د پېښور د يوې پېړۍ مخکني عکسونه مې ليدل، غټان خو لا څه چې کوچنيانو هم پکې پټکي پر سر کړي وو، لکه په غزني کې چې ګرځې. که د خيبرپښتونخوا يو کس په اوسنۍ زمانه کې هغه عکسونه وګوري، و به يې نه پېژني، چې زموږ نيکونو هم د نورو پښتنو غوندې د بنګالي خوليو پر ځاى پټکي پرسرول.
هسې اوس هم د پېښور شاوخوا قبايل پګړۍ پر سروي؛ خو پېښور، چارسدې، مردان، سوات او سوابۍ هېر کړي او که وي هم يو نيم سپينږيرى يې پرسروي.
داسې څه وشول، چې د پېښور په لباس او پټکي کې بدلون راغى؟ يو لامل يې ښاريتوب و، چې په لباس کې يې بدلون راوست او د درنو جامو پر ځاى ساده لباس عام شو.
موږ هر کال د کولتور ورځ لمانځو. په پښتونخوا کې دا ورځ نن سبا په درنو مراسمو لمانځل کېږي، ځکه چې هغوى د خپل فرهنګ د ورکېدو وېره ځوروي او له فرهنګي پلوه د محروميت احساس يې اړ باسي، چې د کولتور په ورځ خپل فرهنګي هويت ته يو ځل پناه يوسي.
دا ښه خبره ده، چې هر کال خپل کولتور ولمانځو؛ خو د فرهنګ د خونديتوب لپاره بسنده نه ده.
د مشهور ټولنپوه آنتوني ګيدينز په اند، د يوې ټولنې د وګړيو د ژوند ډول ته فرهنګ وايي، چې لباس، آداب، د کورني ژوند او غم و ښادۍ رسوم، د کار ماډلونه، ديني احکام، تفريح، نرخونه، نورمونه، ارزښتونه او نور پکې راځي.
د ټولنپوهانو په اند، ټولنه او فرهنګ دوه بېل مفاهيم دي، خو له يو بل سره داسې ټينګه اړيکه لري، چې و بله نه بېلېږي، ټولنه د افرادو منسجمه او منظمه ټولګه ده؛ خو د دې افرادو ترمنځ اړيکې فرهنګ جوړوي. په نړۍ کې داسې ټولنه نشته، چې ٖفرهنګ و نه لري او نه داسې فرهنګ شته، چې بې ټولنې وي.
نو په ټولنه کې بدلون په فرهنګ کې بدلون راولي او په فرهنګ کې بدلون د ټولنيز اوښتون سبب کېږي.
پوهانو د فرهنګ ګڼ اړخونه په دوو برخو کې راټول کړي، يو مادي فرهنګ دى، چې په وسايلو، لباس پورې تړلى او بل معنوي فرهنګ دى، چې ټولنيز نورمونه، نرخونه، ارزښتونه، اخلاق او باورونه رانغاړي. د فرهنګ دا دواړه خواوې پر يو بل اغېز لري. کله چې يوه کورنۍ د نويو برېښنايي وسايلو په کارولو پيل وکړي، ذهنيت يې هم بدل شي، برعکس د نورمونو له بدلون سره هم د ژوند وسايل بدل شي.
دا اغېز د کليوالي او ښاري کولتور ترمنځ په توپير کې وينو، يوه کورنۍ چې ښاري شي، په ژوند کې يې ژور بدلون راشي، د ژوند کولو طريقه يې بدله شي، ناسته ولاړه، خبرې اترې، لباس يې واوړي او لومړيتوبونه او آن ارزښتونه يې بدل شي. د ماډرنو ټولنو ارزښتونه له قبايلي ټولنو سره توپير لري. په ماډرنه ټولنه کې د علم زده کړه يو ارزښت دى؛ خو په کليوالو ټولنو کې لومړيتوب نه دى.
