د تور لحده نه یرېږم
شاعر: سهيل خټک
چي ما تا سره لیدلي
ماته یاد دي تاته ، نه
چي دي زه سوی سکاره کړم
ته تازه ګلاب سوې
او غاوره په شباب سوې
ما هم دا غوښتل شیریني!
تا هم دا غوښتل شیریني!
خو اوس دا ناانصافي ده
چي خپل حسن خو در یاد دی
زما سوی مخ دي هېر کړو
خپل مین دي په پردو خلګو کي شمېر کړو
خپل مین ته تا څه ورکړل
څه به ورکړې
چي ته، ته یې
او زه، زه یم
زه سکاره یم
ته تازه لکه ګلاب یې
خو ستا مینه
چي زما په زړه کي اوسي
زه بلد د ناکړدو کړم
زه خبر یې له سختو کړم
دا ژوندون هم سوی تېر سو
د هجران په لمبو سوی
خو ستا میني ته دعا کړم
چي یې دومره سختۍ راکړې
پروا نسته که سوځیږم
اوس په راز د دې پوهیږم
د تور لحده نه یرېږم
ما د هجران بندي خانې لیدلي دینه
ژباړه: فاروق سرور
I’m not afraid of hell
When I saw you
I remember, you do not
You made me the ash
But you turned into a fresh rose
Felt arrogance on your youth
I desired for the same
You also o my love
But now it is unjust
You remember your beauty
Forgotten my burning face
Assumed your lover as a stranger
Given nothing to him
What would you offer?
You have your own temperament
And I have mine
I am the ash
You are a fresh rose
But your love
Breathing in my heart
Convicted me of no sin
Closed me with worse pain
Life lasted badly
Burned by the flames of separation
But I’ll pray for your love