پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهد سعودي د باندنیو چارو وزیر افغان ښځواو نجونو ته د کار...

د سعودي د باندنیو چارو وزیر افغان ښځواو نجونو ته د کار او تعلیم د حق غوښتنه وکړه

تاند (یکشنبه، د میزان ۲ مه) د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر فیصل بن فرحان بن عبدالله آل سعود غوښتنه وکړه چې په افغانستان کې دې نجونو او ښځو ته د کار او زده کړو اجازه ورکړل شي.

ده چې د ملګروملتو د عمومي اسمبلۍ ۷۸ غونډې ته وینا کوله، وویل:«موږ د ښځو او نجونو د زده کړو د حق او د ټولو افغانانو د بشري حقونو د درناوي غوښتنه کوو.»

فرحان د افغانستان سوله او ثبات مهم وباله او یادونه یې وکړه چې افغانستان باید د ترهګرو پر پناهځای بدل نه شي.

ده همداراز په افغانستان کې د ناوړه بشري وضعیت او د افغانانو د کړاوونو د مخنیوي لپاره د نړیوالو د ملاتړ غوښتنه وکړه.

«موږ له سیمې او نړۍ غواړو چې د افغانانو د کړاوونو د کمېدو لپاره بشري او اقتصادي مرستې زیاتې کړي.»

د سعودي عربستان د باندنیو چارو وزیر په افغانستان کې له واکمنو طالبانو په کلکه وغوښتل چې نحونو ته د زده کړو او ښځو ته د کار اجازه ورکړي.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«لفظي عکسونه» کتاب چاپ شو

«لفظي عکسونه» د لیکوال او نقاد ښاغلي نعمت‌الله صديقي نوی د «خاکو» کتاب دی چې اوس اوس په جلال اباد کې له کلاسیک خپرندوی...