په پوسټ ماډرن نړۍ کې د هر ملت او قوم حق دى، چې خپل فرهنګ ولمانځي او وپالي؛ خو دا يوازې تر لمانځلو پورې محدودول نه دي پکار، بلکې پالل يې هم پکار دي. د پاللو يو اړخ يې دا دى، چې نړۍ ته د خپل فرهنګ مثبت اړخونه په کيسو، ليکنو او نورو کې وښيو.
انسانان هغه څيز ته په اسانه متوجه کېږي، چې د ده له ذهنه بهر په عيني ډول موجود وي، موږ د فرهنګ مادي اړخ ته ژر متوجه کېږو، لباس، استوګنځي، د خوړو وسايل او اتڼ مو له واره پام وراړوي؛ خو معنوي فرهنګ مو له ياده وتى وي. په مادي فرهنګ کې هم تر ډېره لباس، پګړۍ او اتڼ لمانځو؛ خو نور ډېر وسايل مو هېر کړي دي، ښايي د پرمختللې نړۍ پر وړاندې د محروميت او د ورکېدو وېره پکې پټوو.
فرهنګ خوځند وي، پر ځاى نه درېږي. د يوه قوم د فرهنګ يون کله د ارتقا او کله د تنزيل پر لور وي. په کومه ټولنه کې چې جګړو او بېسوادۍ ريښې کړې وي، فرهنګ يې خشن وي او په کومو ټولنو کې چې سوله او علم عام وي، چلنونه يې نرم وي.
په فرهنګ کې د مثبت بدلون راوستلو يوازنۍ لار علم دى. د علم د بېلابېلو څانګو وده، فرهنګ بډايه او پياوړى کوي. که ښه مورخان، مفکرين، ديني عالمان، اديبان، ارواپوهان، ژبپوهان، ټولنپوهان او ساينسپوهان ولرو او دوى هر کال د خپلې ټولنې له ستونزو سره سم آثار چاپ کړي او بحثونه وکړي، د افرادو په فکر و چلن کې بدلون راځي او ورو ورو ټولنيز ذهنيت بدلېږي. په کومو ټولنو کې چې علمي بحثونه محدود وي، د هغې ټولنې فرهنګ هم کمزورى وي.
هر انسان له خپل فرهنګ سره مينه لري. د مينې په اړه وايي، چې د عقل ړندوي. چې بيا ورته د خپل مين عيبونه نه ښکاري. په فرهنګونو کې منفي اړخونه هم وي. هوښيار وګړي هغه دي، چې د خپل فرهنګ دواړو اړخونو ته متوجه وي، ښه يې پالي او نا ښه يې غورځوي، مثلا په لاس خوراک بد نه دى؛ خو ککړ لاسونه ډوډۍ خورل بد کار دى. په واده کې له خپلوانو سره منډه ترړه زموږ د فرهنګ ښه اړخ دى؛ خو دروند ولور اخيستل او د لور و زوى خوښې ته نه کتل ناسم فرهنګ دى. چا ته مشوره ورکول بد کار نه دى؛ خو د چا په کار کې لاسوهنه بد کار دى.
دا زموږ د بېلابېلو څانګو د پوهانو دنده ده، چې خپل فرهنګ ته د نقد په سترګه وګوري او د سمولو هڅه يې وکړي.
په کومو ټولنو کې چې د فرهنګ انساني څېره جوته وي، هلته د وګړيو ژوند اسانه او د خوښيو چانس پکې ډېر وي. په يوه ټولنه کې افراد په کمو وسايلو ژوند کولى شي؛ خو په خشن فرهنګ کې ژوند نشي کولى.
فرهنګ له هويت يا پېژندګلويۍ سره اړيکه لري. که غواړو چې خلک مو په ښه نامه وپېژني، بايد له خپل فرهنګه زيږ خويونه وتوږو او له نورو انسانانو سره د تعامل فرهنګ پکې عام کړو، کرکه ترې وغورځوو او له انسانانو سره پکې مينه وکرو.