یکشنبه, مې 5, 2024
Homeکالمونهقانعډر سرداره/ عصمت قانع

ډر سرداره/ عصمت قانع

استاد محمد صدیق پسرلی دي خدای (ج) له ټولې هدیرې سره بې سواله او بې ځوابه په جنت کړي، دپېښور په کاکشالو کې به يې موږ ته د خپل ماشومتوب جالبې او په زړه پورې کیسې کولې . د استاد پلارم مرحوم میرزا رمضان سوداګر وو او د تجارت په کاروبار پسې د غزني له قره باغه کندهار ته کډه کړې وه .

استاد په هغه وخت کې ماشوم وو .

د وړکتوب ځينې خاطرې خورا په زړه پورې وي اود استاد خاطرې زموږ لپاره په زړه پورې او جالبې دي .

استاد پسرلي یوه ورځ د سردار عبدالقدوس خان اعتمادالدوله دسندرې کیسه راته کوله . د دغې سندرې سروکي اوس هم کنداریان دیوه ضرب المثل په توګه په ورځنیو محاورو کې استعمالوي.

استاد د کندهار د سپین ږیرو له خولې کیسه کوله ، چې سردارعبدالقدوس خان اعتمادالدوله یو ځل هڅه وکړه ، چې د افغانستان د شاهي دربار خاصه پاملرنه او توجه د ځان په خوا را واړوي .

هماغه وو ، چې د کندهار د ښار په جنو ب کې یې دجمال خان بارکزي زیارت  ته نږدې لښکر سره راغونډ کړ او ګواښ يې وکړ ، چې که انګریزان کوټه او سبۍ خالي نه کړي ، نو برید به پرې وشي اود سردار لښکر به پر سکر د دمې او استراحت لپاره پړاو غورځار کړي یعني سکر به هم ونیسي او هلته به داستراحت لپاره تم شي .

سکر د سیند د ایالت یوه حاصلخېزه زراعتي سیمه ده ، چې د وریجو او غنمو پراخې کروندې لري او اوس اوس پنبه او ګني هم په کې کرل کیږي .

افغاني سوداګرچې به کله هم د هند د بحر په لور له کندهاره په سفر روانېدل ، نود سفر لومړی پړاو به یې پښین وو او په دوهم پړاو به یې په سکر کې کډه اړو له .

د سردار قدوس خان لښکر د دې پر ځای ،چې له کندهار څخه حرکت وکړي،هماغه د جمال خان د زیارت په شاو او خوا کې سره وشیند ل شو . د جمال خان د زیارت جنوبي خواته د ذاکر کلی پروت دی، چې اوس یې کنداریان د خلیفه ګانو او اغاګانو دهستوګنې په وجه ذاکر شریف بولي ،چې زیاتره هستوګن کلیوال یې  پوپلزي دي.

د سردرا قدوس خان دسکرد نیولو لاپه شاپه  په مسخرو بدله شوه .

او یوه کنداري پسخندي شاعر سندره پسې جوړه کړه ،چې سروکې یې داسي وو .

ژغ دي دسکر وو ، خو تېر نه شوې تر ذاکر سرداره

ډرسرداره ، ډر سرداره ، ډر سرداره

د ډرسردار سروکي اوس هم په کندهار کې په خاصو مناسباتو کې د یوه ضرب المثل په توګه استعماليږي .

مثلا که یو څوک لاپه شاپه وکړي ، چې داسي به وکړم هسي به وکړم ،فیل او غر سره وجنګوي او بیا د خپلې لاپې شاپې له عملي کېدو څخه عاجزه پاتي شي نو کنداریان هماغه د ډر سردادر سروکی تکراروي ، چې ډر سرداره ډرسرداره ډرسرداره .

د ډر سردار سروکی د جمعې په ورځ د اصلاحاتو اوهمګرايي دټېم له هغې لاپې شاپې سره یو ځل بیا را په یاد شو ، چې د کابل په واټونو کې یې د یو میلیوني مارش او لوی لاریون ډرتې اوغرتې وویشتې . د دغه مارش لپاره پوره دوې هفتې کار وشو پرهر جنګي سردار زرنفره حواله شوي وو .

زیاتو جنګ سالارانو د زرو زور تنو مظاهره چیانو د راوستلو لاپې شاپې ووهلې ،خو د مارش په ورځ ټول ټال لس زره تنه واټونو ته د ورځي د مزدورانو په څېر په دغه مارش کې په نېشه يې موادو روږدي معتادان ، د چوکونو او څلور لارو مزدوران ، په کرایه را ټول شوي بېکاران او له ګاونډیو ولایاتو څخه د کابل د سېل لپاره لېواله سیلانیان شامل وو ،چې اکثره یې دمارش له سیاسي هدف څخه بېخبره وو .

ځيني یې دچور اوچپاول په هدف له مارش سره یوځای شوي وو ، دکابل د سرای خوجې او پخواني حسین کوټ څو تنو ځوانانو په ډاګه وویل ، چې موږ دچورچوره کان لپاره راغلي وو، خو دریغه چې دا فرصت تر لاسه نه شو ، که څه هم د اصلاحاتو او همګرايي ټېم د کابل ارګ د همدغو بې تپوسه خلکو په مرګ باندي د ځان د اقتدار لپاره  خلاصوي .

خو د ارګ دروازې دومره مظبوتې دي ،چې بیا یې نه سقوي یرغل خلاصولای شي او نه طالباني .

له کندهارڅخه د حاجي غونډۍ مامک زوی حاجي ګل اغا د پنځو سو زرو تنو مظاهره چیانو د راوستلو تیګه پر سینه وهلې وه

خو د مظاهرې په ورځ د کابل چنداولو څخه د لیلامي بوټونو دکارو بار لس تنه کنداریان هم واټونو ته راونه وتل .

پرځای وه ، چې د جمعې په ورځ دګل اغا د کور په مخ کې په خاصه کندارۍ لهجه دا سروکی زمزه شوی وای چې :

ژغ دي د سکر وو، خو تېر نه شوې تر ذاکر سرداره

 ډر سرداره ،ډر سرداره ، ډر سرداره

اکثره جګړه مار فرصت طلبان فکر کوې چې دافغانستان ملت هم د قبضې ځمکه او جایداد دی چې ملکیت یې د دوی  د توپک دخولې دمرمۍ په زور ممکن دی ،

څوک چې توپک لري هغه د افغانستان د خلکو د سرنوشت او تقدیر د ټاکلو حق لري .

څوک چې زر لري هغه د حاکمیت ښکر لري

څوک چې زور لري هغه د افغانستان پرخلکو پور لري .

خودا هم باید وویل شي ،چې د خدای شپې او ورځې تل یوشان نه وي.

نه به داسلطان محمدخان وي

او نه به سره اوښان وي

د ګردون څرخ تر پرونه د جنګي لنډه غرو پرګام او مرام راڅرخېدلو ، خو یوه ورځ داسي راتلونکې ده ، چې څرخ د عام افغان د مفاد او ګټې پر محور را وچورلیږي .

انتخابات  دي په اور پسې شي ، چې لا اوس هم د اقتدار د سټیج يوه کومیډي ډرامه جوړه ده .

خو د قاتلو ، قبضه ګرو ، لنډه غرو ، قاچاق برو او د خپل سرو ، بدماشانو او باشانو خونړۍ منګولې ، باید د ملت له ریښې ریښې ګریوان څخه د تل لپاره وخیژي .

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب