د کرونا وبا ده او په داسې شرايطو کې به يې ټول تيروو. بله دا چې د محرقې انتقال په يو کور يا کلي کې دومره په تيزې نه خپريږي په دې مسلکي خلک پوهيږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب