تاند (یکشنبه، د میزان ۲ مه) د طالبانو د حکومت له مخدرو موادو سره د مبارزې وزارت وايي، د سږ کال په لومړیو ۶ میاشتو کې نژدې ۴ زره تنه د مخدرو موادو د قاچاق په تور نیول شوي دي.
د دغه وزارت مرستیال عبدالحق اخوند وویل، د دې تر څنګ د روان ۱۴۰۲ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د افغانستان په بیلابیلو ولایتونو کې د مخدرو موادو د تولید تر ۶۰۰ ډېر لوی او کوچني لابراتوارونه له منځه وړل شوي دي.
عبدالخالق اخوند د مخدرو موادو د قاچاق او تولید په تور د نیول شویو کسانو کره شمېر ۳ زره ۸۴۷ تنه وښود او ویې ویل چې له مخدرو موادو سره د مبارزې ځواکونو په یاده موده کې د مخدرو موادو پر کاروباریانو نژدې څلور زره چاپې وهلي دي.
د ده په وینا د چاپو په ترڅ کې د تریاکو، چرسو، شیشې او هیروین په شمول څه باندې ۳ زره ټنه مخدر مواد کشف او ضبط شوي دي.
لوېدیځوال وايي چې د کوکنارو د کښت د بندیز په اړه تېر کال د طالبانو د مشر له اعلانه وروسته د کوکنارو کښت ۹۰ سلنه کم شوی دی خو له دې هیواده نورو هیوادونو ته لا هم د مخدرو موادو چاقاق کم شوی نه دی.