Homeخبرونهامریکا د نري رنځ د مخنیوي لپاره ۲۳ میلیون ډالره مرسته اعلان...

امریکا د نري رنځ د مخنیوي لپاره ۲۳ میلیون ډالره مرسته اعلان کړه

تاند (یکشنبه، د میزان ۲ مه) د امریکا حکومت د افغانستان په شمول د نړۍ له بیلابیلو هیوادونو ته د نري رنځ له ناروغۍ پسره د مبارزې لپاره ۲۳ میلیون ډالره مرسته اعلان کړې ده.

د ملګروملتو د خبرپاڼې پر اساس، دا مرسته د امریکا د نړیوالې پراختیايي ادارې په وسیله ورکول کېږي. د دې مرستې اته نیم میلیون ډالره په افغانستان، اوکراین او میانمار کې چې د نري رنځ له ډېر ګواښ سره مخامخ دي د دې ناروغۍ د مخنیوي پر لارو چارو ولګول کېږي.  

د عامې روغتیا وزارت وایي چې تېر کال (۲۰۲۲) په افغانستان کې د نري رنځ ۷۶ زره پېښې او ۴۸۰۰ له درملو سره مقاومې پېښې ثبت شوي چې د هغو په منځ کې هر کال ۱۲ زره کسان مړه کېږي.

په تېرو دوو کلونو کې د نړیوالو د مرستو له کمېدو وروسته، په افغانستان کې روغتیايي خدمات هم محدود شوي دي او د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری ورکړی چې که له دوی سره مالي مرسته ونه شي نو ښايي اته میلیون افغانان له روغتیايي خدماتو بې برخې شي.  

ډاکتران وايي چې که چېرې د نري رنځ ناروغي په وخت تداوي نه شي، د اخته کس د مرګ سبب کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د الرسالې پر دوهمه ګڼه | ذبیح الله شفق

" په کوم زړه کې چې د بنده‌گانو مینه نه وي، هغه زړه د خدای له میني هم خالي وي. " د " الرسالې "...