سه شنبه, مې 14, 2024
Homeخبرونهپه ۱۱ ولایتونو کې د سختو ورښتونو وړاندوینه شوې

په ۱۱ ولایتونو کې د سختو ورښتونو وړاندوینه شوې

تاند(یکشنبه، د میزان ۲ مه) د افغانستان د هوا پېژندنې ادارې د هیواد په ۱۱ ولایتونو کې د سختو ورښتونو، تیزو بادونو او ورسره مل د سیلونو د جاري کېدو وړاندوینه کړې ده.

 د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت، چې د هوا پېژندنې اداره هم ورسره تړلې، ویلي چې په لغمان، کاپیسا، ننګرهار، پکتیا، پکتیکا خوست، بدخشان، نورستان، کونړ،، لوګر او کابل ولایتونو کې نن د ورښتونو او سختو بادونو اټکل کېږي او په ځینو سیمو کې د سېلونو د راوتلو امکان هم شته.  

سږ کال په ځلونو داسي سخت ورښتونه وشول چې په تېرو کلونو کې یې ساری نه و لیدل شوی. د سختو سیلونو په نتیجه کې د سر و مال ډير تاوانونه پېښ شول.

د ملګروملتو پر اساس، افغانستان یو له درو هیوادونو څخه دی چې د اقلیمي بدلون له کبله زیات اغېزمن کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب