تاند (یکشنبه، د سنبلې ۲ مه) د کابل – جلالاباد لار یو وار بیا د غره د ښوییدو له کبله بنده شوې او موټر چلوونکو ته ویل شوی چې د لته بند په لاره تګ راتګ وکړي.
دا لار د غره د ښوېدو له امله تېره اوونۍ بنده شوې وه، خو له څو ورځو وروسته بېرته پرانیستل شوه، درې ورځې پرانیستې وه چې پرون ماښام بیا بنده شوه.
د ننګرهار ولایت د والي مطبوعاتي دفتر پرون ناوخته په یوه خبرپاڼه کې وويل چې د کابل- جلال اباد لاره غره د ښوییدو له امله تړل شوې او د دې لپاره چې د تګ راتګ جوګه شي، کار پرې روان دی.
پر دې لاره هره ورځ سلګونه موټر او زرګونه مسافر تګ راتګ کوي.
مسافر او موټر چلوونکي وايي، نن د لارې د تړل کېدو لومړۍ ورځ وه چې دوی د لتهبند پر لاره سفر وکړ.
خلک شکايت کوي چې له يوې خوا هوا توده ده او له بلې خوا د لتهبند پر لار کرايه نيمايي لوړه.
تراوسه څرګنده نه ده چې دا لار به بیا کله پرانیستل شي او په دې اړه هم څه نه دي ویل شوي چې ولې په ماهي پر کې پر له پسې غر ښوییږي.